تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شکر آداء کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 2, 2023
  0

د شکر آداء کول 


مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عن النعمان بن بشير قال قال النبي صلى الله عليه و سلم على المنبر: من لم يشكر القليل لم يشكر الكثير ومن لم يشكر الناس لم يشكر الله التحدث بنعمة الله شكر وتركها كفر والجماعة رحمة والفرقة عذاب.[مسند احمد18472]


ژباړه: نعمان بن بشير رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم پر منبر وويل: څوک چي د لږ شکر آداء نکړي د ډېر شکر يې نه دی آداء کړي او څوک چي د خلګو شکر آداء نکړي د الله تعالی شکر يې هم نه دی آداء کړی، د نعمت يادونه شکر دی او پرېښودل يې ناشکري ده او د جماعت سره اوسېدل رحمت دی او د جماعت څخه جدا کېدل عذاب دی.


توضيح: نعمت که هر څومره لږ وي انسان يې بايد شکر آداء کړي که څوک د لږ نعمت شکر آداء نکړي نو د ډېر نعمت شکر يې هم نه دی آداء کړی، همداسي د کوم کسانو څخه چي انسان ته خير رسيږي د هغو شکر هم بايد آداء کړي کوم څوک چي د انسانانو شکر نه آداء کوي هغه د الله تعالی شکر هم نه دی آداء کړی، او چي الله تعالی بنده ته کوم نعمت ورکړي بنده بايد د هغه نعمت يادونه وکړي تر څو ناشکري د نعمت رانسي او د مسلمانانو د ټولۍ سره ژوند کول د مسلمان لپاره رحمت او د ټولۍ څخه جلا کېدل عذاب دی. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته