تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ۱۴۳۶ کال د حاجیانو معلومات
 
  September 22, 2015
  0
 
راټولونه: نوید احمد
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د منی شریفي میدان
سږ کال د منی په میدان کي (۱۶۰۰۰۰) د اور مقاومت لرونکي خیمې د حاجیانو لپاره تیاري سوي دي، چي تقریباً د ۲،۶ میلونو کسانو ظرفیت لري.

د خدمت لپاره کاریګر
سږ کال تر ۲۳ زره زیات کاریګر د حاجیانو په خدمت کي مقرر سوي دي او د نظافت ساتلو لپاره تر ۲ زره زیات آلات په کار اچول سوي دي.

د حرم شریف دروازې
د حرمینو د چارو عمومي ریاست سږ کال په مکه معظمه کي د حاجیانو د هوسايي لپاره ۲۱۰ دروازې پرانیستلي دي او ۲۳ دروازې د خاصو اړتیاوو لپاره تیاري سوي دي.

سږ کال د حاجیانو شمېر
د سعودي د احصائيې مدیریت د راپوره له مخي سږ کال د حاجیانو شمېر په لاندي ډول دی:
د هوايي لاري: 1327751 (یو میلیون، درې لکه، اوه ویشت زره، اوه سوه، یو پنځوس) حاجیان، وروستی راپور ښيي چي د حجاجو عمومي شمېر اوس تر ۲۳۸۰۰۰۰ څخه اوښتی دی!
د مځکي د لاري: 36981 (شپږ دېرش زره، نهه سوه، یو اتیا) کسان.
د بحر د لاري:  12923 (دولس زره، نهه سوه، درویشت) کسان. (الجزیرة)

زخمي حاجیان
تقریباً ۵۶ زخمي حاجیان چي څو ورځي مخکي په حرم شریف کي د کرین د لوېدلو له کبله زخمیان سوي وه د دوشنبې په ورځ د عرفات میدان ته په ځانګړو امبولانسونوکي یوړل سول چي هلته به د عرفات د جبل الرحمة روغتون او د عرفات په عمومي روغتون کي بستر وي تر څو د عرفات مراسم په اسانۍ سره ترسره کړي. (سعودي جریده)
 
د انډونیزیا حاجیان
انډونیزیا چي د نړۍ تر ټولو زیات د مسلمانانو نفوس لرونکی هیوا دی سږ کال يې ۱۶۸۰۰۰ حاجیان حج ته تللي چي تر ټولو هیوادو يې زیات حاجیان حج ته لیږلي دي.
 
د تعلیم الاسلام ویب پاڼي لخوا  (www.Taleemulislam-Radio.com)
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته