تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کوچنیانو درناوی وکړئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 8, 2023
  0
د کوچنیانو درناوی وکړئ
 
لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
انسان په طبيعي ډول د نورو د درناوي سره علاقه لري او غواړي چي د ده درناوی هم وسي؛ څنګه چي ستاسي درناوی کوچنیان کوي هغه ډول تاسو د کوچنیانو درناوی وکړئ، ځکه دوی د ټولنې ستره او قیمتي شتمني ده او له دې قاعدې څخه مستثنی نه دي. په ځانګړې توګه که دا درناوى او یا د ميني اظهار د نورو په وړاندي وي.
 
 د نورو درناوی کول د انسان په اطاعت کي یو له مهمو عواملو څخه دئ، او دا درناوی د کوچنیانو لپاره خورا مهم دئ. که مور او پلار خپلو کوچنیانو ته درناوی وکړي، په پالنه کي ئې اتیا فصده بریالي کيږي؛ ځکه چي کوچنیان په دې ډول د مور او پلار خبرې او نصیحت ته ښه غوږ نیسي؛ که د دوی شخصیت ته سپکاوی وسي، دا چلند ئې د دښمنۍ او کرکه سبب ګرځي.
 
  د کوچنیانو درناوی او پالنه د کوچنیانو د شخصیت جوړوني په ګډون پر ټولنه او کورنۍ غوره او ښه اغېز لري؛ ځکه درنښت هغه چلند دی چي انسان ته د سترتوب او درناوي احساس ورکوي او په ځان کي ښه باور پیدا کوي او د ځان درناوي او ځان باور په څیر خوږ محصول تولیدوي.
 
اوس که غواړې چي کوچنی مو په غوره شخصیت او پر ځان باور ولري، د خپل کوچنی درناوی وکړئ. د مثال په توګه: کله چي تاسو کور ته ننوځی، خپل کوچني ته هغه ډول سلام وکړئ لکه څنګه چي تاسو خپلي مېرمني ته سلام کوئ. کله چي تاسو د هغه نوم اخلئ، د هغه نوم بشپړ په درناوي سره ووایاست؛ حتی کله چي تاسو د هغه د مجازات کولو اراده ولرئ؛ نو د هر هغه عمل څخه ډډه وکړئ، چي د هغه د سپکاوي او شرمنده ګۍ سبب ګرځي.
 
هيڅکله خپلو اولادو ته جسمي سزا مه ورکوئ، ځکه جسمي سزا یو انسان ته سخت سپکاوی دئ، د کوچنیانو د درناوي مخه نیسي، په ډیرو مواردو کي، هغه څه چي د کوچني د ژړا لامل کیږي، درد نه؛ بلکي سپکاوي دئ. له همدې امله، هیڅکله داسې چلند مه کوئ چي هغه ته سپکاوی پکښي کیږي.
هغه کوچنیان چي مور او پلار ئې درناوی کوي ډیر په ځان باور لري. له همدې امله، هیڅکله خپل کوچنیان د نورو سره مه پرتله کوئ. تل هڅه وکړئ چي خپل کوچنیان لکه څنګه چي دوی دي، د دوی د ځواک او ضعف سره ومني. تل د دوی د پیاوړتیا او د دوی د منفي ټکو په سمولو کي د دوی ملاتړ وکړئ. دا د دوی د درناوي لپاره یو له غوره لارو څخه ده.  
 
کوچنیانو ته مو درناوی او احترام وکړی؛ ځکه احترام او درناوی کول یوه جذابه او حیرانوونکې پدیده ده، چي اکتسابی خاصیت لری، کله چي تاسو خپلو کوچنیانو ته درناوی او احرام وکړی، هغه بیا ستاسو او د ټولني احترام کوي.  د درناوی زده کول تر ټولو مهم اړین ټکی دی، چي مور او پلار په دې برخه کې باید له خپلو کوچنیانو سره پوره مرسته وکړی. 
 
د کوچنیانو درناوی د کوچنیانو د شخصیت په وده کي یو له مهمو فکتورونو څخه دئ، چي له هغه څخه غوره شخصیت او خلاقیت لرونکی شخص جوړوي، د ځان مثبت انځور پیدا کوي او د عزت او وقار روحیې ته ئې وده ورکوي. 
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته