تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دوه مخی سياست
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 20, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دوه مخی سياست


عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم تَجِدُ مِنْ شَرِّ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عِنْدَ اللهِ ذَا الْوَجْهَيْنِ الَّذِي يَأْتِي هَؤُلاَءِ بِوَجْهٍ وَهَؤُلاَءِ بِوَجْهٍ.[صحيح البخاري ۶۰۵۸]


ژباړه: د ابوهريرة رضي الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د الله په نزد د قيامت په ورځ تر ټولو بد سړی دوه مخی انسان دی، هغه چي دغه خلګو ته په يو مخ باندي راځي او هغه نورو ته بيا په بل مخ ورځي.


يعني چي دوه مخيزه سياست لوبوي ځينو ته ځان په يوه بڼه ښكاره كوي او ځينو نورو ته بيا ځان په بله بڼه ښکاره کوي يا ځينو مسلمانانو ته په ښکاره ځان دوست معرفي کوي خو د پردې تر شا يې بيا د بدخواهانو سره پر ضد کارونه کوي.


دا خبره عامه ده كه په اجتماعي سياست كي وي او كه په انډيوالۍ، ملګريتوب او يا د ژوند په نورو برخو كي وي؛ البته د حربي کافر سره د جنګي تاکتيک په نيت، د دوستۍ تظاهر کول يا د شرير انسان د شر څخه د ځان ساتني په هدف مدارات ښکاره کول پروا نه لري.


مسلمانانو وړونو او خويندو! کوښښ وکړئ چي ځانونه د دوه مخي سياست څخه وساتی او د الله تعالی سره د بدو خلګو په کتاب کي ثبت نسی.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته