تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پندونه او نصيحتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 2, 2023
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

پندونه او نصيحتونه


۱ ـ که دي د ځان د ښه توب ثابتولو لپاره نور خلګ تورن کول نو پوه سه چي ډېر سپک انسان يې.


۲ ـ که دي خپله کاميابي د نورو مسلمانانو په ناکامۍ کي ليدل نو پوه سه چي ډېر ناپوه او سرټمبه يې.


۳ ـ که دي د بل مسلمان په نسبت بې تحقيقه خبره منل نو پوه سه چي مسلماني دي کامله نده.


۴ ـ که دي پر ناحقه د کوم مسلمان څخه کرکه کول يا دي د هغه څخه بد وړل نو پوه سه چي د تقوی او پرهيزګارۍ څخه خلاص يې.


۵ ـ که دي په پټو سترګو د بل چا په خاطر د يو مسلمان څخه بد وړل نو پوه سه چي ډېر بې فکره او بې احساسه انسان يې.


۶ ـ که دي د شايعاتو پر اساس پر اسلامي نظام په سرناخلاصۍ نيوکي کولې نو پوه سه چي سياسي بصيرت نلرې او په مصلحتونو نه يې خبر.


۷ ـ که دي د مسلمانه سره خوابدتيا تر درو ورځو ډېره سوه خو تا يې د ختمولو هيڅ هڅه ونکړه نو پوه سه چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو څخه بې لاري سوی يې.


۸ ـ که تر نورو مسلمانانو ځان در ته غټ معلومېدی يا دي نورو مسلمانانو ته په سپکه کتل نو پوه سه چي د تکبر په ناروغۍ اخته سوی يې او د حديث په حواله د جنت څخه محروم يې.


۹ ـ که دي تر هر چا ځان پوه ګڼی نو پوه سه چي تر هر چا ناپوه يې.


۱۰ ـ که دي د مسلمان لپاره داسي ژوند خوښوی چي د ځان لپاره يې نه خوښوې نو پوه سه چي نيمګړی مسلمان يې.

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته