تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کبیره او صغیره ګناهونو
  تلعیم الاسلام ویب پاڼه
  January 12, 2022
  0

د کبیره او صغیره ګناهونو تعریف


لیکنه : عبدالرحیم راشد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د کبیره ګناه په تعریف کي مختلف تعریفونه نقل سوي دي، شیخ الاسلام ابن تیمه ، حسن بصري، سعید بن جبیر،مجاهد، ضحاک (رح)  او نورو عالمانو د لویو ګناهونو تعریف داسي کړی دی: لویه ګناه هر هغه ګناه ته وايي چي د هغه کونکي ته په دنیا کي سزا ټاکل سوې وي یا په آخرت کي وعید ورکړل سوی دی او په کومه باندي چي وعید په ښکاره نه وي نقل سوی، فقط منع راغلي وي هغه صغیره ګناه ده. او شیخ الاسلام وايي کبیره ګناه چي د هغه د کونکي څخه د ایمان نفي سوې وي یا د هغه لپاره د ملعون او داسي نور الفاظ استعمال سوي وي.
امام غزالي (رح) فرمايي: کومه ګناه چي انسان يې په بې باکۍ سره وکړي، هغه کبیره ده، که څه هم کوچنې ګناه وي او کومه چي ناڅاپه وسي او ورسره په زړه کي د الله (جل جلاله)څخه وېرېږي، پېښماني او تاسف ورسره وي، هغه صغیره ګناه ده، که څه هم غټه ګناه وي (والله اعلم). 


خلاصه دا چي د عالمانو د قول سره سم د توبې او بخښني وروسته د ګناه وجود نه پاته کيږي او د کوچني ګناهو په پرلپسې کولو سره هغه کوچنې نه پاته کيږي.


د لویي ګناه وروسته  توبه کول ضروري دي او د کوچنو ګناهونو د بخښني لپاره مختلفي لاري اوسببونه سته لکه  په دې کتاب کي  چي وروسته به بیان سي.


ماخذ : د ګناهونو د بخښني څلوېښت اسباب


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته