تازه سرليکونه
د (محدثين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صحيح البخاري شريف پېژندنه
  تعلیم الاسلام
  April 23, 2012
  0
صحيح البخاري تر ټولو لومړنى کتاب دئ ، چي يوازي او يوازي صحيح احاديث پکښي را جمع سوي دي تر صحيح البخاري وړاندي که څه هم د حديثو کتابونه تصنيف سوي وه خو په هغو کي د صحيح او مرفوع احاديثو څخه علاوه نور احاديث هم را جمع سوي وه .
 
شاه ولي الله دهلوي رحمة الله عليه  وايي : تر ټولو په لومړي ځل کي چي محدثينو د حديثو کتابونه ليکلي دي هغه يې په څلورو بېلابيلو فنونو کي ليکلي دي ، چا يوازي د سنن يعني د احکامو د فن احاديث د کتاب په شکل ليکلي دي لکه د امام مالک رحمة الله عليه  موطا چا بيا د تفسير په برخه کي احاديث ليکلي دي لکه د ابن جريج رحمة الله عليه کتاب او چا بيا د سيرت په برخه کي احاديث را جمع کړي دي لکه د محمد بن اسحاق کتاب چا بيا د زهد احاديث ليکلي دي لکه د ابن المبارک رحمة الله عليه  کتاب .
 
امام بخاري رحمة الله عليه  وغوښتل چي دا څلور واړه فنون يعني احکام ، تفسير ، سيرت او زهد يو ځايي وليکي او يوازي هغه احاديث پکښي وليکي چي د بخاري څخه مخته او يا د بخاري په زمانه کي علماوو هغه صحيح احاديث بللي دي او هغه هم مرفوع او مسند وي يعني د رسول الله صلی الله عليه وسلم  فعل يا قول وي او په متصل سند را نقل سوي وي البته د صحابه کرامو ويناوي او معلق احاديث چي په بخاري کي را نقل سوي دي هغه تبعا دي يعني اصلا مقصودي احاديث مرفوع او مسند احاديث دي . نو له همدې کبله امام بخاري صحيح البخاري د : المسند الجامع الصحيح المختصر من أمور رسول الله صلی الله عليه وسلم  وسننه وأيامه په نامه نومولى دئ .
 
 د دې نامه مقصد دا دئ  چي په صحيح البخاري کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم  ديني کارونه تګ لاري او ورځني واقعات په لنډ ډول په صحيح او متصل سند په هر اړخيز ډول پکښي را نقل سوي دي . د الجامع مقصد دا دئ چي د احاديثو د هر باب احاديث پکښي را جمع سوي وي محدثينو ټول احاديث پر اتو برخو يا بابونو باندي ويشلي دي چي عبارت دي له عقايد ، احکام ، تفسير ، رقاق ، سير ، تاريخ ، مناقب ، فتن او په بخاري کي د دې اتو بابونو احاديث راجمع سوي دي ، نو ځکه وبخاري ته جامع ويل کيږي .
 
د امام بخاري رحمة الله عليه  اصلي مقصد د صحيح او مسند احاديثو يوځايي را جمع کول دي ، خو د دې سره يې د مسائلو استنباط او په طلباوو کي د استدلال او استنباط د استعداد را پيدا کولو په موخه احاديث په بېلابيلو بابونو کي را نقل کړي دي او هر باب ته يې عنوان ورکړئ چي په اصطلاح ترجمة الباب ورته وايي او بابونو ته يې دا ډول ترجمې يا عنوانونه ورکړي دي ، چي د ده څخه وړاندي چا هم داسي علمي ابتکار نه دئ کړئ او علماوو هغه ته د حيرت ګوتي په غاښ نيولي دي . د بخاري د بابونو ترجمې او عنوانونه د بخاري د فقاهت او ځيرکتيا ښکاره شواهد دي ، نو ځکه علماء وايي : فقه البخاري في تراجمه يعني د بخاري پوهه د هغه د بابونو د ترجمو او عنوانو څخه څرګنديږي .
 
ابن الصلاح رحمة الله عليه  وايي د بخاري احاديث د مکرر حديثونو په شمول ٧٢٧٥ حديثونه دي امام النواوي رحمة الله عليه هم د ابن الصلاح شمېره صحيح بللې ده او څه تفصيل يې ورکړى دى خو ابن حجر بيا پر دې شميره ١٢٢ حديثونه ور اضافه کوي او وايي چي د بخاري ټول حديثونه ٧٣٩٧ دي . مکرر حديث که و نه شمېرل سي نو د بخاري ټول حديثونه ١٦٠٢ کيږي خو د دې څخه علاوه د ١٥٩ مرفوع حديثونو متنونه يې په معلق ډول هم ذکر کړي دي که دا هم ور سره جمع سي نو د بخاري د غير تکراري حديثونو شمېر ١٧٦١ ته رسيږي . د بخاري د معلقو احاديثو شمېر ١٣٤١ ته رسيږي خو زيات شمېر پکښي تکراري دي .
 
د بخاري د کتاب په نامه عنوانونه لکه کتاب العلم او داسي نور ١٦٠ کيږي او بابونه يې ٣٤٥٠ کيږي . د بخاري رحمة الله عليه د مشايخو او استاذانو شمېر چي په بخاري کي يې روايت ورڅخه کړئ دئ ٢٨٩ کسان دي او د بخاري هغه مشايخ چي د هغوى څخه مسلم روايت نه دى کړى بلکي يوازي بخاري روايت ځني کړئ دئ د هغو شمېر بيا ١٣٤ کسان کيږي .
 
 
بخاري ٢٢ ثلاثيات لري يعني په درې کسيز سند يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه متصل روايت کړئ دئ لکه څه ډول چي په كتاب العلم کي په باب إثم من كذب على النبي صلی الله عليه وسلم  کي وايي :  
 
حدثنا مكي بن إبراهيم قال حدثنا يزيد بن أبي عبيد عن سلمة بن الأكوع رضي الله عنه قال سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول : من يقل علي ما لم أقل فليتبوأ مقعده من النار . 
 
ژباړه :  نبي صلی الله عليه وسلم  وايي : که څوک پر ما داسي څه ووايي چي ما نه وي ويلي  نو هغه دي په اور کي خپل ټيک ځاى واخلي .
 
دا حديث بخاري د مکي هغه د يزيد هغه بيا د سلمه بن الاکوع په ذريعه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه بيان کړئ دئ . صحيح البخاري د قرآن پاک څخه وروسته تر ټولو افضل او اصح کتاب دئ د امام بخاري څخه په ثابت سند حکايت کيږي چي وايي ما خوب ليدئ ، چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په مخ کي ولاړ يم او په مچ شړوني د رسول الله څخه مچان شړم. د يو معبر څخه مي د خوب تعبير وپوښتئ هغه را ته وويل ته به د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پر هغه باندي د درواغ ويلو مخ نيوى وکړې ، دغه خوب زه د صحيح احاديثو و را جمع کولو ته وهڅولم .
 
همدا ډول بخاري وايي زه د اسحاق بن راهو يه په مجلس کي وم او د ده يو ملګري وويل : که يو څوک په مختصر ډول د رسول الله صلی الله عليه وسلم  صحيح احاديث چي د سند له مخي د صحت په خورا اعلى درجه کي وي را جمع کړي نو دا به ډېر ښه وي او د عمل کونکو د پاره به اسانتيا راولي او ودې ته به نه اړ کيږي چي ومجتهدينو ته د حديثو د صحت معلومولو د پاره مراجعه وکړي . 
 
بخاري رحمة الله عليه  وايي دې خبري زما په زړه کي ځاى ونيوئ او بيا مي صحيح البخاري تصنيف کړئ . بخاري رحمة الله عليه  وايي چي ما په صحيح البخاري کي چي هر حديث ليکلى دئ د هغه دمخه مي غسل او دوه رکعته لمونځ کړئ دئ او د شپاړسو کلونو په مده کي مي صحيح البخاري ليکلى دئ او د صحيح البخاري حديثونه مي د شپږو لکو حديثونو  څخه را انتخاب کړي دي .
 
پر صحيح البخاري ډېري شرح ليکلي سوي دي ، چي د هغو  يو شمېر په لاندي ډول دي : 
 
١-  فتح الباري شرح صحيح البخاري : دا د ابو الفضل احمد بن علي بن حجر العسقلاني الشافعيرحمة الله عليه   شرح ده . عسقلاني ٨٥٢ هجري قمري سنه کي وفات سوئ دئ .
 
٢-  عمدة القاري  : دا د علامة بدر الدين ابو محمد محمود بن احمد العيني الحنفي شرح ده . بدر الدين عيني رحمة الله عليه  په ٨٥٥ هجري قمري سنه کي وفات سوئ دئ .
 
٣- اعلام السنن : دا د ابو سليمان احمد بن محمد بن ابراهيم بن خطاب البستي الخطابي رحمة الله عليه  شرح ده . ابوسليمان د افغانستان د تاريخي ښار بست اوسيدونکى دى په ٣٨٨ هجري قمري سنه کي وفات سوئ دئ .
٤-  شرح ابن بطال : دا د ابو الحسن علي بن خلف المالكي مشهور په ابن بطال رحمة الله عليه شرح ده . غالبه يې د مالکي فقه ده . ابن بطال رحمة الله عليه  په ٤٤٩ هجري قمري سنه کي وفات سوئ دئ .
 
٥-  التلويح  : دا د حافظ علاء الدين مغلطاي بن قليج التركي المصري رحمة الله عليه  شرح ده . حافظ علاء الدين په ٧٠٢ هجري قمري سنه کي وفات سوئ دئ . 
 
٦-  الكواكب الدراري : دا د شمس الدين محمد بن يوسف بن علي الكرماني رحمة الله عليه  شرح ده . کرماني په ٧٨٦ هجري قمري سنه کي وفات سوئ دئ .  
 
٧-  فيض الباري شرح صحيح البخاري : دا د مولنا محمد انور شاه الكشميري رحمة الله عليه  شرح ده . مولنا محمد انور شاه كشميري په ١٢٩٢ هجري قمري سنه کي زېږېدلى دئ او په ١٣٥٢ سنه کي وفات سوئ دئ .
 
٨-  ارشاد الساري  : دا  د احمد بن محمد الخطيب القسطلاني رحمة الله عليه  شرح ده  . قسطلاني په ٩٢٣ سنه کي وفات سوى دئ .
 
ماخذ: د فضيلت پګړۍ
مؤلف: شيخ الحديث مولوي محمد عمر خطابي

سرته