تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په دین کي څوک بې باکي کوي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 30, 2022
  0


په دین کي څوک بې باکي کوي؟


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


څوک چي ددين سره بې باکي کوي، حلال او حرام يې جدي نه نيسي او پر انساني ژوند باندي يې حاکم نه بولي يقينا چي دغه خلګو الله پاک هير کړي دي ځکه که الله پاک د دوي په ياد وای نو د هغه دين ته به يې هم پوره احترام درلودلای.


دين ته احترام تنها دا ندی چي څوک يې ځان پلوی بولي او يا هم په خولې يې ځيني شعارونه وايي بلکي دين عبارت د عقيدې او عمل دواړو څخه دي، څوک چي په عقيده کي ځان مسلمان بولي په عمل کي هم بايد خپله مسلماني په ثبوت باندي ورسوي او هغه وخت عملا دي خپله مسلماني په اثبات باندي رسولاي سي چي ددين سره بې باکي ونه کړي، په دين کي چي کوم حلال او حرام راغلي دي هغه جدي ونيسي؛ حلال وکړي او د حرام څخه ځان وساتي همدا راز دين پر خپل ټوله ژوند باندي حاکم وبولي او د خپل ژوند هيڅه برخه ددين څخه بهر ونه بولي.


ددين سره بې باکي او په سپک نظر دين ته کتل الله پاک د هغه کافرانو صفت بللې دي چي په آخرت کي ورته ډير سخت عذاب ورکول کيږي لکه څنګه چي الله پاک په سورة الاعراف کي فرمايي:


الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فَالْيَوْمَ نَنْسَاهُمْ كَمَا نَسُوا لِقَاءَ يَوْمِهِمْ هَذَا وَمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ [الاعراف 51]


ژباړه: هغه خلګ چي خپل دين بې ارزښته او سات نيولی او ژوند د دنيا دوی خطا ايستلي دي نو نن به موږ دوی داسي هيروو لکه دوی چي په دنيا کي د قيامت د ورځي ملاقات هير کړی وو او پدې خاطر چي دوی زموږ د آيتونو څخه انکار کوی. 


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته