تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دوستانو ډولونه
  تعلیم الاسلام
  October 1, 2017
  0

 

لیکواله: انیسه «غزنوی» / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دوستان په درې ډوله دي: هغه چې زړه او مال یې ستا په اختیار کې دی، د داسې دوست ساتنه وکړه او له لاسه یې مه ورکوه،

 

 بل هغه دی چې خپل زړه درکوي، نو له هغه نه ګټه واخله 

 

او دریېم هغه دی چې نه زړه درکوي او نه مال نو ملګرتیا ورسره مه کوه.

 

هر چاته د ښه دوست سخت ضرورت دی، ښه دوست نه یواځې دا چې له تا سره مرسته کوي بلکه ستاسو حوصله افزایي هم کوي د ښه دوست د پیدا کولو یوه طریقه دا ده چې تاسو په خپله د نورو لپاره ښه دوست جوړ شی، د داسې کامیابو خلکو په لټه کې شی چې الله (جل جلاله) له رحمت څخه هیڅکله هم نه نهیلی کیږي.

 

تر هغې په چا اطمینان مه کوی تر څو چې په مشکل تو او سختیو کې د ځان پر وړاندې د هغه عکس العمل ونه وینی.

 

له داسې خلکو سره ملګرتیا وکړی چې له ریښتینې ارادې سره د جدیت او کوښښ پر کښتۍ سپاره شوي او د هیلې آس یې خپله سورلی ګرځولې او په خالص نیت یې له خپلو نیکو عملونو د لارې توښه جوړه کړې ترڅو هغه ته ورسیږي او په پاک زړه هغه راوبولي.

 

دا خبره په ذهن کې وساتی چې په دنیا کې هیڅ یو فرد کامل نه دی هر فرد نه کاملاً ښه دی نه بیکاره، کامل انسان په مونږ کې نشته او تاسو هم نه یاست، کله هم چې له خپل دوست سره ملاقي کیږی یو څه وخت ضرور د هغه ستاینه وکړی، په هر فرد کې ضرور داسي یو څه شته دي چې د ستاینې وړ وي.

 

کله چې تاسو د خپل دوست د شخصي قابلیت او کامیابي ستاینه وکړئ هغه بلمقابل تاسو ته هم توجه او پاملرنه کوي.

 

له خپلو دوستانو سره مسلسل رابطه ساتی، هغوی سره ملاقات کوی، کله کله ډالی ورکوی او میلمستیا ورته کوی، د هغه خبرې په پوره غور او توجه اورئ ځکه د هر زړه د ګټلو لپاره آسانه طریقه دا ده چې تاسو ښه اوریدونکي جوړ شی.

 

د خپلو ملګرو احساساتو ته ډیر اهمیت ورکړی، د هغوی خبرو ته په ژبه هو، صحیح، سمه ده الفاظ کاروی او یا ورته سر ښوروی او چې کله ټوکه یا مزاحیه خبره وکړي نو ورسره خاندی، د هغوی د وړو وړو خبرو او نیکیو څخه د مننې ا‎ظهار وکړی، د هغوی عزت او احترام کوی، په دی سره به ستاسو ملګرتیا نوره هم پیاوړې شي.

 

د مغرور له ملګرتیا ډډه وکړئ، ځکه که په تاسو کې کومه ښېګنه وویني ځان ته یې نسبتوي او که په خپله کومه بدي ولري په تاسو پورې یې تړي، هر چا چې په دوستۍ کې درسره خیانت وکړ، د هغه پر وړاندې ستاسو مسوؤلیتونه کم دي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته