تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مرګ د یادولو فایدې
 
  May 3, 2014
  0
لیکنه: محترم مولوي عنایت الله علمي صاحب

د مرګ په ډېر یادولو کي ډیري فایدې سته چي اوس به یې یو څه درته بیان کړل سي.

اول: د مرګ یادول سړﺉ پر دې باعثه کوي چي تر مرګ د مخه و مرګ ته په ښو اعمالو سره آمادګي ونیسي.

دوهم: د مرګ یادول په دنیا کي د ډېر پاته کیدلو یا د ډېر ژوند کولو امید کوتاه کوي، ځکه اوږد امید د غفلت د لویو سببو څخه دی، ښه متوجه سه که د یو چا مرګ هېر وي امیدونه یې ډېر اوږده وي، په حقیقت کي د ده ژوند لږ پاته وي خو ده ډېره اوږده مښلولې وي، مثلاً یو څوک وايي پر کال داسي کوم او بل کال بیا داسي کوم او پنځه کاله وروسته بیا داسي او داسي کوم، دا دا معنا لري چي دغه سړﺉ غافله دی او مرګ یې هم هېر کړی دی، نو خود که یو څوک مرګ یادوي  د هغه انسان په دنیا کي د ډېر پاته کېدلو امید کوتاه وي او انسان و ښه عمل او خپل آخرت ته متوجه وي.

درېیم: د مرګ یادونکی انسان د دنیا سره علاقه نه لري او په لږ شي قانع او راضي وي، او هر هغه څوک چي قانع او راضي وو د هغه ژوند په راحت وي.

د انس بن مالک رضي الله عنه  څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر یوه داسي مجلس ورغلی چي د دغه مجلس خلکو خندل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمایل: أکثروا ذِکرَ هاذِمِ اللَذّات. 

یعني: مرګ ډېر یادوی. راوي د حدیث وايي: زه ګمان کوم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  نور هم وفرمایل: بېشکه دغه مرګ چا د ژوند په سختیو کي نه دی یادکړی مګر پر هغه پراخي او آساني جوړه سوې ده، او چا د ژوند په براخیو کي نه دی یاد کړی مګر پر هغه یې تنګي جوړه کړې ده. یعني که څوک د ژوند په مشکلاتو او خواریو کي مرګ ور په یاد کړي ټول مشکلات پر آسانه کیږي، ځکه د ده دا یقین سي چي دغه تکالیف ابدي نه دي ولي چي د مرګ په راتللو سره ټول مصایب او غمونه پای ته رسیږي، فقیر د مرګ تر وخته فقیر دی، مریض د مرګ تر وخته مریض دی، بندي د مرګ تر وخته بندي دی، څرنګه چي مرګ ډېر ژر راتلونکی دی نو دغه مشکلات او غمونه هم ډېر ژر پای ته رسیږي.

او که یو څوک په عیش او عشرت، راحت او پراخي کي وي بیا هم د مرګ په یادولو سره د دغه راحت او پراخۍ څخه خوند نه سي اخستلای، ځکه چي  پاچا د مرګ تر وخته  پاچا دی خو د مرګ په راتګ سره پاچا او فقیر دواړه یو شئ کیږي.

په فارسي کي یوه معنا درلودونکې او د حکمته څخه ډکه جمله ده چي وايي: (این هم میګذرد) 

د دغه جملې په باره کي داسي ویل کیږي چي د وخت پاچا ویوه حکیم او عالم سړي ته و ویل: زما پر انګشترۍ یوه داسي جمله را ولیکه چي د غم په وخت کي ورته وګورم خوشاله مي کړي او که د خوشالۍ په وخت کي ور ته وګورم خپه مي کړي. یعني غم او خوشالي تاثیر را باندي ونه کړي، هغه حکیم د ده پر انګشترۍ دغه جمله ور ولیکل (این هم میګذرد) یعني دغه حال هم تیریږي، نو که یو څوک د لذت او خوشالۍ په وخت کي دغه فکر وکړي چي دا هم تیریږي، هغه خوشالي یې نه خوشاله کوي او که د غم او مصیبت په وخت کي دا فکر وکړي چي دا هم تیریږي، هغه غم او مصیبت یې نه خپه کوي، چي دا هم هغه د مرګ د یادولو معنا ده.

څلورم: د مرګ  یادول تا و طاعت او عبادت ته را بولي، آخرت او د هغه و نعمتو ته دي شوق پیدا کیږي. 

پنځم: د مرګ په یادولو سره پر انسان دنیوي غمونه سپکیږي.

شپږم: د مرګ یادول انسان د شر او عبثو کارو څخه منعه کوي او په دنیوي خوندو او لذاتو کي یې د غرقېدلو او محوه کېدلو څخه را ګرزوي.

اووم: د مرګ یادول انسان و توبې ته ور جلبوي او پر توبه کولو یې باعثه کوي، کوم ښه کارونه چي ځني پاته سوي وي د هغو وکولو ته یې تشویقوي.

اتم: د مرګ یادول د انسان زړه نرموي، سترګي ژړوي، نفس او شیطان ترټي، د دین او خیر وکارو ته یې رابولي.

نهم: د مرګ یادول دي عجز او قناعت، عدل او انصاف  ته را بولي، د کبر، غرور او ظلم څخه دي لیري کوي.

لسم: د مرګ یادول حِقد او عناد در څخه ایسته کوي، د وروڼو او دوستانو سره دي صلحي او عفوي ته را بولي، زړه دي نرمیږي د دوستانو عذرونه قبلوې.

امام قُرطبي رحمة الله علیه  وايي: ټول امت پر دې متفق دی چي مرګ لره نه معلوم عمر سته نه معلوم وخت او نه معلوم مرض، پر هر سن او سال چي راغلی هغه یې وخت دی، شپه او ورځ، سهار او ماښام ته نه ګوري، جوړ هم مري ناجوړه هم، نو ځکه انسان باید ویښ او بیداره وي پوره تیاري او آمادګي یې ورته نیولې وي، د دغه اوږده سفر دپاره یې باید بار او بستر تیار وي.

په تیرو وختو کي یو صالح سړﺉ وو چي هره شپه به د خپل ښار و قلا ته لوړ ختی او نارې به یې وهلې الرّحیل الرّحیل یعني کوچ او کوچ بارېدل او کډه کېدل دي، کوم وخت چي دغه سړﺉ وفات سو هغه د ده آواز هم ورک سو،د ښار حاکم پوښتنه وکړل چي هغه آواز نه اورم، چا ور ته و ویل چي هغه سړﺉ وفات سو نو حاکم دغه شعر و وایه:

مَا زالَ یُلَهِّجُ بِالرّحِیلِ وذِکرِهِ
فَأصابَهُ مُستیقِظاً مُتَشَمِّراً

حتْی أناخَ بِبابِهِ الجِمالُ
ذا اُهبَةٍ لَم تَلهِهُ الآمالُ

یعني همېشه به یې د بارېدلو خبري کولې او کوچ یې یاداوه تر څو چي د کور په دروازه کي د کډه کېدلو دپاره اوښان ور ته چوک سول، داسي وخت کوچېدل ور ته راغله چي دﺉ ویښ او لستوڼي یې ور ته را پورته کړي وه، اسباب او سامان یې برابر کړي وه پوره آمادګي یې درلودل د دنیا امیدو نه وو خطایستلی.

یزید الرقاشي رحمة الله علیه  به خپل ځان ته ویل: وَیحَکَ یا یزید! پسله مرګه به څوک ستا پر ځای لمونځ کوي؟ پسله مرګه به څوک ستا پر ځای روژه نیسي؟ پسله مرګه به څوک ستا رب ستا څخه راضي کړي؟ او بیا به یې ویل اې خلقو! دغه پاته ژوند مو پر خپلو ځانو نه ژاړی؟ پر خپلو ځانو مو غم نه کوی؟ هغه څوک چي مرګ د ده غوښتونکی وي او په ده پسې وي، قبر د ده کور وي، خاوري یې بستر وي چنجیان یې ملګري او انډیوالان وي، پر دغه ټولو سربېره د قیامت د ورځی د لوی بیري انتظار هم کوي د هغه به څه حال وي؟ او بیا به ده رحمة الله علیه  ژړل.

تمیمي رحمة الله علیه  به ویل: دوه شیه دي چي پر ما یې د دنیا لذتونه حرام کړي دي، یو د مرګ یاد او بل د الله جل جلاله  په حضور کي درېدل. 

عمر بن عبدالعزیز به علماء را ټول کړل نو به یې د مرګ، قبر، قیامت او آخرت په باره کي خبري کولې او د هغې ورځی حالات به یې بیانول تر خو چي ټولو به داسي ژړل لکه د دوی و مخ ته چي جنازه پرته وي.

دقاق رحمة الله علیه  وايي: که چا مرګ ډېر یاداوه په درو شیانو به مکرم او مشرفه سي:

اول: تلوار پر توبه.
دوهم: د زړه قناعت. 
درېیم: په عبادت کي چسپاندي.
 
او که چا مرګ هېر کړی په درو شیانو به سزا ورګړل سي:
 
 اول: توبه به سبا او بل سبا ته ځنډوي.
دوهم: په خپل رزق به نه وي راضي.
درېیم: په عبادت کي به لټ او کهاله وي. 

ماخذ: نصیحتونه
 

سرته