تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
كنايي طلاق
 
  November 29, 2012
  0
د طلاق كنايي الفاظ هغو لفظونو ته وايي چي هغه په ځانګړي ډول د طلاق د پاره نه استعماليږي ، بلكي كله د طلاق په معنا كارول كيږي او كله بيا د نورو معناوو د پاره استعماليږي ځكه نو د طلاق كنايي الفاظ نيت ته اړتيا لري .

د طلاق كنايي الفاظ كه د طلاق په نيت استعمال سي طلاق په واقع كيږي او كه د طلاق په نيت استعمال نه سي ، بلكي د طلاق پرته د بلي معنا په اراده وكارول سي بيا طلاق نه په واقع كيږي ، نو ځكه د طلاق كنايي لفظونه چي په هر حالت كي څوك استعمال كړي دا كه د درد او د غضب په حالت كي وي ، يا د خوښۍ ، يا د طلاق د مذاكرې او یادوني په حالت كي وي ، خو د طلاق نيت يې نه وي بلكي د طلاق څخه ماسيوا د هغه لفظ يوه بله معنا يې مراد وي نو بيا طلاق نه په واقع كيږي .

البته دا حكم ديانتا دى يعني كه څوك د طلاق كنايي الفاظ په هر حالت كي د طلاق څخه ماسيوا د بلي معنا د پاره وكاروي ، د ده او د رب تر منځ حكم دا دى چي په دا وينا يې طلاق نه واقع كيږي ، ځكه الله د هر چا په زړه او اراده علم لري .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته