تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسراف او ټولنيز نظام
 
  March 15, 2012
  0

رالېږونکی: مولوي عبدالهادي حماد 

درنو لوستونکو! ډېر به  مو اورېدلي وي چي ځينو خلګو اسلامي  لارښودني يوازي په  ديانت پوري تړي او دا وايي چي اسلامي لارښووني خو پرځاى دي مګر اوس  دنيا مخته ولاړه  حتمي ده  چي ځيني به داسي کارونه کوو چي دټولني سره ځانونه عيار کړو نور به دغه  پخوانۍ دملايانو قصې پرېږدو لږ به پر مختګ وکړو . حال داچي اسلام هيڅ داسي يو کړنه خپلو پيروانو ته نښيي چي هغه دي خلګ دتمدن څخه ليري کوي او يا دي خلګ داسي جوړ کړي چي ددوى کړه وړه دټولنيز نظام سره سمون نه  خوري او نه داسي موضوع څوک دبيلګي په  ډول را وړلاى سي چي خلګ دي يې دتمدن څخه ليري کړي وي او يا دي يې دخلګ اقتصاد ،  عزت او وده تر پښو لاندي کړې وه خو بدبختانه زموږ په ټولنه کي ډېر داسي څه ليدل کيږي ديوې خوا ملت او افغانيت ته  ستره ضربه ده او دبله پلوه داسلامي لارښوونه څخه تخلف دئ داچي دا کړني به کومي وي چي له امله يې ځيني خلګ په دومره ستره جفا کي شکيل کړي دي؟ داشيان خورا ډېر دي خو په ننۍ ليکنه کي به يوازي داسرف موضوع تر  بحث لاندي ونيسي کومه چي زموږ په  ټولنه کي ورځ تر بلي پر مختګ کوي. 


درنو لوستونکو! تاسو ته معلومه ده چي زموږ هيواد دېرش کلنو جګړو ځپلى دئ ، اقتصاد مو  دخاوري سره خاوري  دئ، زراعت ، مالداري ، تعميرات، صنعت او معادن موټوله په هغه زاويه کي قرار لري چي نور نو دکښتوالي زور نه په  رسيږي بلکي په نړۍ کي به  ډېر کم داسي هيوادونه ليدل کيږي چي په کمزورتيا کي زموږ دهيواد سره ورته والى لري . دغه کمزورتياوو ډېر ناورينونه دځان سره لرلي دي ، بې روزګاري زياته  ده ، فقر او غربت زيات دئ ، په هيواد کي مو ډېر داسي خلګ سته خپله غله دانه نسي پيدا کولاى ، عام المنفعة ځايونه مو کنډ او  کپر پراته  دي ، ويالې ، پلونه ، سړکان ، ځنګلونه او داړتيا ځايونه مو بې سره او بې کاره پراته دي .

 په داسي وخت کي نو کار ته څومره اړتيا وي؟ او لګښت ته به څومره  اړتيا وي؟ يقيني خبره ده چي څوک ځاني يا مالي توان لري سخت به ګناه کار وي چي دغه خپل توان دخپل خوږ هيواد دابادۍ لپاره نه کاروي او هغه کس خو به بيخي ګناه کاره وي چي خپل توان دهيواد دابادۍ لپاره  خو نه کاروي بلکي په  داسي لارو کي يې کاروي چي دهيواد نوره بربادي هم په راځي. په تاسف سره بايد ووايم چي زموږ په ټولنه کي تاسو وينئ، خلګ په ودونو کي څومره مصارف کوي ، دمړو په فاتحو کي څومره مصارف کوي، په مېلمستياوو کي څومره مصارف کوي، په شوقونو کي څومره مصارف کوي ، ايا دا مناسبه  ده چي دغه مالي توانياني بې ځايه ولاړي سي او دهيواد په ګنډلو او درملنه کي  ونه  کارول سي؟

