تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جوړوو به خپل وطن لکه ګلاب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 9, 2023
  0

جوړوو به خپل وطن لکه ګلاب

جبیر احمد مشهود/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

جوړوو به خپل وطن لکه ګلاب
خدای دي نه راولي بیا د جنګ عذاب

 

د تن ویني مو ور کړي دي په مینه
هم مو کړل ځانونه اور باندي کباب

 

اوس د خدای شکر په کار دی ګران اولسه
په سختیو مو سبا کړ انقلاب

 

څه وحشت او بربربت دلته روان وو
نه په امن وو ممبر او نه محراب

 

د سالم خدمت ریښتینی ضرورت دی
لا هو نه سئ د خیالونو په دریاب

 

د دې ښکلي شرعي نظام تخریب ته 
یو ځای سوي دي د وخت ټوله کذاب

 

نور راغلی هغه وخت ملنګ مشهوده
راویښ سوي اولسونه دي له خاب

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته