تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلامي نړۍ کي امانت او امنیت
  تعلیم الاسلام
  January 19, 2018
  0

ليکوال: ډاکټر مطيع الله "عطاف" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

نن چي په اسلامي أمت کي أمن او أمان نسته، هیڅوک په خپل دین او دنیا، کورونو او وطنونو او تجارت او معاملاتو کي أمن نه لري، ددې بنيادي ستونزه داده، چي فردي او اجتماعي أمانتونه نه دي ساتل سوي، په فردي او اجتماعي ډول خیانتونه روان دي.

 

هلته به دا ستونزه حلیږي، چي خلک ایمان ته وروګرځي؛ هغه ایمان، چي د أمن او أمان منبع ده او هلته به داستونزه له منځه ولاړه سي چي هر سړی أمانت وساتي او خیانت وغورځوي.

 

د أمانت کلمه د (أَمِن) څخه جوړه سوې ده کوم چي د زړه پر سکون، اعتماد او اطمينان دلالت کوي.

 

امانت پر وفاء، ساتلو او باور دلالت کوي، أمانت په پوره توګه ددین ټینګول دي، لکه چي ویل کیږي: فلانی سړی أمین دی، یعني هغه دین لري، هغه پاک او ساتونکی دی، هغه د نورو حقوقو ته درناوی لري، هغه د حق په ورکولو او پوره کولو کي تفریط او ټنبلي نه کوي.

 

 أمانت هغه وعده ده، چي د دین ټولو ښاخونو ته شامله ده، نیشاپوري  رحمة الله علیه  وایي: أمانت، طاعت او تکلیف دی، او تکلیف ( دالله جل جلاله له لوري په عباداتو مکلف کېدل) ځکه أمانت وبلل سو، چي د تقصیر په صورت کي به د هغه تاوان ورکوي او که دي هغه اداء کړ، نو عزت او لویه بدله به درکول کیږي. 

 

 أمانت ټولو لاندي کارونو ته شامل دی: دین، عزت، مال، جسد، روح، تعلیم، وصیت، شهادت، قضاء، شاهدي، مور اوپلار، اولاد، دخبرو نقلول، رسالې او خاصي لیکني، پټ رازونه دا ټول أمانت دي او ساتل ئې واجب دي.

 

 په قرآن کریم کي د أمانتونو د ساتلو په هکله الله عزوجل داسي فرمایي: 


﴿ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا ﴾ [النساء: ۵۸] 
ژباړه: الله تاسي ته حکم کوي، چي امانتونه د هغو مستحقینو ته ورسوئ.

 

په دې آیت کي هر هغه کس مخاطب دی، چي امانت ورته وسپارل سي، هغه که عام مسلمانان وي او که امیران او حاکمان وي، کله چي د أمانت د ساتلو فکر د زړه څخه ولاړسي، د هغه زړه څخه ایمان رحلت کوي.

 

أنس  رضی الله عنه  فرمايي: ما د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه واورېدل، چي فرمايل ئې:

« لاَ إِيمَانَ لِمَنْ لاَ أَمَانَةَ لَهُ وَلاَ دِينَ لِمَنْ لاَ عَهْدَ لَهُ ». رواه أحمد والبیهقي في الشعب.


 ژباړه: په چاکي چي امانت داري نسته، په هغه کي ایمان نسته او په چاکي، چي د وعدې پوره کول نسته په هغه کي دین نسته.

 

د أبوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، چي نبي  صلی الله علیه وسلم  د نفاق له نښانو څخه یوه نښه دا هم وښووله، چي امانت ورته وسپارل سي؛ نو په هغه کي خیانت کوي. (متفق علیه)

 

په آیت کریمه کي د امانت جمع (امانات) ذکر سوی، په دې کي دا اشاره ده، چي امانت یوازي دا نه دی، چي د چا یو څه مال د چا سره پروت وي، لکه زمونږ په ټولنه کي چي عام ذهنیت همداسي دی، بلکي د امانتونو ټول ډولونه پکښي شامل دي، په یوحدیث کي جابر بن عبدالله رضی الله عنه روایت کوي، چي رَسُولُ اللَّهِ  صلی الله علیه وسلم  وفرمایل :

(الْمَجَالِسُ بِالْأَمَانَةِ.) [أخرجه أبوداود]
یعني مجلسونه باید په امانتدارۍ سره وساتل سي.

 

په مجلس کي چي کومه خبره وسي، هغه د دې مجلس امانت دی، د اجازې پرته دغه خبره نورو خلکو ته کول او خپرول جواز نه لري.

 

د ابوهریره  رضی الله عنه  څخه روایت دی چي نبي  صلی الله علیه وسلم  وفرمایل:

(المستشار مؤتمن).[ابن ماجة کتاب الأدب]
 ( د کوم سړي څخه چي مشوره واخستل سي، هغه امین دی.) او پر ده لازمه ده، چي داسي مشوره ورکړي، چي د ده د پوهي مطابق د مشوره اخیستونکي له پاره ارزښتناکه او مفيده وي، که ئې د خپلي تجربې او پوهي څخه مخالفه مشوره ورکړه، نو په امانت کي ئې خیانت وکړ، همدا ډول هغه راز چي د مشوره اخيستونکي له خوا د ده سره شریک سو، هغه امانت دی، د هغه د اجازې پرته ئې بل چاته ویل خیانت دی.

 

د مسلمانانو لپاره امیر ټاکنه

د آمريت منصبونه امانت دي، امارت او ریاست امانت دی که سمو خلکو ته ور نه کړل سي، ستر خیانت دی او د ټولني په نظام کي به داسي ګډوډي راسي، لکه څنګه ويجاړۍ او خرابۍ، چي په قیامت کي راځي، د ناوړه خلکو تسلط او واک ته رسېدل د همدې ټولني د هلاکت سبب ګرځي.

 

 د اسلامي امت د زعیم او عام امیر ټاکل د امت د پوهانو، عالمانو او مخورو مسئولیت دی او هغوی ددې امانتدار دي، چي دغه لوړ منصب داسي یو چاته وسپاري، چي هغه د خپل علمي او عملي پانګي په درلودلو سره ددې وړتیا ولري، چي د امت زعامت او رهبري سرته ورسوي.

 

هغه واکمن خلک، چي پر نورو منصبونو د ټاکلو او لیري کولو اختیار ئې په لاس کي وي. د دې امانتدار دی، چي په منصب باندي به اهل او وړ کسان ټاکي، که ئې د ټولو وړتیاوو او شرطونو پوره کوونکی کس پیدا نه کړ، نو بیا په خلکو کي چي کوم یو د قابلیت په لحاظ تر نورو لوړ وي، هغه ته به ترجیح ورکوي، د أبوهريرة  رضی الله عنه  څخه روایت دی، چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمایي:


إِذَا ضُيِّعَتِ الأَمَانَةُ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ قَالَ: كَيْفَ إِضَاعَتُهَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «إِذَا أُسْنِدَ الأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ" [رواه البخاري.]
 کله چي امانت ضایع کړل سي، نو د قیامت انتظار کوه. ورته وئې ویل: یا رسول الله! د امانت ضیاع څه ډول وي ؟ هغه وویل: کله چي د زعامت او رهبرۍ چاري داسي کس ته وسپارل سي، چي هغه ددې کار وړتیا نه لري، نو د قیامت انتظار کوه.

 

په دې حدیث کي دوو ټکو ته اشاره سوې ده:

یو دا چي کله نا اهله، فاسقان او ناوړه خلک د کار په رأس کي وټاکل سي، دوی د خلکو د کارونو او فیصلو د پاره مشران وګمارل سي، نو دا د قیامت نخښه ده.


دوهم دا چي کله هم داسي حالت راسي، چي د خلکو مشران په دوی کي هغه کمزوري بې دینه او بې علمه اشخاص وټاکل سي، نو په نظام کي به ګډوډي رامينځته سي او د اسلامي امت نظام به داسي مختل او ګډوډ سي او دالله عذاب به رانژدې سي، لکه څنګه چي دقیامت په راتلو سره هر څه خرابیږي او له منځه ځي او عذاب راروان وي.

 

په یو بل حدیث کي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمایي :

" مَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ الْمُسْلِمِينَ شَيْئًا فَأَمَّرَ عَلَيْهِمْ أَحَدًا مُحَابَاةً فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللهِ، لَا يَقْبَلُ اللهُ مِنْهُ صَرْفًا وَلا عَدْلًا حَتَّى يُدْخِلَهُ جَهَنَّمَ" رواه أحمد.
 یعني کوم سړي ته چي دعامو مسلمانانو کار وسپارل سي، بیا دی پر یو منصب باندي یو څوک دأهلیت پرته د دوستۍ او خپلوۍ په سبب مقرر کړي، پرده باندي د الله جل جلاله لعنت دی، دده فرضي او نفلي عبادات نه قبلیږي، او دی به جهنم ته داخل کړل سي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه

سرته