 ايا دا مناسبه ده چي دغه ناروا کړنو ته شهرت ورکړل سي او په پايله کي ناداره خلګ ورته اړ کړي څو دغه ناروا کارونه دمجبوريت له امله تر سره کړي؟ ايا دا مناسبه ده چي دهېواد دغه کمزوري اقتصاد ته نوره ضربه ورکړل سي؟ کومي پيسې چي دې هيواد ته دسر په بيه راځي هغو ته دي اور ور واچول سي؟ بې ځايه  دي مصرف سي؟ څنګه به  بې ځايه نه مصرفيږي؟ تاسو قضاوت وکړئ، کله چي يوه رقعه دسلو افغانيو څخه ونيسې بيا تر  لس ګونو ډالرو پوري چاپيږي او هغه هم يوازي ديوه وار دکتلو لپاره وي، بې ځايه پيسې مصرفول نو  تور وي که لابور وي؟ ايا دا به مناسبه نه وي چي دغه پيسې چي يوازي ديوه واده درقعو پيسې په لس ګونو زره کيږي دا ددې هيواد غريبو او  وږو مسکينانو ته ورکړل سي، او ددې کنډ او کپر هيواد يو عام المنفعه ځاى په ودان سي؟ حاصل داچي کوم مصارف چي زموږ په  ټولنه کي يوازي دنامه لپاره کيږي ټول دهيواد سره جفا ده  دا په دې معنا دئ چي زه نه غواړم چي يو وخت ديوه سر لوړي،  شتمن او باعزته هيواد اوسېدونکى سم.

 دا په دې معنا دئ چي زه دي په نس  موړ يم نړيوال عزت په  کار نه لرم، نه دټولني  عزت په کار لرم. فقط زما دومره فکر  دئ چي ځان او کور په پيداکولاى سي دومره اوږد فکر نه لرم چي زما تر  کور  دباندي ووزي په ټوله هيواد دي راوګرځي او يا دهيواد دباندي ولاړسي او نور هيوادونه دي مطالعه کړي.
 
 

ګرانو هيواوالو ! دغه بې ځايه لګښتونه ددې ترڅنګ چي دهيواد سره جفا ده دخپل دين سره  هم جفا ده ځکه داسلام دين پر  اسرف کولو باندي سخت بنديزونه لګولي دي مخکي  موږ وويل چي اسلام پر هيڅ داسي شي باندي بنديزونه نه لګوي چي په هغه دي ديوه ملت ګټه وي همدا وجه چي داسلام مبارک دين داسراف په اړه ډيري لارښووني کړي دي  دبيلګي په ډول به  ځيني  رانقل کړو:
 
الله جل جلاله  په قرآنکريم کي فرمايي: وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلَا تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا. (اسراء ، اية ٢٦)

ژباړه : قريبانو ،  مسکينانو او  مسافرو ته خپل حق ورکړئ ، بې ځايه لګښتونه مه کوئ.

په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي: إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ  كَفُورًا. (اسراء ، اية ٢٧)

ژباړه : باور وکړئ چي بې ځايه لګښت کونکي دشيطانانو وروڼه دي او شيطان رب پوره ناشکره  دئ.
 
په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي:..وَأَنَّ الْمُسْرِفِينَ هُمْ أَصْحَابُ النَّارِ (غافر ، اية ٤٣)
ژباړه : باور وکړئ چي بې ځايه لګښت کونکي دوزخيان دي.

 
اسلام سپېڅلى پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  فرمايي:
وَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كُلُوا وَاشْرَبُوا وَالْبَسُوا وَتَصَدَّقُوا فِي غَيْرِ إِسْرَافٍ......... الحديث. (بخاري)
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: خوراک وکړئ ، څيښاک وکړئ ، جامې واغوندئ، خيراتونه وکړئ ، اسراف مه کوئ.

په بل  ځاى کي فرماي:
أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّ بِسَعْدٍ وَهُوَ يَتَوَضَّأُ فَقَالَ مَا هَذَا السَّرَفُ فَقَالَ أَفِي الْوُضُوءِ إِسْرَافٌ قَالَ نَعَمْ وَإِنْ كُنْتَ عَلَى نَهَرٍ جَارٍ. (سنن ابن ماجة)

ژبآړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم  پر سعد رضي الله عنه  باندي پر داسي حالت راغلى چي سعد رضي الله عنه  اودس تازه کاوه، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته  وفرمايل: دا  څومره اسرف کوې؟ سعد رضي الله عنه  ورته وويل: ايا په اودس کي هم اسرف سته؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: هو! که څه هم ته دويالې پر غاړه يې لابه هم اسراف په اوبو کي نه کوې.

اودس چي عبادت يا دعبادت  کيلي ده لا اسرف پکښي منعه سوى  دئ نو  څوک چي په دنيوي معاملات کي دومره اسراف کوي دهغه به څه حال وي؟

په مذهبي مينه

مولوي عبدالهادي حماد
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته