تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حقیقي مؤمن
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 16, 2021
  0

حقیقي مؤمن


لیکنه :نصیب الله (ځلاند)/تعلیم الاسلام پاڼه


   حارث بن مالک (رضي الله عنه)د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کي حاضر شو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل چي ای حارثه! سهار دی څنګه تیر سو ؟

 

حارث (رضي الله عنه)ورته وویل چی د یوه حقیقي مؤمن په حیثیت سره ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمایل چی ښه په سوچ سره خبري کوه ، ځکه چی د هر شي یو حقیقت وي ، ستا د ایمان حقیقت څه دی ؟

 

هغه وویل چی ما د دنیا له محبت څخه مخ اړولی دی او شپې شوګیره کولو سره د الله تعالی عبادت کوم او د ورځي روژې په وجه تږی اوسم او داسی محسوسوم لکه زما په وړاندي د الله تعالی عرش خلاص دی او زه جنتیان وینم چی یو له بل سره ملاقات کوي او دوزخیان په مصیبت کي نیولي وینم.


     رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل : صحیح ده ، ای حارثه ! ته د ایمان حقیقت ته رسیدلی یې ، پردې د قائم اوسیدو کوښښ کوه او دا رسول الله صلی الله عليه وسلم درې ځله وفرمایل.


ماخذ:پاشلي ملغلري [ابن کثیر]

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته