تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خپل ځان اصلاح پکار ده، خو څنګه؟!
  تعلیم الاسلام
  October 7, 2017
  0
رالېږونکی: استاد المهندس نورالله خان احمدزی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2015-12-01
 
يَا أيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلاَ تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيَطانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (سورة بقرة: ۲۰۸)
اى مؤمنانو! تاسې په هر اړخيز ډول په اسلام كې ننوځئ او د شيطان پيروي مه كوئ چې هغه ستاسې ښكاره دښمن دى.
 
الله تعالی فرمايي چې تاسو په کامل ډول سره اسلام ومنئ! يعنې په ظاهر اوباطن او په عقيده او عمل کې يواځې د اسلام د احکامو متابعت وکړئ! او نه چې په خپل سر او عقل، يا د بل چا په خوله کوم بل غیر شرعي حکم ومنئ! 
 
انسان باید تل دا هڅه وکړئ چې د هغه ټول عملونه، عبادات، ذکر او اذکار، جهاد، دعوت او ټول شرعي عملونه د الله تعالی د خوښي ترلاسه کولو لپاره دي او دی پکې اخلاص او پوره یقین لري، پر الله تعالی توکل لري او د هغه لپاره ژوند او مړینه غواړي. نو انسان ته پکار دی چې هر وخت د الله تعالی اطاعت وکړي او د هغه د خوږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په طریقو ژوند غوره کړي. پدې خاطر لاندې یو څو ټکو ته اشاره کوم:
 
ټنډه: یوازې الله تعالی ته ښکته شي.
 
غوږونه: قرآن او حدیث او وعظ او نصیحت واوري، له موسیقي  او لهو او لعب څخه لرې وي.
 
زړه: د الله تعالی پر ذات باندې یقین ، محبت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په  عشق سره اباد وي او له روحاني ناروغیو او ستونزو تش وي.
 
معده: یوه مړۍ د حرامو باید پکې ځای ونه نیسي یعنې ونه خوړل شي، دا باید د حلال او پاک خوراک او څښاک لپاره ځانګړې وي.
 
شرمګاه: د انساني نسل د پایښت او ډیرښت لپاره باید وکارول شي او یوازې او یوازې په حلال او جایز ځای کې وکارول شي کوم چې د انسان خپله ښځه ده چې په شرعي نکاح یې لاسته راوړي وي.
 
پښې: یواې د عباداتو، لکه لمونځ، حج، جهاد، دعوت، د مسجد نبوي زیارت، معاملات، اسلامي تجارت او کار، نیکو ناستو او دارنګه په شرعي او جایز کارو کې باید وکارول شي. مسجد ته تګ پرې وشي، د خیر کارو کې وکارول شي، او هر ډول ظلم او ناروا کارو کې باید ونه کارول شي.
 
دماغ: د انسانیت د سوکالي، ګټې او ښه توب لپاره، جایز او ګټور علم زده کولو لپاره، د سولې او ښه پایښت لپاره، او په مثبت شیانو کې باید وکارول شي.
 
سترګې: د قدرت د نښانو مشاهده او کتنه پرې وکړئ، حلال او روا شیان پرې وګورئ، خو نامحرم او ناجایز شیان پرې هیڅکله ونه وینئ.
 
ژبه: د توحید او رسالت اقرار وکړئ، د دین دعوت وکړئ، د قرآن کریم تلاوت او ذکر پرې وکړئ او په درود شریف یې معطر وساتئ.
 
مټې یا لاسونه: د حلال رزق حصول پرې وکړئ، د مظلوم دفاع پرې وکړئ، د ظالمانو او د اسلام د دښمنانو پر خلاف جګړه پرې وکړئ او په ناروا شیانو کې یې مه کاروئ. د الله تعالی په لاره کې خرڅ وکړئ، د انسانانو مرسته پرې وکړئ د دخدمت په کارو کې یې وکاروئ.
 
 
وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا. (سورة اسرا: ۳۶)
 اومه كوه پيروي ( تعقيب ) دهغه كار چې نه وي تا ته په هغه پوهه او علم ( قول وي كه فعل ) بيشكه غوږ اوسترګه او زړه هريو له دغو( درې واړو) دى له هغه څخه پوښتنه كړى شوې ( په قيامت كې چې تا په دنياكې ولې ګناه كوله ).
 
عن أبي هريرة قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: إن الله قال: من عادى لي وليا فقد آذنته بالحرب وما تقرب إلي عبدي بشيء أحب إلي مما افترضت عليه، وما يزال عبدي يتقرب إلي بالنوافل حتى أحبه، فإذا أحببته كنت سمعه الذي يسمع به وبصره الذي يبصر به ويده التي يبطش بها ورجله التي يمشي بها، وإن سألني لأعطينه، ولئن استعاذني لأعيذنه. صحيح البخاري، 5/ 2384، نمبر: 6137.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: بې شکه الله فرمایلي دي څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي زما جګړه ورسره اعلان ده، او بنده ماته په هیڅ شي دومره نه شي رانږدې کیدلی لکه په هغو فرضو چې په ده مې لازم کړي دي، او په نفلونو سره بنده تل زما خواته رانږدې کیږي تر څو زما ورسره مینه شي، کله چې له هغه سره زما مینه شي، زه یې هغه اوریدل وګرځم چې دی پرې اوري، او هغه لید یې وګرځم چې دی پرې ویني، او هغه لاس یې وګرځم چې دی نیول پرې کوي، او هغه پښه چې دی تګ پرې کوي، هرڅه چې رانه وغواړي ورکوم یې، له کوم شي چې پناه وغواړي پناه ورکوم.
 
د قیامت په ورځ به د هر غړي څخه جلا جلا پوښتنه کیږي نو دا خبره اړینه ده چې د بدن غړي په ښو کارونو کې وکارول شي تر څو د قیامت په ورځ له دغه ستر امتحان څخه بریالي ووځو.
 
د بدن د غړیو د سمون او ښه راتلونکي ژوند لپاره تل دا دعا کوئ:
 
 اللَّهُمَّ اجْعَلْ فِي قَلْبِي نُورًا وَفِي بَصَرِي نُورًا وَفِي سَمْعِي نُورًا وَفِي لِسَانِي نُورًا وَعَنْ يَمِينِي نُورًا وَعَنْ يَسَارِي نُورًا , اللَّهُمَّ وَاجْعَلْ مِنْ فَوْقِي نُورًا وَمِنْ تَحْتِي نُورًا وَاجْعَلْ أَمَامِي نُورًا وَمِنْ خَلْفِي نُورًا , اللَّهُمَّ وَأَعْظِمْ لِي نُورًا " .(رواه الحاکم وغیره).
 
ژباړه: خدایه زما په زړه کې نور ځای کړه، زماپه لید کې نور ځای کړه، زماپه اوریدلو کې نورځای کړه، زماپه ژبه کې نورځای کړه، زما ښي لورته نور وګرځوه، زماګس لورته نور وګرځوه، یا الله په ما دپاسه نورکړه، له ما لاندې نورکړه، زمامخته نور کړه، زماشا ته نور کړه. یا الله زماسره نور زیات کړه.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته