تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خاموشي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 9, 2023
  0

لیکنه: زینب دُورانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


خاموشي


خاموشي د هر ډول فالتو او عبث بحث په وړاندي د چوپ پاته کیدلو څخه عبارت ده.


خاموشي کمزوري نه, بلکي د بې ارزښته څیزونو په وړاندي خپل د ذکاوت ښکاره کول دي.


په خبرو کولو باندي شاید ځیني وخت پښیمانه سې؛ خو باوري اوسه چي پر چوپتیا او خاموشي باندي به هیڅکله هم پښېمانه نه سې.


ژوند کي ځیني وخت د داسي حالاتو سره مخ کیږو چي بیله چوپتیا بل څه خیر نه سي راته رسولای.


هغه انسان چي چوپتیا اختیاروي تر هغه انسان ډیر قوي دئ، چي په هر حالت کي یې خوله خلاصه وي او د خبرو د پای ټکي ته یې خلګ انتظار کوي.


د خاموشه اوسیدلو هنر زده کړه, په خاموشي کي دي د ژوند ښکلی سفر وکړه.


د سفر په جریان کي دي که خبري خلاصیدل نه لري؛ نو دوه ځله دي انرژي مصرف کیږي:


اول د سفر او تګ کولو په وخت کي؛


دوهم د خبرو په جریان کي؛


مګر د سفر په جریان کي د خاموشۍ یوه ګټه داده چي د فالتو خبرو انرژي به درته پاته او د سفر په جریان کي به ترې ګټه واخلې.


په مناسب وخت کي خاموشي اختیارول د ژوند د کامیابۍ د هنرونو څخه یو هنر بلل کیږي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته