تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سحر یا جادو علاج په شرعي طریقه سره
  تعلیم الاسلام
  September 21, 2017
  0
رالېږونکی: محب الله ذاکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 16/5/2017
 
هغه څه چې د سحر (جادو)  څخه ځان په ساتل کیږي: 
 
۱- ټول فرائض او واجبات ادا کول، له ټولو محرماتو ځان ژغورل او له ټولو ګناهونو څخه توبه ایستل. 
 
۲- په کثرت سره د قرآن کریم تلاوت کول، هره ورځ باید د قرآن کریم یو جزء (يوه پاره) تلاوت کړل سي. 
 
۳- آیت الکرسي له هر فرض لمانځه څخه وروسته، د خوب پر وخت، او د سبا او ماښام پر وخت لوستل. 
 
۴- معوذات (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ...، قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ...، قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ...) درې درې ځلې سهار، ماښام او د خوب پر وخت لوستل. 
 
۵- د سبا او ماښام اذکار، له فرض لمانځه وروسته اذکار، او د خوب پر وخت اذکار په پابندۍ سره ویل. (البخاري، مسلم، الترمذي، ابوداود، الحاکم) 
 
۶- د امکان په صورت کې د سهار په نهاره اووه دانې عجوة خورما خوړل، نبي صلى الله عليه وسلم  فرمایي: څوک چې سهار اووه دانې عجوه وخوري هغې ته به پدې ورځ کې زهر او سحر څه زیان و نه رسوي. (البخاري، مسلم) 
 
یادونه:
 
 د امام مسلم په یو روایت کې د مدینې منورې عامه خورما ذکر سوې، د بعضې علماؤ نظر دا دی چې هره خورما وخوړل سي د الله جل جلاله  څخه امید دی چې دا فایده به پرې مرتبه سي. 
 
 
که چیرته په چا سحر وسي نو هغه (مریض) دي لاندې لاره اختیار کړي: 
 
۱- غالبا ساحران چې کله سحر کوي نو په يوه جامد او محسوس توکي يې کوي او بيا هغه چيري پټ ايږدي او غوټې ورکوي ، نو د سحر له منځه وړلو تر ټولو مؤثره لاره دا ده چې د امکان په صورت کې په مباحه طريقه هغه شی پیدا او ضايع کړل سي. (فتح الباري، زادالمعاد) 
 
۲- د شرعي دم په ذريعه: 
 
پورتني آيتونه او مسنون اذکار د (له ۱ څخه تر ۱۵ پورې) ولوستل سي او په مريض دي په پورتنۍ طريقه چف کړل سي. 
 
۳- د امکان په صورت کې دې د سدر (بيرې) شنې پاڼې و کوټل سي او د غسل اندازه اوبو کې دي واچول سي (که سدر نه وي نو ساده اوبه کفايت کوي) او د پورتنيو آيتونو (فاتحه، آيت کرسي، معوذات) سربيره دي لاندې آيتونه هم په ولوستل سي، او له هغې اوبو څخه دي مريض  (مسحور) یوڅه وڅښي او په پاتې دي غسل وکړي، که ضرورت سو نو څو ځله دي دا طريقه تکرار کړي، إن شاءالله شفاء ياب به سي.  (فتح الباري، مسلم، مصنف عبدالرزاق، زادالمعاد، فتح المجيد، فتح الحق المبين...) 
 
هغه ایاتونه دا دي:
 
۱- ﴿وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنۡ أَلۡقِ عَصَاكَۖ فَإِذَا هِيَ تَلۡقَفُ مَا يَأۡفِكُونَ فَوَقَعَ ٱلۡحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ فَغُلِبُواْ هُنَالِكَ وَٱنقَلَبُواْ صَٰغِرِينَ وَأُلۡقِيَ ٱلسَّحَرَةُ سَٰجِدِينَ قَالُوٓاْ ءَامَنَّا بِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ رَبِّ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ﴾ [الاعراف : ١١٧، ١٢٢]  
 
۲- ﴿وَقَالَ فِرۡعَوۡنُ ٱئۡتُونِي بِكُلِّ سَٰحِرٍ عَلِيمٖ فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَىٰٓ أَلۡقُواْ مَآ أَنتُم مُّلۡقُونَ فَلَمَّآ أَلۡقَوۡاْ قَالَ مُوسَىٰ مَا جِئۡتُم بِهِ ٱلسِّحۡرُۖ إِنَّ ٱللَّهَ سَيُبۡطِلُهُۥٓ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُصۡلِحُ عَمَلَ ٱلۡمُفۡسِدِينَ وَيُحِقُّ ٱللَّهُ ٱلۡحَقَّ بِكَلِمَٰتِهِۦ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡمُجۡرِمُونَ﴾ [يونس : ٧٩، ٨٢] 
 
۳- ﴿قَالُواْ يَٰمُوسَىٰٓ إِمَّآ أَن تُلۡقِيَ وَإِمَّآ أَن نَّكُونَ أَوَّلَ مَنۡ أَلۡقَىٰ قَالَ بَلۡ أَلۡقُواْۖ فَإِذَا حِبَالُهُمۡ وَعِصِيُّهُمۡ يُخَيَّلُ إِلَيۡهِ مِن سِحۡرِهِمۡ أَنَّهَا تَسۡعَىٰ فَأَوۡجَسَ فِي نَفۡسِهِۦ خِيفَةٗ مُّوسَىٰ قُلۡنَا لَا تَخَفۡ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡأَعۡلَىٰ وَأَلۡقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلۡقَفۡ مَا صَنَعُوٓاْۖ إِنَّمَا صَنَعُواْ كَيۡدُ سَٰحِرٖۖ وَلَا يُفۡلِحُ ٱلسَّاحِرُ حَيۡثُ أَتَىٰ﴾ [طه : ٦٥،  ٦٩] 
 
۴- بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿قُلۡ يَٰأَيُّهَا ٱلۡكَٰفِرُونَ لَآ أَعۡبُدُ مَا تَعۡبُدُونَ وَلَآ أَنتُمۡ عَٰبِدُونَ مَآ أَعۡبُدُ وَلَآ أَنَا۠ عَابِدٌ مَّا عَبَدتُّمۡ وَلَآ أَنتُمۡ عَٰبِدُونَ مَآ أَعۡبُدُ لَكُمۡ دِينُكُمۡ وَلِيَ دِينِ﴾ [الكافرون : ١،  ٦] 
 
ماخذ: علیکم بسنتي 
 
اړوند:
فتوا: پیریان څوک دي؟ ایا د انسان په بدن کي نفوذ کولایسي؟
د انسان بدن ته د پیریانو د داخلیدو اسباب
 
www.Taleemulislam-Radio.com
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته