تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په بشري ژوند باندې د شرک او بت پالنې اغیزې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 8, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


هغه انسان چې د شعر او فلسفې ، سیاست او ټولنیزو چارو په اړه لویې لویې دعوې کوي او زیاته خوشباوري لري ، هغه چې ډېر ځله يې ملتونه او هیوادونه غلامان کړي دي ، هغه چې په خپل هنر او پوهه سره یې له  سپېرو  ډبرو څخه تازه اوښکلي ګلان جوړ کړي دي ، او د غرونو له سینو څخه یې نهرونه را ایستلي دي ، او هغه انسان چې کله کله يې دخدایي دعوه هم کړې ده ، همدې انسان داسې سپکو او ذلیلو څيزونو ته سجدې هم کړې دي ،  چې نه څه ګته ورته رسولای سي اونه څه تاوان ، نه چاته څه ورکولای سي او نه څه ورڅخه ګرځولاى سي .

وَإِن يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَّا يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ۚ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ ﴿٧٣﴾ حج 


او که چېرته کوم مچ له هغوی څخه څه شی واخلي نو هغوی يې بېرته نسي ورڅخه اخیستلای ،. داډول طالب او مطلوب دواړه کمزوري دي  .
دې انسان به داسې شیانو ته سر ټیټیا وه او له هغو څخه به وېریده یابه یې د خېرتمه ځنې کوله چې هغه په خپلو لاسونو جوړ کړی و، انسان يواځې غرونو، نهروئو، ونو، څارویو، ارباب الانواعو، شیطانانو، او د فطرت مظاهرو ته سجدې نه کولې ؟

بلکې آن چې ځمکنیو ژويو او چينجيوته به يې هم سجدې کولې، خپل ټول ژوند يې په وسوسو، اندېښنو ، اميدونو او ارزوګانوکې تېراوه ، چې ددې فطری نتیجه دبزدلی او لږ ځواکۍ، فکري انارشي، روحي اضطراب اوبې اطميناني په رنځونو اخته کېدل دي، په دې برخه کې لرغوني هند دارباب الانواعو په ډېرښت کې ځانګړتیا او امتیاز درلود. 


په شپږمه مسيحي پیړۍ کې چې بت پرستي خپل اوج ته رسېدلې وه ، په دې پیړۍ کې د معبودانو شمېر ۳۳ کروړه ته رسیدلی و، هر ښکلی څيز  هیبتناک او په ښکاره ګتور شی د عبادت وړبلل کېده.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته