تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان د ګمراهۍ لپاره د شیطان ۷ لاري
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 12, 2018
  0

د حرم شریف خطبه:

ژباړه: جمشید حقیار / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

امام ابن القیم رحمه الله وايي: څوک چي د خپل ځان او نفس حقیقت او خویونه وپېژني، پوه به سي، چي دا نفس د هر شر او بدۍ سرچینه ده، او په دې نفس کي چي کوم خیر او ښه والۍ سته، هغه یوازي او یوازي د الله تعالی مهرباني او فضل دی، الله تعالی فرمايي:

 

 ﴿وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَى مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ أَبَدًا﴾ [النور: ۲۱] 
ژباړه: او که چېري پر تاسي د الله تعالی فضل او مهرباني نه وای سوې، ستاسي څخه یو به هم هیڅکله نه وای پاک سوی.

 

نفس يوازي په هغه علم سره له جهله سالم پاتېدای سي، کوم چي شریعت راوړی دی، او په نېک عمل سره له ظلمه ساتل کېږي، مسلمان باید تل الله تعالی ته زارۍ وکړي، او له هغه څخه وغواړي، چي نفس او ځان یې ورته اصلاح کړي.

 

د شیطان له ابن آدم سره اووه حالته دي
لومړی یې کفر ته رابولي، الله تعالی دي موږ ور څخه وساتي، که چېري یې انسان خبره ومنله، نو شیطان خپل هدف ته ورسېد، او هغه یې له خپلي زیانمني ډلي سره یو ځای کړ، او که یې انسان د کفر دعوت ونه مني، بدعت ته یې رابولي، که چېري د قرآن او سنتو د متابعت په وجه له بدعت څخه وژغورل سي، وروسته یې لویو ګناهونو ته رابولي، هغه ورته ښایسته کوي، او ورته وايي، چي وروسته به توبه وباسې، کله چي انسان په لویو ګناهونو اخته سي، نو هلاک سي.

 

که چېري په کبیره ګناهونو کي د شیطان خبره ونه مني، کوچنیو ګناهونو ته یې رابولي، او هغه کوچنۍ ورته ښکاره کوي، کله چي انسان پر کوچنیو ګناهونو همېشه توب وکړي، او کوچني ګناهونه یې زیات سي، نو په همدې همېشه توب سره دغه کوچني ګناهونه په لویو ګناهونو بدلېږي، او که توبه ونه باسي، نو دا انسان هلاکېږي.

 

او که چېري یې په کوچنیو ګناهونو کي هم دعوت او بلنه ونه مني، نو بیا یې د ډېرو عبادتونو پر ځای د مباح او روا کارونو کولو ته رابولي، او په همدې سره یې د آخرت لپاره له ډېري توښې برابرولو څخه اخته کوي، او که یې په دې کي هم خبره ونه مني، بیا یې هغه عملونو ته رابولي، چي هغه غوره او افضل نه دي، د دې لپاره چي په آخرت کي یې ثواب او اجر لږ سي؛ ځکه نېک عملونه هم په خپل مینځ کي لوړي او کښته درجې لري، او که چېري شیطان په دې کارونو کي هیڅ هم ونسي کولای، بیا نو خپل لښکر او خپل تابعداران پر هغه مسلطوي، تر څو هغه ته دنیوي ضرر او زیان ورسوي.

 

الله تعالی د ابلیس په اړه فرمايي، چي هغه به د دوږخ په اور کي خپلو تابعدارانو ته داسي خبري کوي:


﴿وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الْأَمْرُ إِنَّ اللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلَّا أَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلَا تَلُومُونِي وَلُومُوا أَنْفُسَكُمْ مَا أَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنْتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَا أَشْرَكْتُمُونِ مِنْ قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴾ [إبراهيم: ۲۲]
ژباړه: او کله چي (د خلګو د جنت او دوږخ) فیصله وسي، شیطان به ووايي: یقینا الله تعالی ستاسي سره رښتنې او حق وعده کړې وه، او ما ستاسي سره وعده وکړه، خو ما خپله وعده ماته کړه، ما پر تاسي بل هیڅ دلیل نه درلودی، مګر یوازي دا چي ما کله تاسي (زما لوري) ته راوبللاست، نو تاسي هم زما دعوت او بلنه ومنله، نو (اوس) تاسي ما مه ملاتوئ، بلکي خپل ځانونه ملامت کړئ، اوس نه زه ستاسي مرسته کولای سم، او نه تاسي زما مرسته کولای سی، تاسي چي مخکي زه (له الله تعالی سره) شریک کړی وم، زه له هغه څخه انکار کوم. یقینا ظالمان به په دردمن عذاب کي وي.

 

انسان یوازي هغه وخت د شیطان له شره خلاصېدای سي، چي همېشه له هغه څخه د الله تعالی پناه وغواړي، تل د الله تعالی ذکر وکړي، د جماعت پر لمونځونو همېشه توب وکړي، پر الله تعالی توکل وکړي، تل له شیطان سره مقابله وکړي، او ‎پر بندګانو له ظلم کولو څخه ځان ګوښه کړي، ځکه دا ټول د انسان لپاره د کلا، پناه او نجات په ډول دي، الله تعالی فرمايي: 

 

﴿وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ﴾ [فصلت: ۳۶]
 ژباړه: او که چېري شیطان تا ته کومه وسوسه پیدا کول، نو ته یوازي د الله تعالی پناه وغواړه، یقینا هغه پوره اورېدونکی او علم لرونکی دی.

 

کله چي نفس په ګټور علم او نېک عمل سره پاک کړل سي، هغه بیا د الله تعالی هره وعده او ژمنه رشتیا بولي، د خپل رب وخوا ته مطمئن او آرام وي، او د مرګ پر وخت هغه ته زېري ورکول کېږي، الله تعالی فرمايي:

 

﴿يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ (۲۷) ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً (۲۸) فَادْخُلِي فِي عِبَادِي (۲۹) وَادْخُلِي جَنَّتِي﴾ [الفجر: ۲۷- ۳۰]
 ژباړه: اې مطمئن او آرام نفسه، خپل رب ته په داسي حال کي ورسه، چي ته له هغه څخه او هغه ستا څخه راضي او خوښ دی، زما د بندګانو په ډله کي ننوزه، او زما جنت ته ننوزه.

 

سرته