تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اختر د لمانځه طریقه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 17, 2016
  0
 
د لمر څرک ورسته چي لمونځ روا سو بیا تر زوال پوري د اختر د لمانځه وخت دی.
 
په کوچني او لوی اختر کي به امام بیله اذان او اقامت څخه دوه رکعته لمونځ په جماعت سره خلګو ته ورکوي.
 
د اخترو په لمونځو کي د ثنا وروسته درې تکبیره ویل کیږي او د هر تکبیر سره نارینه لاسونه تر غوږو او ښځي ئې تر اوږو پورته کوي او بیا ایله نیول کیږي، د دریم تکبیر وروسته لاسونه بیرته تر نامه لاندي او پر سینه نیول کیږي.
 
مقتدیان پټه خوله دریږي، امام تعوذ او تسمیه کرار وایي او بیا په زوره فاتحه او سورت وایي، رکوع او سجده کیږي،
په دوهم رکعت کی بیا د سورت تر ویلو وروسته درې تکبیره ویل کیږي، د هر تکبیر سره لاسونه پورته کیږي او بیا ایله نیول کیږي دغو شپږو تکبیرو ته زواید تکبیرونه وایي او دا وا جب دي او بیا امام څلورم تکبیره وایي او دا د رکوع تکبیر دی ټوله به په ایله لاسو رکوع ته ځي.
 
د سلام ګرځولو وروسته دوې خطبې ویل کیږي چي ویل او اورېدل یي سنت دي.
 
د کوچني اختر په خطبه کي د سرسایې او د لوی اختر په خطبه کي د اختري طریقه اود تشریق تکبیرونه خلګو ته ښول کیږي. 
 
ماخذ: فقه المبتدي: ص۱۴۴
 

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته