تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: د کورنۍ سره همکاري
  تعلیم الاسلام
  May 3, 2017
  0

ترتیب کوونکې: ز. عزيزي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
 
ډېر خلک په کورکي کورني کارونه کول بد ګڼي، ځني بيا دا ګمان کوي چي ګواکي په دې سره د دوی قدر او منزلت کميږي.
حال دا چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم طريقه بل  ډول وه:
 
(کان يخيط ثوبه،ويخصف نعله،ويعمل ما يعمل الرجال في بيوتهم) (۱)
 
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم به خپل کالي خپله ګنډل، خپل بوټ به يې پخپله ګنډل، او هغه ډول کارونه به يې کول چي عام خلک يې کوي. 
 
دا خبره عائشه (رضی الله تعالی عنها) د رسول الله صلی الله عليه وسلم مېرمن  رانقلوي، کله چي ترې پوښتنه وسوه  ايا رسول الله صلی الله عليه وسلم به په کور کي کار کولو؟
نو هغې داسي جواب ورکړ څنګه يې چي حالت ليدلی وو.
 
په بل روايت کي راځي: (کان بشراً من البشر يفلي ثوبه، ويحلب شاته ويخدم نفسه) (۲)
 
ژباړه: پيغمبر صلی الله عليه وسلم د عامو انسانانو په څېر انسان وو، خپل کالي به يې پاکول، خپله مېږه به يې لوشله، او د خپل ځان به يې خپله خدمت کولو.
 
د عائشې (رضی الله تعالی عنها)  څخه پوښتنه وسوه:
 
(ماکان رسول الله صلی الله عليه وسلم يصنع في بيته؟ قالت:کان يکون في مهنة أهله ـ تعني خدمة أهله ـ فاذا حضرت الصلاة خرج الی الضلاة) (۳)
 
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم به په کورکي څه کار کولو؟ عائشې (رضی الله تعالی عنها) وفرمايل: رسول الله صلی الله عليه وسلم به په کور کي د (کورنۍ) په خدمت کي اخته وو، کله به چي د لمانځه وخت سو بيا به د لمانځه د پاره د کوره ووت.
 
که چيري نن ورځ موږ دا اعمال ترسره کړو نو لاندينۍ ګټي به ترلاسه کړو:
 
  •   په پيغمبرصلی الله عليه وسلم پسي مو اقتدا وکړه.
  •   د خپلي کورنۍ سره مو کومک وکړ.
  •   احساس د تواضع او  عاجزئ مو وکړ.
 
ځني خلک د خپلي مېرمني څخه غواړي چي په فوري توګه بايد ډوډۍ ورته برابره کړي، حال دا چي دېګ به په اور باندي ايښی وي، ماشوم به يې چيغي وهي د مور نه (شيدې)  غواړي،
 
په  داسي حال کي چي دی (نارينه) نه  ماشوم  غلی کوي، او نه  لږ انتظار کوي، تر څو ډوډۍ تياره سي.
 
نو بايد داسي خلک له وړاندينيو احاديثو نه پند او عبرت  واخلي.
 
-------------------------------------
۱ - رواه احمد.
۲ - رواه احمد
۳ - رواه البخاري
 
کورنی جوړښت ۲۰ لارښووني
 
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته