تازه سرليکونه
وکالت (معاملات)
 
  August 10, 2014
  0
د وکالت تعريف  : بل څوک د خپل ځان پر ځاى د يو معلوم او جائز کار په کولو کي درول د وکالت په نامه ياديږي . 

د وکالت اصطلاحات :

مُوَكِّل: مُوَكِّل هغه  چاته وايي چي خپل کار بل ته سپاري .
وَكِيلُ : وَكِيلُ هغه چاته وايي چي  بل څوک کار ورته سپاري .
مُوَكَّل فِيهِ : مُوَكَّل فِيهِ هغه کار ته وايي چي بل ته سپارل کيږي مُوَكَّل بِهِ هم ورته وايي .
تَوكَيْل : بل ته د کار سپارنه توكَيْل بلل کيږي .

مثال : زيد بکر ته ووايي : دا زما موټر لږ تر لږه په دوه لکه افغانۍ را خرڅ کړه ، بکر ومنل او موټر يې په همدې قيمت ور خرڅ کړى .

په پورتني مثال کي زيد کولاى سول چي خپل موټر يې پخپله خرڅ کړى واى ، ځکه مالک يې دى خو ده د خپل موټر د خرڅولو دنده بکر ته وسپارل او بکر يې غوښتنه ومنل ، موټر يې په هغه اندازه پيسو ور خرڅ کړى څونه چي اختيار يې ورکول سوى وو . 

پدې مثال کي زيد مُوَكِّل دى ځکه د خپل موټر د پلورلو دنده يې بل ته وسپارل .

بکر وَكِيلُ دى ځکه زيد د خپل موټر د خرڅولو کار ورته سپارلى دى .

د موټر خرڅول مُوَكَّل فِيهِ دى ځکه د همدې کار د اجرا کولو د پاره زيد بکر خپل ځاى ناستى ګرځولى دى او خپله همدې تړون ته وکالت وايي.
 

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته