تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عاشق یې!!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 19, 2022
  0

لیکنه : علي الله  متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


زما د یو ملګري د ژوند دا حقیقي کیسه مو یوه دقیقه وخت نیسي، مګر ګټه ئې بیخي ډېره ده: 


د پوهنتون همصنفي مو نیمه ورځ دوکانداري کول او نیمه ورځ زموږ سره پوهنتون کي وو. پنځه وخته لمونځ په جماعت کوي. د تهجد، اشراق او اوابین نفلونه ئې هم نه قضاء کول.


موږ ټول ملګري ورته حیران وو، چي دا څونده ډېر لمونځونه، ذکر او تلاوت کوي. 


څه موده وروسته زه د پوهنتون پر یو نجلۍ عاشق سوم.


د ورځي به مي دوه ساعته په تلیفون کي خبري ورسره کولې، ټوله ورځ به مي په وټس اپ کي میسجونه ورسره کول او شپه به تر سهاره د هغې په عشق کي ویښ وم


دا کیسې درې میاشتي ونیولې


یوه ورځ په صنف کي یم، هغې زنک را ووهی، له صنفه را ووتلم. دوه ساعته مي خبري ورسره وکړې. زه لا په خبرو اخته وم، همصنفیان د تفریح لپاره را ووتل. ټول د خپل صنف دیوال ته کښېنستلو. 


دغه ملګری، چي موږ ټول ورته حیران وو، چي څنګه دا دونده ډېر عبادت کوي، هغه ولاړ سو، ویل ملګرو زه نن یو څو خبري درته کوم:

 
تاسي ټول ماته حیران یاست، چي څنګه ګرده عبادات پر خپل وخت کوم، څنګه وخت ور باسم او څنګ نه ستړی کېږم؟ 


زیاته ئې کړه: زموږ یو ملګری ټوله ورځ د نجلۍ سره په تلیفون کي خبري، په وتس اپ کي میسجونه او تر سهاره د هغې په فکر او خیالونو کي ډوب وي. 


ګورئ! یارانو! که یو څوک د بنده په عشق کي دونده غرق کېدای سي، چي ساعتونه ساعتونه هیڅ هم نه ورته معلومیږي. ایا د حقیقي خالق په عشق کي نه سي غرق کېدای؟ تاسي ماته حیران یاست، چي زه څونده ډېر عبادت کوم. خبر یاست! زما عبادت یوازي د ورځي یو ساعت وخت نیسي. دا و تاسي ته جالبه معلومیږي، خو هغه کس چي ساعتونه ساعتونه د خپلي معشوقې سره په خبرو، میسجو او خیالونو کي غرق وي، و هغه ته تاسي نه حیرانېږی.


راسئ، د خپل رب په عشق کي ځان غرق کړو
ټول ژوند به مو خوشحاله او ښایسته سي.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته