تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د فيل د کال ارزښت او پیغام (۲۱)
  تعليم الاسلام راډيو
  May 17, 2018
  0

نبوي سیرت (۲۱ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دغه (د اصحاب الفیل) واقعه د الله جل جلاله  د قدرت معجزه وه، د دې واقعې خبر د هغه وخت په متمدينو او لويو مملکتو کي لکه فارس او روم نشر سو ځکه ابرهه د نجاشي د طرفه په يمن کي والي او نائب ؤ او حبشې بيا د روم د حکومت سره ټينګ او نژدې تعلقات درلودل، نو روم د حبشې د لاري په دغه واقعه خبر سو او فارس چي هميشه به يې د روم او د هغه د حلفاوو يا متعاهدينو خبرونه د جاسوسۍ د لاري لاس ته را وړل او و هغو ته به هميشه په خزه کي ناست وه دا خبر ور و رسېدى او  د هغه وخت د مځکي د مخ هغه لوى او پر مخ تللي مملکتونه هم دغه دوه وه، نو دغه واقعې ټول عالَم و ځان ته متوجه کړى او  عالَم يې د بيت الله په شرف پوه او خبرکړى، عالَم ته دا معلومه سوه چي الله جل جلاله  دغه ځاى مقدس کړى دى لکه دا چي د دغه ځاى څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د راتګ مقدمه وه او عالَم ته يې دا ور ښکاره کړه که د دغه ځاى د اَهله څخه يو څوک د نبوت دعوه وکړي دا به عيناً هغه شئ وي چي د دغي واقعې تقاضاء او غوښتنه ده او د دغه ځاى څخه به د نبي را وتل د دغه پټ حِکمت تفسير او بيان وي چي الله جل جلاله  ولي د مکې مکرمې مشرکان د هغه وخت پر اهل ايمان چي نصارا وه په داسي طريقه سره کاميابه کړل چي د اسبابو تر قدرت لوړه خبره وه.


 تاسي پوهېږى چي د ابرهه لښکر څو نفره ؤ؟ شپېته زره نفره د ابرهه د لښکر تعداد او شمېر ؤ او دغه ټول لښکر په کوچني مرغانو هلاک کړل سو، نو خود دغه واقعه د دغه ځاى څخه د نبي د را وتلو مقدمه وه.


 سبحان الله! الله جل جلاله  د کعبې شريفي ظاهري بِناء د ابرهه د لښکره څخه په کوچنیو مرغانو وساتل او دکعبې شريفي باطني او روحاني عظمت يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مبارک ميلاد سره ور وساتى چي د بت پرستانو د بتانو څخه يې پاکه او خالي کړه.

 

د دغي واقعې په ليدلو سره نور هم د عربو په زړوکي د کعبې شريفي عزت زيات سو.

 

څرنګه چي عربو جنتري نه درلودل نو دوى به د يوې لويي واقعې په پېښېدلو سره خپل تاريخونه پيژندل يا بیانول، مثلاً داسي به ویل کېده: فلانئ کار د حربُ الفُجار د مخه يا وروسته پيښ سو، د غسي يوه لويه واقعه چي به د دوى په ژوند کي پيښه سوې وه په هغه سره به يې نور تاريخونه ښوول، نو دغه د فيل واقعه هم د عربو دپاره تاريخ وګرځېدى، مثلاً فلانئ کار د فيل تر کال يو کال د مخه وسو، يافلانئ کار د فيل تر کال دوه کاله وروسته وسو. اصلاً د دنيا ټول تاريخونه همداسي دي چي په يوه لویه واقعه سره شروع کيږي، مثلاً ميلادي تاريخ د حضرت عيسْى علیه السلام په زېږېدلو سره شروع سوى دى او زموږ مسلمانانو  تاريخ هغه چي هجري تاریخ ورته ویل کیږي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په هجرت سره شروع سوى دى، زموږ په وطن کي به هم داسي ويل کېدل: فلانئ کار د وباء په کال وسو، يا فلانئ کار د بلوا په کال وسو، د سکاوۍ په کال يا د ترکي په کال داسي وسوه، مقصد دا چي د فيل کال هم د عربو دپاره تاريخ وګرځېدى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د فيل په کال او د فيل تر واقعې پنځوس ورځي وروسته و دنيا ته تشريف را وړى دى.

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته