تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په لمانځه کې څنګه خشوع پیدا کړم؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 6, 2018
  0
بسم الله الرحمن الرحیم
 
لیکونکی: نصرت الله محمود / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
الحمدلله والصلوة والسلام على رسول الله 
 
أمابعد: 
 
قال الله تبارك وتعالى بعد أغوذ بالله من الشيطان الرجيم:
(قد أفلح المؤمنون الذين هم في صلاتهم خاشعون) [المؤمنون: ۱-۲]
 
وړاندې له دې چې موضوع ته راشو باید د هغه په اهمیت ځان پوه کړو چې خشوع په لمانځه کې څه اهمیت لري؟
 
 وروڼو لمونځ چې د اسلام له پنځو بناوو څخه یوه بناء ده بغیر له خشوع داسې مثال لري لکه بې روحه جسد چې نه ځان ته څه ګټه رسولی شي او نه بل ته، نو د لمانځه په فضیلت کې چې کوم ایتونه او احادیث راغلي دي چې لمونځ انسان د فحشاء او منکر نه منع کوي، په لمانځه سره د الله نه مرسته وغواړئ یا دا چې لمونځ د دین ستنه ده نو دا هغه لمونځ ښیي چې خشوع پکې وي، نه هغه مجرد بې حسه الفاظ او حرکات چې ویونکی ترې غافله وي، الله رب العزت د داسې خلکو په اړه فرمایي: 
 
(فويل للمصلين الذين هم عن صلاتهم ساهون) [الماعون: ۴-۵]
«بیا د هغو لمونځ کونکو لپاره تباهي ده چې له خپل لمانځه څخه په غفلت کې لویدلي دي»
 
نو په کوم لمانځه کې چې خشوع نه وي هغه لمونځ انسان له فحشاء او منکر څخه نشي منع کولی، په داسې لمانځه سره د الله تعالی مرسته نه راځي او نه دا تا له تباهي ژغورلی شي، هغه لمونځ د دین مضبوطه ستنه کیدلی شي چې خشوع پکې وي، که نه هسې نرۍ لښته ده چې په معمولي زور راتلو سره د دین ټول عمارت راچپه کیدلی شي، همدا وجه ده چې د قیامت په ورځ به لومړۍ پوښتنه د لمانځه وي که په هغه کې انسان بریالی شي نو په نور حساب کتاب کې به خپله بریالی کیږي، ځکه دا سره لازم او ملزوم دي، دا امکان نه لري چې ستا لمونځ دې کامل وي او په پوره اهتمام سره دې کړی وي او بیا دې ستا نه ګناه وشي، که چیرته ګناه درنه وشوه نو پوه شه چې په لمانځه کې دې څه خلل شته.
 

 
اوس راځو دې ته چې څنګه کولی شو په لمانځه کې خشوع پیدا کړو؟
 
په لمانځه کې د خشوع لپاره علماؤ ډیر زیات اسباب ذکر کړي دي چې په کتابونو کې موندل کیږي، خو زه دلته لنډ هغه یو څو اسباب ذکر کوم چې ما عملاً خپله تجربه کړي او تأثیر مې یې لیدلی دی:
 
په لمانځه کې د خشوع اسباب:
 
• استعداد: چې د لمانځه نه وړاندې خپل ځان، کالي او د لمانځه ځای ښه پاک کړې او په پوره اطمئنان سره په ښه شان اودس وکړې داسې چې د هر غړی د وینځلو پر مهال دا په ذهن کې در وګرځوې چې د هغه نه د تویدونکو اوبو سره د هغه ګناهونه هم توییږي.
 
• په لمانځه کې د ټولو حروفو اداء په ډیر اطمئنان سره بیل بیل کول، او دومره په زوره یې ویل چې خپله یې واورې –البته نورو ته باید د ازیت سبب نشې-، او په همدې جریان کې یې معنی ته متوجه کیدل، چې دا د لمانځه په خشوع کې ډیر زیات تأثیر لري.
 
• اطمئنان: په لمانځه کې ټول حرکات په ډیر اطمئنان سره اهسته اهسته ترسره کول او د چرګ په څیر ټونګې نه وهل.
• دا په تصور کې راوستل چې د الله رب العزت په وړاندې ولاړ یم، او دا چې زه هغه او هغه ماته ګوري.
 
• مرګ او د قیامت ورځ په یاد ساتل، داسې لمونځ کول لکه دا چې دي اخیري لمونځ وي، او له دې تصور سره ژړل او یا ژړغونی حالت اختیارول.
 
دا په لمانځه کې د خشوع هغه یو څو اسباب دي چې مایې په خپله تأثیر لیدلی او ډیر مؤثر راته ښکاره شوي دي که نه له دې علاوه هم په کتابونو کې ډیر زیات نور اسباب هم ذکر شوي دي چې د ضرورت په وخت ورته مراجعه کیدلی شي، نو یوځل یې ضرور تجربه کړئ ترڅو د لمانځه هغه خوند او حلاوت حس کړئ چې په قران کریم او نبوي احادیثو کې ذکر کیږي.
 
خو پام! چې په لمانځه کې خشوع داسې کوم شی نه دی چې یو ځل په لمانځه کې راشي بیا له منځه نه ځي، بلکې دا همیشه مواظبت غواړي، په معمولي ګناه سره په څو ورځو کې بیا په لمانځه کې خشوع نه پیدا کیږي.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته