تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا د عیسی (ع) قوم لمونځ کاوه؟
 
  June 23, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء

شمېره: ۲۴


سوال :  زما څخه  یوه یهودي پوښتنه کړې، چې آیا د عیسی علیه السلام قوم لمونځ کاوه ؟  که یې کاوه نو په لمانځه کي به یې څه ویل او څو رکعته يې کوئ ؟ 

نوم: آفتاب

جواب : محترمه وروره، موږ په مخکنیو اسماني کتابونو اجمالي ایمان لرو، دا چي په هغو کتابونو کي کوم عبادت په کوم تفصيل سره ذکر سوي دي د هغو په تفصيل پسې نه ګرځو ځکه په شریعت کي د بې ځایه او بې ګټو پوښتنو څخه منع راغلې ده. په تفسير مظهري او نورو ډېرو تفاسيرو کي د دغه ايت په تفسير کي ، چي الله عزوجل فرمايي: ((يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأهِلَّةِ قُلْ هِيَ مَوَاقِيتُ لِلنَّاسِ وَالْحَجِّ )) دلته دوو صحابوو معاذ بن جبل او ثعلبه بن غنم رضى الله عنهم د میاشتي د کمېدو او زياتېدو د علت سوال کړئ دئ ، ليكن الله عزوجل جواب په فايده سره ورکړئ.

تفاسير وايي چي الله جل جلاله په دې جواب سره اشاره کړې ده چي تاسي داسي لایعني (بې معنی) سوالونه مه کوئ چي ديني مقصودي فایده نه لري یعني ستاسي کار د میاشتي د خلقت او حقیقت سره نسته بلکه فايده یې دغه ده چي د حج، زکوة، روژې، رضاع، عدې او داسي نورو وختونه درمعلوم سي نو چونکه يهوديت او نصرانيت او نور ... منسوخه اديان دي او په تورات او انجيل کي بېخي ډېر تحريفونه هم سوي دي، نو لهذا موږ ته زموږ شريعت دا حکم کوي ، چي د خپل دين احکام حاصل کړو او بس. 
 
(ملخص د تفسير مظهري : ج،١ :ص ،٢١٠،  تفسير يسير : ج،١: ص،٧٤ ، تفسير منير : ج،١ او معارف القران ) 

مولوي عبدالقیوم
تعلیم الاسلام دارالافتاء
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته