تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مطالعې په وسیله تغیرات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 1, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مطالعې په وسیله تغیرات  


د مطالعې په وسیله انسان کي کېدلای شي چي لاندي تغیرات راشي.


اسلام قبلول


ډېرو غیري مسلمو د اسلام مبارک دین د مطالعې په وسیله درک کړی دی او لا یې هم درکوي، په دې اړه همدې غیري مسلمو د ایمان را وړولو حکایتونه هم درج کړي دي.


د نفس اصلاح


د نفس اصلاح ډېره مهمه موضوع ده، د مطالعې په وسیلې سره د نفس اصلاح کیدل امکان څه چي شونې ده، موږ ته پکار ده چي د اکابرو د سیرت د مطالعې په کولو سره خپل نفس اصلاح او سم کړو. 


پر وعده وفا 


کله چي یو انسان مطالعه کوي هغه هم دینې مطالعه او همدارنګه د اکابرو سیرت ولولي؛ نو طبعې ده چي په انسان کي تغیر راولي او انسان بیا پر وعده وفا کوي. د مطالعې په وسیله کولای شي چي د نورو له ژوند او تجربو زده کړي چي پر وعده وفا نه کول څومره زیانونه لري.


رښتیا ویل 


د مطالعې په وسیله انسان کي د رښتیا ویلو حس ژوندی کيږي، په دې معنی چي کله هم یو انسان د مشرانو  ژوند مطالعه کړي او خصوصا د ژوند هغه برخه چي دوی پکښي تل رښتیا ویلي؛ نو خود بخوده انسان د دروغو پر ځای رښتیا وایې.


اعتماد


د مطالعې په وسیله په انسان کي د اعتماد ماده قوي کيږي، په دې معنی چي کله یو انسان مطالعه کوي او خصوصا د هغه اشخاصو د ژوند مطالعه چي ژوند کي د اعتماد او باور کلمه ئې باوري ساتلې وي.  


د علم پراخوالی 


د مطالعې په وسیله د انسان په علم کي پراخوالی راځي، همدا مطالعه ده چي علم پرې غني او قوي  کيږي.


ټولنیز اداب


د مطالعې په وسیله انسان ټولینز اداب خپله وي او که خدای مکړه دا ماده په انسان کي کمزورې وي نو د  مشرانو د ټولنیزي برخي د مطالعې په اساس انسان کي ټولنیز اداب قوي کیږي.


د لمانځه پابندي 


کله چي یو شخص مطالعه وکړي او هغه هم د هغه اشخاصو ژوند مطالعه کړې چي د دین هر رکن او  بل خصوص د لمونځ پابندي به یې کوله نو خودبخوده په انسان کي د لمانځه پابندي پیدا کیږي.


ټولیز کېدل


د مطالعې په وسیله انسان ټولیز کیږي په دې معنې چي کله یو شخص د نورو اشخاصو ټولنیز ژوند مطالعه کړي؛ نو پر ده یې هم اثر کیدلای شي.


ظلم نه کول 


د مطالعې په وسیله انسان کیدلای شي چي هم په ځان او هم په نورو له ظلم کولو څخه منع شي؛ ځکه چي د مطالعې په وسیله انسان کي ښه او بد تغیر راتلی شي.


عجز 


د مطالعې په وسیله انسان کي عجز او عاجزي پیدا کیږي، معنی دا چي کله هم یو شخص مطالعه کوي نو په مطالعه کي انسان ته د مشرانو د عاجزۍ او خاکسارۍ کیسې او خبري مخي ته راځي، کله چي دا خبرې او کیسې مخي ته راشي نو خود بخوده انسان کي عاجزي پیدا کیږي.


احسان 


د مطالعې په وسیله په انسان کي د احسان نه هېره ولو او د انسان سره  د احسان کولو او د مقابل لورې ته د احسان نه یاده ولو ماده قوي کیږي. ځکه چي کله ته ولولي او خبر شي چي احسان کول څومره اجر او ثواب لري نو هرومرو بیا احسان کول خپله خاصه ګرځوي او بیا چي له دې هم خبر شي چي احسان یاده ول بیا عظیمه ګناه لري.


مینه کول 


د مطالعې په وسیله په انسان کي د مینې ماده قوي کیږي، خو دا بیا د مطالعې پوري اړه لري چي مینه  حقیقي وشي او که مجازي معنی دا چي که مطالعه د حقیقي میني وه نو مینه حقیقي ده او که مطالعه د  مجازي میني وه؛ نو مینه بیا مجازي ده.
 
ماخذ: د موضوع شنني له کتاب څخه  

 

www.taleemulislam.net
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته