تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایمان ژوند دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 13, 2021
  0

ایمان ژوند دي


لیکنه :بصیر یوسفزي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په ټوله مانا بدمرغه هغه څوک دي، چې د ایمان رڼا اود يقين شتمني نه لري. دغسې خلک همېشه نامراده، خوار او ذليله وي.


وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا ﴿طه: ١٢٤﴾ 


ژباړه: او څوك چې زما د ذکر (قرآن) نه د نصيحت له درس، نه مخ واړوي د هغه لپاره به په دنیا کی تنک ژوند وي.


په رب العلمين ذات ایمان لرل نفسونه له غمونو او ناهیلیو خلاصوي اوبې ايمانه ژوند هېڅ خوند نه لري، ملحدین او بې ايمانه خلک پخپل ژوند تنګ وي، ځان پرې بوج وي؛ خو د خلاصون لار نه مومي.


امام احمد رحمته الله علیه د نوف بكالي له خولې وايي، چې دوه کسان د ماهيانو په ښکار پسې ووتل، په دوی کی یو مسلمان او دویم يي کافر و، کافر د دام خورولو پر مهال خپل معبودان رابلل، سره له دې به يې دام له ماهیانو ډکېده.


او مسلمان به د دام خورولو پر مهال الله تعالی را باله؛ خو بيا به يې هم په دام کې هېڅ ماهي نه نښته او دام به يې تش را خووت، دا لوبه تر ماښامه همداسې روانه وه، په پای کې د مسلمان په دام کې هم یو ماهي ونښته، هغه په نه زړه له دامه راخلاص کړ، نو هغه ماهي يې له  لاسه اوبو ته ټوپ کړې، مسلمان ښکاري تش لاسی راستون شو او هغه کافر ډېر ماهیان ښگار کړي ول، د دې اريانوونكې پېښې په لیدو یوه ملایکۍ له الله تعالى نه پوښتنه وکړه، چې ای زما ربه! ستا يو مؤمن بنده، چې يوازې تا رابولي او هغه دې داسې تش لاسی او بېنوا راستنېږي او هغه کافر دې دومره ماهیان ښکار کوي، د دې څه لامل کېدای شي؟

 

الله تعالى ملايکي ته هغه وروښودله، چې د دغه مؤمن لپاره يې په جنت کې تیاره کړې وه او ملايکه يې وپوښته، چې ایا د دې ماڼۍ ترلاسه کولو وروسته به دغه مؤمن په نني تش لاسي راستنېدو څه خواشیني ښکاره کړي؟؟ بیا يې هغه ځای وروښود چې په دوزخ کې يې د هغه کافر لپاره تیار کړی و او ملایکه یې وپوښته ایا هغه دنيوي شیان چې په دنیا کې کافر ته ورکړل شوي هغه د دوزخ له دې تلپاتي عذابه ژغورلای شي؟؟ ملایکه وویل ستا په ذات قسم! چې داسی نسي کېدای.


له اوږدو مشاهدو او تجربو وروسته عقل دې پایلې ته رسېدلي دي، چې بتپالي خرافات، كفر، لعنت او الحاد سوچه دروغ دي، رسولان رښتني دي، ټوله پاچاهي او عزت د الله سبحانه وتعالى په لاس کې دي، هغه پر هره څه قادر دي او څومره دې چې دغه ایمان قوي او یا کمزوری و؛ نو هغومره نېکمرغي او سوکالي به دې په برخه وي.


من عمل صالحا من ذكر او انثي و هو مؤمن فلنحيينه حياة طيبة ولنجزينهم باحسن ما كانوا يعملون.


ژباړه : چا چې په تاسې کې نېک عمل وکړ، هغه سړی وي او که ښځه، په داسې حال کې چې مؤمن وي؛ نو موږ به هغه ته سپېڅلی ژوند ورپه برخه کړو او د هغه د عملونو به يې څو چنده ښه بدله ورکړو.


سبحان الله: الله تعالی ایمان ته څومره ارزښت ورکړی، نو موږ ته پکار ده، چې د دغې ارزښتمنې پانګې قدر وکړو او د څه ستونزې له امله يې خطا نسو، الله تعالى زموږ لپاره داسې نعمتونه تیار کړي، چې نه د چا سترګو لیدلي، نه د چا غوږونو اورېدلي او نه د چا په زړه کې تېر شوي دي .


خو الله تعالى مه کړه، که څوک دغه ارزښمنه پانګه پر دنیوي خوندونو او راحتونو وپلوري او په دغه وخت کې ورته مرګ راشي؛ نو له مرګ سره به نه د چاماهیان له داسې دردناکو عذابونو سره مخ شي، چې بیا به د دوزخ په اور کې له ژړا او پښېمانتيا پرته هیڅ تر لاسه نه کړي.

(الله تعالی دې ترې موږ او تاسې په خپل فضل او کرم وساتي _آمین)


ماخذ : لاتحزن/ مه خپه کیږه 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته