تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دښځو لنډ مهاله تعليم خبرتیا!
 
  August 19, 2016
  0

دښځو لنډ مهاله تعليم

د تعليم الاسلام د نجونو د مدرسې خبرتيا

درنو هيوادوالو! زموږ په ټولنه کي ډېري دا ډول ښځي سته چي هغوی قرآن کريم په صحيح ډول نسي لوستلای، لمونځونه په صحيح ډول نسي اداء کولای او د دين د ضروري مسائلوڅخه لاهم ناخبري دي.

ددې لپاره چي همدا ډول ښځي قرآن کريم او لمونځونه په ښه ډول زده کړي، په عقايدو او ضروري احکامو پوه سي دتعليم الاسلام ادارې لخوا تصميم نيول سوی دی چي د تعليم الاسلام د نجونو په مدرسه کي د ماپښين په وخت کي دغټانوښځو لڼد مهاله تعليم پيل کړي دغه لنډمهاله تعليم به د ماپښين د دوو بجو څخه بيا د ماځيګر تر لمانځه يوازي د غټانو ښځولپاره وي.

دا لنډ مهاله تعليم به ان شاءالله په درو دورو کي د يوه کال په مده کي پای ته رسيږي په دغو درو مياشتنيو دورو کي به ان شاءالله لاندي مضامين ښودل کيږي.

·        عقايد

·        د قرآن کريم ناظره او قرائت

·        د لمانځه صحيح زده کړه

·        ضروري احکام او مسائل

·        د اولاد تربيت

·        کورنی نظام

·        خپل منځي حقوق

·        دصحابياتو ژوند او داسي نور...

د داخلې ځای او نېټه

داخله د تعلیم الاسلام د نجونو په مدرسه کي د سنبلې پر اوله نېټه د دوشنبې په ورځ پيل کيږي.

د تعليم پيل

همدا لنډ مهاله تعليم به ان شاءالله تعالی د لوی اختر د رخصتۍ څخه وروسته سمدستي شروع کيږي، که څوک ترانسپورټ غواړي ان شاءالله انتظام يې د مدرسې لخوا ورته برابريږي، دعلاقمندانو څخه هيله کيږي د داخلې په اخيستلو کي تلوار وکړي څو دا ښکلی فرصت له لاسه ورنه کړي.

 

-----------------------------------

اړونده لينک: د تعلیم الاسلام د انجونو مدرسې خبرتیا

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته