تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د طوفان پر وخت د نوح عليه السلام غوښتنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 6, 2023
  0

 

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د طوفان پر وخت د نوح عليه السلام غوښتنه


نوح عليه السلام د طوفان پر وخت کومه غوښتنه وکړه او الله جل جلاله څنګه د هغه غوښتنه رد کړه!


الله تعالی نوح عليه السلام ته خبر ورکړی وو، چي ستا څخه منکر قوم په طوفان غرقوم، خو دا وعده يې ورسره کړې وه، چي ستا اهل نه غرقوم.
د طوفان له پيل سره سم نوح عليه السلام او مؤمنان کښتۍ ته پورته سول، خو د نوح عليه السلام يو زوی چي ايمان يي نه درلود، کښتۍ ته له پورته کېدو څخه ډډه وکړله.


نوح عليه السلام د خپل زوی پر غرقېدو يقيني وو؛ ځکه طوفان الهي عذاب وو، نو الله تعالی ته ئې ږغ او دعاء وکړه چي اي زما ربه زما زوی خو زما له اهل څخه دی او ستا وعده هم حقه ده او ته احکم الحاکمين يې.


هم يي د الله تعالی ستاينه وکړه، چي ته خو وعده خلافي نکوې او زما سره دي وعده هم کړې ده، چي زما اهل به نه غرقوې، نو زما زوی خو زما اهل دی او ممکن غرق سي.


الله تعالی په څونه قناعت بخشه اسلوب ورته وايي: اې نوحه! دغه (ستا زوی) ستا له اهل څخه نه دی؛ ځکه د‌ هغه عمل صالح نه دی او ته به زما څخه‌ هغه‌ پوښتنه او غوښتنه نکوې، چي ته نه پوهيږې... نوح عليه السلام پښيمانه سو، مغفرت ئې وغوښت او الله تعالی ته يي وويل: که ته بخښنه راته ونکړې او رحم راباندي ونکړې نو زه به تاواني سم....


نوح عليه السلام او مؤمنانو نجات حاصل کړ او د نوح عليه السلام د‌ زوی او ميرمني په ګډون ټول ياغيان هلاک او غرق سول....
دلته زموږ لپاره خورا مهمي نکتې او باريکۍ سته، يوه باريکي داده چي څوک ستا پر لار نه ځي، که څه هم ستا له فاميل څخه وي، هغه ستا اهل نه دئ. 


دغه خطاب هر چاته متوجه دئ، که هغه حقيقي شخص وي لکه احمد يا محمود او که حکمي شخص وي، لکه يوه اداره، سازمان يا نظام.

څوک چي د‌ کورنۍ د مشر پر لاره نه ځي هغه کس د‌ هغې کورنۍ غړی ندی. څوک چي د يوې ادارې يا سازمان او نظام د اصولو څخه سرغړونه کوي، هغه کس د هغې اداري، سازمان او نظام غړی ندی.


پدغه قراني قصه کي دوهمه نکته داده، چي باغي او د اصولو متخلف به غرقيږي، که د‌ کورنۍ يا ادارې او دولت مشر ته د‌ هغه غرقيدل او هلاکت خوښ وي که نه وي.


درېيمه نکته داده، څوک چي د دغسي باغيانو سره مينه لري يا د‌هغوی د خلاصون او دفاع لپاره توجيهات کوي، هغه به د‌الهي تنبيهاتو سره مخ وي، لکه هلته چي الله تعالی نوح عليه السلام ته فرمايي، چي ته زما څخه هغه پوښتنه او غوښتنه مکوه، چي ته نه په پوهيږې.


څلورمه نکته داده، چي څوک د دغسي مجرمينو حمايه يا دفاع وکړي، د پوهيدو سره سم بايد توبه وباسي، د الله تعالی څخه بخښنه وغواړي او نور له دفاع او حمايت څخه لاس واخلي.


پنځمه نکته داده، چي الله تعالی متخلف ته مهلت ورکوي چي متوجه سي، که يي رجوع نکول، نوره موقع نه ورکوي او حلاکوي يې، لکه د نوح عليه السلام زوی او کافر قوم چې هلاک کړل.


نوټ: په اوسني نظام کي ځيني خلک سته چي هغه د نظام او امير له حکمونو څخه سرغړونه کوي، نو موږ ته پکار ده، چي ټول نظام پر هغه قياس نکړو؛ ځکه هغه د نظام پيرو نه دی، نو نظام ته يي منسوبول ندي پکار. هغه شخص د‌ هغه هرزه واښو حکم لري چي د‌ غنمو يا نورو فصلونو په منځ کي شين سوی وي.


 دوهمه خبره داده چي د شخص تر رسوا کېدو وروسته بايد د هغه دفاع ونه سي. که يي چا دفاع وکړله، هغه به توبه کاږي او استغفار به کوي.      


 درېيمه خبره داده، چي هغه شخص که د‌ادارې يا دولت له ګرفت او نيولو څخه خلاص هم سي، مقتدر جل جلاله ئي هلاکوي.


جزاکم الله خيرا

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته