تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د توکل مقام او فضیلت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 21, 2021
  0

لیکنه: عبیدالله جار/ تعلیم اسلام ویب پاڼه

 

توکل په الله  جل جلاله  باندې د ايمان د ډيرو مهمو لوازمو څخه شمېرل کېږي تر ټولو ښه اعمال الله جل جلاله  ته نيژدې کوونکي عبادتونه او د توحيد لوړ مقامونه هغه څه دي چې له الله جل جلاله  څخه په مرسته غوښتنې او په هغه باندي په توکل سره حاصلېږي .


هغه څو مبارک آيتونه چي د توکل په لوړ مقام او فضيلت دلالت کوي د نمونې په څېر ذکر کوم ، الله جل جلاله   فرمايي :


وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ ۚ قُلْ أَفَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ أَرَادَنِيَ اللَّهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ ضُرِّهِ أَوْ أَرَادَنِي بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ رَحْمَتِهِ ۚ قُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ ۖ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُونَ (سورت الزمر:۳۸) 


ژباړه : خامخا که له هغوی ( مشرکانو) څخه وپوښتې ته اې محمده چي آسمانونه او ځمکې چا پيدا کړي دي؛ نو هرو مرو به دوی ووايي، چې الله جل جلاله، ووايه اې محمده دوی ته آيا پس تاسې وينی هغه بوتان چي تاسې ئې را بولی بغير له الله جل جلاله  څخه، که الله جل جلاله  ماته د کوم ضرر رسولو اراده وفرمايي آيا دي دا بتان لري کوونکي د هغه د ضرر له ما څخه؟ يا که الله جل جلاله  له ما سره د رحمت اراده و فرمايي، دي دغه بتان منع کوونکي د رحمت د الله جل جلاله ؟ ووايه دوی ته چې زما الله جل جلاله  ماته پوره او کافي دی او يوازې په همغه باندې ټول توکل کوونکي توکل کوي.


الله جل جلاله  امر او سپارښتنه کړې تر څو په هغه توکل وشي په دې هکله ئې په بېلا بيلو ځايونو کي خپل بنده ګان تشويق کړي دي؛لکه: چي فرمايي:

(وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُون) (سورت ال عمران: ۱۲۲)

ژباړه : او مؤمنان بايد يوازې په الله جل جلاله توکل وکړي .

 

او بل ځای فرمايي :


(فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۖ إِنَّكَ عَلَى الْحَقِّ الْمُبِينِ) (سورت النمل: ۷۹)

ژباړه : يوازې په الله توکل وکړه بېشکه چې ته په ښکاره حق يې.

 

دغه راز الله جل جلاله  بل ځای داسې ارشاد فرمايي:


( عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ وَكَفَى بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا) (سورت الفرقان:۵۸)

ژباړه : او تو کل وکړه په هغه ژوندي الله جل جلاله چې نه مري او د همغه ثنا صفت او تسبيح او تحليل ووايه او همدا بس او کافي ده چې د خپلو بنده ګانو په ګناهونو ښه خبردار دي.

 

په همدې اساس توکل د الله جل جلاله  دوستي ته د رسېدنې وسيله او داسې يو صفت دی چې ايمان لرونکي له نورو څخه متمايز ګرځوي او له همدې امله يې هم واجب ګرځولی دی .

د توکل د فضيلت او اهميت په اړه علامه ابن قيم رحمه الله فرمايي : توکل د دين نيمايي او نيمايي نور يې انابت دی ، له الله جل جلاله  څخه مرسته غوښتل او عبادت خورا مهم دي ،توکل مرسته غوښتل او انابت هماغه عبادت دی .

 

دغه راز ابن قيم (رح) وايي چې که بنده هسې چې ښايي په الله جل جلاله  توکل وکړي حتی د يوه غره د چپه کولو او له خپله ځايه د کيندلو لپاره هم ،نو بې له شکه چې هغه به دا کار تر سره کړای شي .(۱)

 

علامه ابن تيميه (رح) فرمايي : په الله جل جلاله  توکل له ډيرو لويو واجباتو څخه دی داسې لکه څرنګه چې اخلاص واجب دی ،الله جل جلاله  په ګڼو آيتونو کې سپارښتنه کړېده  هومره چې د اوداسه او جنابت له غسل څخه يې زيات په توکل امر کړيدی او هغه هم يوازې په لوی الله جل جلاله  .(۲)

 

دغه راز توکل د توحيد له خورا مهمو ستنو څخه ګڼل کيږي پدې هکله په قرآن کريم کې الله جل جلاله  فرمايي :


( فَإِن تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ ۖ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ) (سورت التوبه: ۴)

ژباړه :که له ايمان راوړلو نه دوی وګرځيدل نو ووايه چې کافي دی زما لپاره الله جل جلاله  او له هغه نه پرته بل معبود برحق نشته ، پر همغه مې توکل کړی او همغه دی د لوی عرش رب او پروردګار .

 

آخذلیکونه:

۱: مدارج السالکين : ج ۲ ، ص ۱۱۳

۲ : مجموع الفتاوى : تقي الدين أحمد بن عبد الحليم بن تيمية الحراني ، ناشر : دار الوفاء ، كتاب الإيمان  ، ج ۷، ص ۱۴
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته