تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اصحاب غارد درو کسانو کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 19, 2020
  0

 د اصحاب غارد درو کسانو کیسه

 

لیکنه محمد عبدالرؤف(حنفي)/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د اصحاب غار درو کسانو قصه چي په صحیح بخاري او صحیح مسلم کي راغلې ده په لاندې ډول ده:

 

حضرت ابو عبدالرحمن عبدالله بن عمربن خطاب(ض) فرمايې چي ماله رسول الله (ص) څخه واو ریدل چي ويې فرمایل: په پخوا زمانه کې درې کسان یو ځای ته په سفر روان شول. کله چي پر شپه شول. نو د شپې تیرولو په نیت یو غار ته ننوتل. چي ګوري لږ ورسته دغره له سره څخه یو لویه ډبره راوښویدل. برابره راغله د هغه غار خوله چي دغه درې کسان دشپې تېرولو لپاره پکښي ناست وه بنده کړل. دوی ډېر پرېشانه شول. د خپل خلاصون لپاره يې ډول ډول فکرونه ووهل. خوهیڅ نتیجه يې نه ورکول. اخر په دې صلاح شول چي له دغه غم څخه زموږ د خلاصون صرف یوصورت شته هغه دادی چي دخپلو نېکو اعمالو په وسیله به له الله (ج) څخه دعا غواړو. نو هغه ؤ چي دوی هم دا سي وکړل.

 

 یوه وویل: یا الله! ته خبر يې چي مخکي ما بوډا مور او پلار درلودل. مابه ماښام ترهرڅه له مخه په دوی شیدې څښلې، تر دوی مخکې مې نه اهل ؤ عیال ته او نه هم خادم اوغلام ته ډوډۍ ورکول، ته خبریې چي یوه ورځ زه د بوټو او لرګو د راوړلو په تلاښ په سي ښه لیرې ولاړم، خو د هغه خوا څخه چي بیرته را غلم که ګورم چي مور او پلار مې بیده شوي وه. ماد هغوی راویښول مناسب ونه ګڼل، مګر تر دوی مخکي مي خپلو اولادونو، ښځي او مريې ته هم شیدې ورکول نه خوښول. نوهغه ؤ چي زه دشیدو پیاله په لاس په دې انتظار د دوی سرته ودرېدم چي دوی به په خپله راکښیني او زه به شیدی ورکړم، تر څو چي سهار شو،دوی دواړه پخپله راویښ شول، ماهم سمدستي هغه شیدی ورته ونیولې او دوی مي ماړه کړل.

 

یا الله! که ما دغه کار صرف ستا درضا‌‌ء لپاره کړی وي ؛ نو موږ ته له دغه مصیبته څخه چي نن ورځ پکښي را ګیر شوي یو نجات راکړه، جناب رسول الله (ص) فرمایې چي دغه سړي له دعا‌‌ء سره سم هغه ډبره چې دغار خوله یې بنده کړې وه، لږ څه لیري شول، خو دومره لیري نه شول چي د دوی راوتل دي ممکن شي. وروسته دوهم سړي دعاء  وکړل چي یا الله! ته خبر یې چې زما د اکا یوه لور وه، ما له هغي سره بیخي زیاته مینه درلوده، دومره ډېره مینه او محبت چي یو نارینه یې له یوې ښځي سره درلودای شي، ځکه نو مایو وخت له هغې څخه د خپلو نفساني خواهشاتو دپوره کولو غوښتنه وکړل، ليکن هغه د دې کار لپاره تیاره نه شول او انکار يې وکړ،خو یو وخت داسي پېښه شول چي زموږ په وطن کي خورا زیاته قحطي او وچکالي راغله، دغه دقحطۍ په کال دا نجلۍ چي زما د اکا لور کېده، مجبوره شوه چي ترما پوري راشي اوله ماڅخه د مرستي غوښتنه وکړي.

ماهغې ته په دې شرط (۱۲۰) دیناره ورکړل چي دا به زما سره جنسي تعلقات ترسره کوي (یا په عامه اصلاح دا به له ما سره دا بدکار کوي)، دغه نجلۍ دې کار ته تیاره شول خو کله چي زه ورباندي قادرشوم او دا زما په کنټرول کي راغله. 

 

د بل روایت الفاظ دا سي دي: کله چي زه د خپلو نفساني خواهشاتو دپوره کولو په غرض دهغې د دواړ ورنو نو په منځ کي کښېناستم، د دې لپاره چي زه د هغې سره په بد کارۍ شروع وکړم، پبه دې وخت کي هغې راتخ وويل: ای سړیه له الله (ج) څخه وبېرېږه غیر حق دامه ماتوه.

 

یا الله! دهغې نجلۍ دغو الفاظو پر ماباندي ستا خوف اوبیري دومره غلبه وکړل چي زه له هغې څخه لیري شوم، هغه مي پرېښوول او بد کاري مي ورسره ونه کړل، حال دا چي له هغې څخه لیري شوم، هغه مي پرېښوول او بد کاري مي ورسره ونه کړل، حال دا چي له دغې نجلۍ سره خو ما تر اندازې زیاته مینه کول اوماته دا ترهر چازیاته  خوښه وه، یاالله ته خبر یې چې ماتر دې ورسته د سروزرو هغه(۱۲۰) دیناره چي دې ته مي د بد کار د کولو په بدله کي ورکړي وه، هم ورپرېښودل، بیرته مي ځني وا نه خیستل.

 

یاالله! که ما دغه کار رشتیا هم ستا د رضا لپاره کړی وي نو دغه مصیبت چې نن ورځ پر موږ نازل شوی دی را څخه لیري کړه، جناب رسول الله (ص) فرمایي چي د دغه دوهم سړي د دعا په برکت سره هغه  ډبره د غار له خولې څخه لږ څه نوره هم لیري شول، خوبیا هم له غاره څخه د دوی راوتل امکان نه درلود.

 

ورسته دریم سړي دعاء وکړل چي یا الله! ته خبریې چي ماڅو نفره مزدوران درلودل. هریوه ته مي خپله مزدوري ورکړل. صرف یو مزدوربې له دې چي خپله مزدوري واخلي همداسي ولاړ. ما د هغه د مزدورۍ پیسې پخپل کاروبار کي ولګولې، په نتيجه کي له دغو پیسو څخه ښه ډېر مال جوړ شو،څه موده وروسته که ګورم یوه ورځ هغه مزدور راغی او راته ویې ویل:

 

دخدای بنده! ماته هغه زما مزدوري راګړه.ماورته وويل: دغه اوښ،غويې، بزې او غلام چي ته وینې دا ټول ستا د مزدورۍ میوه ده، هغه راته وویل ای سړیه! زما سره ټوکي مه کوه ، ما ورته وویل وروره! زه ستاسره ټوکي نه کوم، بلکي حقیقت درته وایم ،په رشتیا سره دا ټول ستادي ،ځکه چي ما ستا پیسې پر کار وا چولې. هغوی ډېره ګټه وکړل، دا هر څه چې اوس ستا په مخکي دي، ما په هغو پیسو رانیولي دي، آخر هغه ؤ ،چي دغه سړي دا هرڅه یووړل اوهیڅ شی یې پرې نه ښاوه. 

 

یاالله! که به دغه کار مصرف ستا د رضاء لپاره کړی وي، نو دغه مصیبت چي نن موږ په مبتلا یو له موږه څخه لیري کړه، جناب رسول الله(ص) وفرمایل: تر دې وروسته دغه ډبره بالکل لیري شول، د غار خوله مکمله خلاصه شول او دغه درې سره کسان چې بند وه ورڅخه راووتل، دا مبارک حدیث بخاري او مسلم دواړو روایت کړی دی.


(صحیح مسلم جلد۲ صفحه ۳۵۳)

ماخذ : افضل الحکايات

 

taleemulislam.net
      

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته