تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نوروز لمانځل
 
  March 20, 2012
  0

ليکوال: مولوي عبدالهادي حماد

د نوروز تعريف:

نوروز فارسي كلمة ده د نوى ورځي په معنى ده د مؤرخينو له آنده نوموړي كلمة د نوبهار څخه را اوښتي ده يعني په لومړيو كي نوبهار وو د وخت په تېريدو سره په نوروز باندي بدل سو.
 
نوبهار : دغه لفظ په لومړيو كي د هغه آتشكدې نوم وو چي د زردشت اوذوالقرنين تر مړينى وروسته (۵۸۳) كاله ترميلاد وړاندي په بلخ كي جوړه سوه او په نوبهار باندي ونومول سوه بيا د مجوسيانو لخوا د هغه ورځي لپار نوم كښيښودل سو چي دوى به د دغه آتشكدې د پيل د ورځي د درنښت په موخه لمانځل ، د اور عبادت به يې پكښي كاوه اواختر به يې ورته وايه يا په بل عبارت دوى و دغه ورځي ته پدې موخه ارزښت وركاوه اولمانځل يې چي د اور د عبادت لومړى ورځ وه ، د دوى دغه لمانځني  اوخوشالۍ به نهه ورځي وي اودوى به په دغه ورځو ټول هغه حرام شيان ځان ته حلال بلل چي د زردشت او ذوالقرنين په دين كي پردوى باندي حرام سوي وه.    
     
د نوروز تاريخ : د نوروز د تاريخ په اړه اسلامي مؤرخين وايي : چي نوروز د اور عبادت كونكو اومجوسيان (۴۸۳) كاله ترميلاد وړاندي پيل كړى چي هركال به په آذربايجان ، ايران اوبلخ كي به د اور د عبادت كونكو لخوا لمانځل كيدى. ( )  يادونه : د اور د عبادت لومړى بنسټ ايښودونكي سيسان نوميده چي په ايران كي د نيشاپور دحواق د سيمى وو . البته مؤرخين پدې خبره كي سره په يوه خوله نه دي چي اورپرستانو به دغه ورځ له څه وجي لمانځل ځيني پدې آند دي چي اور پرستو دغه كار پدې موخه كاوه چي دغه ورځ د زردشت د زيږد ورځ ده اودوى به هم دده دزيږد ورځ لمانځل لكه نصرانيان چي هركال د عيسىٰ علیه السلام د زيږد ورځ دډسمبر د مياشتى پر پنځويشتمه نېټه د كرسمس په نامه لمانځي.

 ځيني بيا پدې آند دي چي د اورعبادت كونكو په دغه ورځ د اور عبادت پيل كړي دى په دې موخه دوى دغه ورځ لمانځي. ځيني بيا پدې آند دي چي پدغه ورځ د اور عبادت كونكو د لومړى ځل لپاره د نوبهار په آتشكده كي اور بل كړى اوسجدې كول يې ورته پيل كړه نو دا چي د دوى د لويي آتشكدې د عبادت د پيل ورځ ده نو ځكه دوى په دغه اختر جوړول پيل كړه. لنډه دا چي د نوروز ورځ زيات تاريخي قدامت لري ځكه نوبهار د (۴۸۳) قبل المسيح څخه تر (۲۶۰) قبل المسيح پوري د مجوسيانو عبادت ځاى وو. خو د وخت په تېرېدو سره (۲۶۰) كاله ترميلاد وړاندي د هندوستان يو بودايي پاچا امپراتور اشوك پرافغانستان باندي يرغل وكړى اوترخپل ګورت لاندي يې راوستى د نوبهار آتشكده يې بنده كړه اومتوليان يې ووژل. بيا نوموړى پاچا په لسګونو لوى اوكوچنى بتان په دغه آتشكده كي و د رول چي تر (۶۵۲ ـ م) پوري چي د (۳۲هـ) سره سمون لري همداسي د بودايانو عبادت ځاى وو . ( ) كه څه هم اشوك پاچا دغه آتشكده په بت خانه بدله كړه خو بيا هم مجوسيان دپاچا په پټه دغه ورځ په خپلو كوچنيو اوپټو آتشكدو كي لمانځل او د اختر خوشالي به يې كول.
 
كله چي په (۳۲ هـ ) كال كي په بلخ كي د اسلام سپېڅلى دين وځليدى يعنى د حضرت عثمان رضی الله عنه په خلافت كي داحنف بن قيس تميمى رضی الله عنه په لاس باندي بلخ فتحه سو او د اسلام پياوړى مركز يې ترې جوړ كړى نوموړي بت خانه يې خپله په هغه مسلمان سوو بودايانو ماته كړه چي نوى د اسلام د مبين دين په خوند پوه سوى وه د اسلام د دغه ځلا سره په حق پوهيدونكى افغاني ملت وټولو دينونو ته په ريښتياني ډول سره شاوروګرځول او د اسلام سره يې خپله مينه ښكاره كړه د نوروز ټولى لمانځنى يې ترشاكړي بلكى كومي ورځي چي اسلام سپېڅلى ورته ښودلي وي هم هغه يې لمانځلى آن تردې چي د (۳۲ هـ ) څخه تر (۴۴۷ هـ ) پوري په ټول افغانستان كي د نوروز ورځ نه چاپيژندل اونه يې لمانځل. كله چي په (۴۴۷ هـ ) كي داهل تشيعو نوموتى متعصب معزالدولة ديلمي واك ته ورسيدى يوخو يې د حسن حسين د مياشتى لسمه يعنى د حسنينو دشهادت په ورځ د تورو كالو اغوستل ، د بازار بنديدل او د مارش په ډول دغه ورځ په توره ورځ لمانځل دود كړل.
 
تاريخ الخلفآء په (۲۷۴) صفحه كي ليكى چي ديلمى وخطيبانو ته امر وكړى چي پر معاوية ، ابوبكر عمر اوعثمان رضی الله عنهم اجمعين باندي په خطبة كي لعنت ووايي (العياذ بالله) او بل يې دا كار وكړى چي يوه ودانۍ يې د عراق په نجف ښار كي د حضرت علي رضی الله عنه د مزار په نامه او يوه ودانۍ يې په بلخ كي د ده مبارك د زيارت په نامه جوړه كړه او د نوبهارورځ يې په نوروز بدله كړه او د دغه ورځي لمانځل يې بيا راژوندي كړل ، په زيارت كي يې د جنډۍ پورته كيدل دود كړل او دا خبره يې مشهوره كړل چي كوم ړوند سړى په دغه مراسمو كي ګډون وكړي بنا به سي بالاخرة دغه ورځ لمانځل عامه سوه په ټولو حكمتونو كي پرخپل ځاى پاته سوه آن تردې چي د افغانستان د ملي  ورځو څخه وګرځول سوه. 
 
 په اسلام كي د نوروز منعه : د كال لومړي ورځ چي په معاصر وخت كښي په ميلو او جشنونو لمانځل كيږي داپه حقيقت كښي لكه چي ومو ويل ذردشتيانو او مجوسيانو د اسلام د سپينو فلوشو د ځليدوڅخه وړاندي راپيل كړي ده كوم وخت چي د اسلام سپېڅلي دين وځليدى. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي دوې ورځي وليدى چي يوه د نوروز په نامه وه اوبله د مهرنجان په نامه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه ورځو لمانځلو څخه خلګ منعه كړه او دوى ته يې وفرمايل چي الله جل جلاله د دغو ورځو په بدل كي تر دغو غوره ورځي دركړي چي يوه د لوى اختر ورځ ده اوبله  د كوچنى اختر ورځ ده ځکه په يوه حديث کي راځي :عن انس قال : قدم رسول الله صلی الله علیه وسلم المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال : ماهذان اليومان قالوا کنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم قد ابدلکم الله بهما خيرا منهما يوم الاضحى‌ ويوم الفطر.( )

ژباړه: انس فرمايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم چي مدينې ته تشريف راوړى د مدينې خلګو په دوو ورځو کي خوشالۍ کولې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: دا کومي ورځي دي ؟ دوى ورته وويل : موږ د جاهلية (کفر) په وخت کي په دغو ورځو کي خوشالۍ کولى رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : الله جل جلاله دغه ورځي په دوو داسي ورځو سره دربدلي کړي چي تردغو ورځو غوره دي يوه د لوى اختر ورځ ده اوبله دکوچني اختر ورځ ده. د پورتنى حديث په تشريح کي اشعة اللمعات ليکي چي دغه ورځي چي د مدينې خلګو لمانځلي يوه د نوروز ورځ وه اوبله د مهرجان ورځ وه.( )
 
همدا ډول ملا علي قاري (رحمة الله عليه) د دغو دوو ورځو په تعين کي فرمايي :وهما يوم النيروز والمهرجان.( )
ژباړه : هغه دوې ورځي (چي رسول الله صلی الله علیه وسلم منعه کړي دي) يوه د نوروز ورځ ده اوبله د مهرجان ورځ  ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم د داسي کارو څخه خپل امت منعه کړى دى چي دکفارو سره ورته والى پکښي وي لکه نوروز لمانځل ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي من تشبه بقوم فهومنهم .
 
ژباړه: څوك چي د نامسلمانو خلګو سره مشابهت كوي هغه د هغي ډلي څخه دى .نوروزلمانځل نه يوازي چي په ښکاره احاديثو سره يې منعه ثابته ده بلکي د ټولو اهل السنة والجامعة د علماؤ پرې اتفاق دى چي دغه ورځ لمانځل دکفارو دود وو او د کفارو دود راژوندى كول جائز نه دي.
 

 الحمدلله افغاني ولس مسلمان ملت دى دتاريخ په اوږدو کي يې داسلام لپاره ويني توى کړى دى په هغه څه عمل کوي چي خپل سپېڅلى دين ورته لارښوونه کوي پورتنيو لارښوونو ته که ځير سو يو داسي حقيقت راته ښيي چي د نوروز د روا والي لپاره هيڅ لاره نه پکښي پيداکيږي حاصل دا چي په دغه ورځ کي د دغه ورځي په نيت هيڅ عمل نه دى روا که څوک دا وايي چي موږ په دغه ورځ ميلې کوو پدې نيت يې نه کوو چي نوروز دى عمومي د خوشالۍ څرګندتيا کوو دداسي چا په اړه بايد وويل سي چي لومړى خو رسول الله صلی الله علیه وسلم عمومي منعه کړى ده په نيت پوري يې نه ده تړلي اوزموږ د مذهب مخورو علماؤ هم مطلق د منعي پريکړه کړيده دهيڅ نيت لاره يې نه ده پکښي پري ايښي نو موږ که په نيت ځان خلاصوو دا به يوازي ځان ته حيله جوړول وي اوپه حيله جوړولو سره سړى د ګناه څخه نه خلاصيږي. دوهمه خبره دا ده چي که فرضا منعه رانسي اوخلګ دغه ورځ لمانځي نو په چشي يې لمانځي؟ عبادت کوي ؟ اوکه عبث کارونه کوي ؟ که عبادت  کوي نو ولي يې په داسي ورځ نه کوي چي الله جل جلاله په هغه ورځ څو چنده ثواب ورکړى لکه د عرفات ورځ ، د عاشورآء ورځ او داسي نوري ورځي.( ) اوکه عبث کارونه کوي لکه سروزونه اوريدل ورقي کول اوداسي نور د داسي چا لپاره بيا د جواز پيداکولو اړتيا نسته ځکه دغه په خپل ځان کي حرام دي .اللهم اعصمنا من جميع المعصيات.

   پاملرنه ! :  بله خبره دا ده چي دا يو څرګند حقيقت دى چي نصارا تر دوه سوه كلنى جګړې وروسته پدې پوه وه چي مسلمانانو ته په نظامي جګړه باندي ماته وركول شوني نه ده موږ ته پكاره ده چي يوه بله جګړه په كار واچو او د هغه جګړې په پايله كي دوى ته ماته وركړو بالاخره دوى د ډيرو څيړنو وروسته فكرې جګړه تثبيت كړه او وې پتيل چي د همدې جګړې له لاري به مسلمانانو ته ماته وركوى او دوى د دغه لاري تر ډيره بريده بريالى هم سوه دوى په دغه جګړه كي د سلاح څخه كار نه اخلي بلكي د شيطانت ، منځني اختلاف اچول او د مسلمانانو د خطاايستلو څخه كار اخلي دوى په پيل كي په خپل شيطانت سره د مسلمانانو خلافت له منځه يو وړى ورپسي........ لنډه داچي يو كار يې دادى چي دوى په مسلمانانو كي دا شى عام كړى دى چي تاسو به خپل دودونه راژوندي كوى ځكه دا ستاسو تاريخ دى ، دا ستاسو كلچر دى او دا ستاسو ادب دى داخو ښه خبره ده چي موږ خپل ادب ژوندى وساتو خو پوښتنه داده چي كوم ادب وساتو ؟اسلامي ادب وساتو ؟، تراسلام وړاندى ادب وساتو ؟ اوكه ددواړو حالاتو ادب وساتو ؟ كه اسلامي ادب هدف وي نو نوروز لمانځل خو اسلامي ادب نه دى بلكي د اسلام په راتګ سره منعه سو لكه په تاريخ كي چي مو وښودل.
 
كه تراسلام وړاندي ادب هدف وي نو تراسلام وړاندي خو موږ بتانو ته سجدې كولى بايد اوس يې هم وكړو ، تراسلام وړاندي خو موږ اسلام دين نه مانه بايد اوس يې هم نه ومنو او تراسلام وړاندي خو موږ د مسلمانانو سره جنګيدو بايد اوس هم ورسره وجنګيږو .
 
كه د دواړو حالاتو ادب هدف وي نو موږ ولى د كفري حالت ادب ژوندي كولو ته دومره ليواله يو او د اسلامي ادب پر ژوندي كولو باندي ټوله بنده خوله پاته يو. د بيلګي په ډول زموږ مشرانو لكه ميرويس خان نيكه  او احمد شاه ابدالي لنګوټې تړلي اوږيري يې لرلى ولي داسى څوك نه سو پيدا ؟ چي دا خبره وكړى چي لنګوټه او ږيره زموږ عنعنه اوكلچر دى بايد عملي يې كړو او وې لمانځو پرته لدې چي اسلامي ارزښت يې په نظر كي ونيسو ځكه دا خو زموږ كلچر هم دى. نومعلومه سوه چي دا كفري فكري جګړه ده غواړي چي لدې لاري يې د اسلام څخه ليري كړي اوبيرته يې هغه كفري حالت ته ورټيل وهي اوبيا يې ترخپل ګورت لاندي راولي .
 
په فکري جګړې باندي دپوره پوهاوي لپاره دليکوال د فکري جګړي په نامه باندي وپښتو ته ژباړل سوى کتاب مطالعه کړى.  
 
 
ماخذ: د تعليم الاسلام مجلې د لومړی ګڼې څخه
--------------
(  ) الملل والنحل جلد (۱) صفحه (۲۳۸)
۱: رواه ابوداؤد کذا في المشکوة جلد (١) صفحه (١٢٦)
۱: اشعة اللمعات علي المشکوة جلد (١) صفحه (٦٤٣)
۱: مرقاة جلد (٣) صفحه (٥٤٣)
۱: دټول کال دنيکو اوسپېڅلو ورځو معلومات لپاره دمؤلف دسپېڅلو ورځو په نامه کتاب مطالعه کړى .

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته