تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي نه اصلاح کیږو؟!
 
  November 3, 2016
  0

ليکنه: مولوي محمد مجاهد

الله جل جلاله  په خپل ستر کتاب قرانکريم کي د اړوندي موضوع په اړه فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَيْكُمْ أَنْفُسَكُمْ لَا يَضُرُّكُمْ مَنْ ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كَنْتُمْ تَعْمَلُونَ. (سورة المائده الاية ١٠٥ )

په قرانکريم کي که په دې يوه لنډ ايت باندي انسان عمل وکړي نو دده د ژوند دصحيح کېدو لپاره به کافي وي .
په دې ايت کي الله  جل جلاله  ټول امت ته يو عجيب هدايت ورکړئ دئ که چيري  زموږ  و  زړونو ته دا خل سي او موږ  ورباندي د عمل کولو وعده وکړو  نو  ويلاى سو چي د دې يوه قراني ايت  په ذريعه  موږ  د ټولو مصائبو او مشکلاتو څخه خلاصېداى سو . 

 مخکي تر دې چي د دې ايت و اصلي مطلب ته راسو لومړى به يوه سوال ته جواب و لټوو : موږ وينو ، چيري چي مسلمانان اباد وي همهلته د مشکلاتو او مصائبو سره مخامخ دي ، که په فلسطين ، عراق ، کشمير ، چيچنيا، افغانستان او  بالاخيره که وټولو اسلامي هيوادونوته متوجه سو نو ټول مسلمان امت د دا يمي  مشکلاتو سره مخامخ دئ که څه فکر پکښي وسي نو د چا په وجود کي که ايمان وي نو هغه به په خپله فيصله وکړي ، چي ددې مشکلاتو اصلي  او  اساسي سبب دادئ ، چي موږ  خپل دين  او د نبي عليه السلام  د سنتو اتباع  پر يښې ده او په بدو  عملونو باندي مبتلا يو ، نو همدا سبب دئ ، چي د اوسنيو افتونو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان يو  ، ځکه الله  جل جلاله   فرمايي: وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ ( سورة الشوراى الاية ٣٠ )

ژباړه : کوم مصيبت چي تاسوته رسيږي هغه ټول ستاسو د خپلو لاسونو کړنه ده که څه هم  الله جل جلاله   تاسو ته د ډېرو بدو اعمالو سزا وي در معاف کړي دي .

د ځينو بدو اعمالو سزاوي  په دنياکي د دغو مشکلاتو او مصائيو څخه عبارت دي ، چي الله جل جلاله  يې پر مسلمانانو باندي راولي او زموږ هر مجلس پر دې باندي شاهد دئ ، چي موږ په ګناهونو باندي مبتلايو او موږ د نبي کريم صلی الله عليه وسلم  د سنتو اتباع پر يښې ده .

مګر د دغو ټولو يادونو سره سره زموږ په ديني حالاتو کي څه ښه والى او بهتري نه معلومېږي  ډېر اصلاحي جماعتونه ، انجمنونه او ادارې د دې لپاره جوړي سوي دي ، چي ددې ناوړو  حالاتو اصلاح وکړي مګر  بياهم حالات د صحت څخه نور هم ليري کېږي ، دهغه په رفتار کي نور زياتوب راځي ، او داصلاحي ټولنو څخه څرګنده فايده هم نه تر سترګو کېږي دا نو ولي ؟  

د دې سوال په جواب کي د قرانکريم دا اوسنى ايت ، چي مخکي تېر سو موږ و دې ته متوجه کوي چي کله ستا سو سره د حالاتو د اصلاح فکر پيداسي ، نو تاسو همېشه د اصلاح شروع د بل څخه کوئ ، ستاسو په ذهن کي  دي دا خبره وي چي خلک خراب سوي دي ، په بدواعمالوکي مبتلادي ، دوکه کونکي ، رشوت اخستونکي ، سود خوړونکي او په دا سي نورو بدو اعمالو کي شکيل دي  دد دغو ټولو خبرو د کولو پر وخت زموږ په فکر کي بايد دا وي چي دا ټول کارونه نور خلک کوي ، د خلکو اصلاح په کار ده او خلک بايد د دې ناوړو کارونو څخه را وګرځي .

د خپل ځان اصلاح فکر راسره نسته ، ډېر په کمه کچه به داسي خلک  شتون ولري ، چي دا فکر به يې کړئ وي ، چي زه هم په يوه خرابي کي مبتلايم ، او په ما کي هم دا ډول عيبونه سته او زما د دغو عيبونو اصلاح ترټولو مخکي ضروري او لازمي ده . زه چي د بل عيبونه لټوم ، نو بايد اول  دخپلو عيبونو جاج  واخلم او د خپل ځان د  اصلاح فکر وکړم  .

نن زموږ حال دادئ ، چي کله يو جماعت يا اداره يا يو تنظيم د اصلاح لپاره جوړېږي  نو د چلونکو او تنظيم کونکو  ټولو فکر دا وي ، چي د عوامو اصلاح کوو ، مګر دا فکر چي خپل ځان اصلاح کوو  او خپل عيبونه ليري کوو کېداى سي چي داسي فکر د ډېرو کمو کسانو سره وي  نو دا ډول عمل چي خپل عيبونه يې صرف نظر کړي وي  او د بل دعيبونو فکر  کوي په نتجه کي به د ده خبره هم وزن له لاسه ورکړي ، د خلکو په ذهنو او زړونو کي به د ده د خبرو اثر او برکت  پاته نه سي  بلکي يواځي به  د ده اواز او نارې ورپا ته سي او بس  ځکه الله جل جلاله  په قران کريم کي فرمايي :  اې ايمان لرونکو ! تاسي د خپل اصلاح فکر وکړئ .

که چيري د خپل ځان اصلاح وکړئ  او د هدايت پر لاره ولاړسئ ، نو کوم خلک چي د ګمراهۍ وطرفته روان دي ، بد عملونه کوي د هغو بدوالى او ګمراهي به تاسو ته نقصان او تاوان ونه رسوي ، ځکه ستاسو بيرته تګ د الله  جل جلاله  وطرفته دئ او هرڅوک ، چي وي د خپل عمل جواب به الله جل جلاله  ته وايي ، داسي نه ده چي بدعمل به بل څوک کوي او جواب به يې زما څخه غوښتل کېږي ، بلکه د هر چا څخه د خپل عمل سوال کېږي او د هغه جواب به ورکوي .

نو اول د خپل ځان د اصلاح فکر  او د خپل عمل جاج اخستل ، چي په څو عيبونوکي مبتلايم او په کومو ، کومو غلطيوکي شکېل يم يو ضروري خبره ده  او  بيا د همدې غلطيو څخه د ځان پاکولو هڅه او کوښښ  کول  دا سي نه ، چي د بل د عيبونو او بدوالي تلاښ او فکر کوې  او دا احساس کوئ ، چي خلک په غلطيوکي دي او خراب اعمال کوي . 

په حديث شريف کي نبي عليه السلام  فرمايي:

اذا قال الرجل هلک الناس فهو اهلکهم. (صحيح مسلم)
 ژباړه : څه مهال چي يو سړى وايي: خلک تبا او برباد سول ( د خلکو اعمال ، عقايد ، عبادات او نور) نو دى تر ټولو تبا او بر باد سو .  

     که چيري هر څوک د خپل ځان په اصلاح کي فکر وکړي او دا په زړه کي ووايي چي زه به د الله جل جلاله  په مخکي څه جواب ورکوم ، نو يقيناً په دغه صورت کي به هر څوک  ترټولو وړاندي و خپلو ګنا هونو او بديو  ته  متوجه  سوئ وي او په دې وخت کي به يې د نورو خلکو بدوالى  د فکره څخه ووځي .   

ماخذ: د تعلیم الاسلام مجلې د ۷ ګڼې څخه     

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته