تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نس د وازګي کمولو څلور لاري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 2, 2020
  0

ژباړه: شیر احمد اغا / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د نس د وازګي حقیقت:
 هر انسان په خپل بدن کي وازګه لري حتی هغه کسان چي د نس ورزشي عضلات (کټونه) هم ولري. مګر د نس ډېره وازګه ستاسي د بدن پر صحت تر نورو وازګو ډېر منفي اغېز لري. څه نا څه وازه ستاسي د بدن ترپوست لاندي دستي ده او نوره وازګه چي ورته    (visceral) ویل کیږي، ترهغه هم لاندي ستاسي د زړه، سږو او ینې او نورو عضلاتو سره ده ، چي دا ډول چربي او وازګه تر ټولو تاواني ثابتېدلای سي که څه هم درلودونکی یې ډنګر کس وي .


داخلي وازګه:
 د بدن په دننه کي وازګه د بدن د عضلاتو پر شاوخوا موقیعت لري او د عضلاتو ساتنه کوي.
که تاسي ډېره وازګه ولرئ، ستاسي په بدن کي د ويني د فشار د زیاتېدو , د شکري ناروغي, د زړه ناروغي, لیونتوب یا عصبي امراض او د سرطاني ناروغیو چي پکښي د سینې او کولمو سرطان هم شامل دی رامنځته کېدلای سي.
دا وازګه صرف پر خپل ځای نه پاته کیږي بلکي ستاسي د بدن یو فعاله برخه تشکیلوي چي په زیاته اندازه ناکاره مواد تولیدوي .


که ستاسي بدن ډير زیات چاغ سي په دغه صورت کي مو بدن وازګه په نامناسبو ځایونو کي ځای پر ځای کوي .
تاسي په خپل بدن کي څومره وازګه لری؟


ترټولو دقیقه او کره طریقه ددې لپاره چي وکولای سو د بدن د وازګي اندازه معلومه کړو دا ده چي سي ټي سکې یا ایم ار ای معاینات ترسره سي.


مګر یو بله ساده او اقتصادي لاره د بدن د وازګي د معلومولو لپاره دا ده چي د اندازه کولو متر واخله، پر ملا یې راتاو کړه تر نامه پوري یې ونیسه، چي دا کار باید د ولاړي په حالت کي ترسره سي او په دقیق او منظم شکل متر ونیسئ.


ستاسي د صحت د ښه والي په لحاظ باید د ښځينه د ملا پراخوالی (تر نامه لوړ) تر ۳۵ اینچه پوري وي.او د نارینه دا باید تر ۴۰ اینوچونو کم وي. امرد شکله بدن تر سیب شکله بدن محفوظ دی. که ستاسي د نس وازګه ډېره وي دا ددې علامه کېدلای سي چي د داخلي غړو وازګه مو هم زیاته ده.


ډنګر کسان هم امکان لري د بدن په داخلي غړو کي زیاته وازګه ولري. د وازګي ځيني برخي ارثي وي او ځیني یې ستاسي د ژوند د طرز سره تړاو لري . په خاص ډول ستاسي د فعالیت سره تړاو لري.  


د بدن وازګه د بدن د نه فعالیت په سبب منځته راځي. د یوې څېړني له پلوه هغو ډنګرو کسانو چي پرهېز ته یې توجه کړې وي مګر بدني فعالیت نلري, تر نورو خلکو زیات د بدن د داخلي غړو وازګه لري . مهمه دا ده چي خپل بدن فعال وساتئ که چاغ یاست او که ډنګر یاست.


د نس د وازګي کمولو څلور لاري چاري:


۱- فعالیت کول : په قوي او مسلسل ډول تمرین کول د بدن د داخلي وازګي په شمول ټوله وازګه د منځه وړي. تمرین باید لږ ترلږه په ورځ کي ۳۰ دقیقې او په اونۍ کي ۵ ورځي وي.


د میانه کچي تمرين:- په دې ډول تمرین کي مو باید د قدم وهلو ترتیب داسي وي چي چټکتیا مو باید دومره وي چي خولې مو توی سي او ساه مو په چټکی سره واخیستل سي. ددې سره به مو د زړه د غورځېدو کچه هم زیاته سي .
که غواړی چي ودغي نتیجې ته په لږ وخت کي ورسېږی خپل د تګ چټکتیا زیاته کړی او قوي تمرین وکړی او دا کار باید په ورځ کي ۲۰ دقیقې او په اونۍ کي ۴ ورځي وي. که مو چیري دا لومړۍ ځل تمرین وي نو د روغتیايي ماهر سره مشوره وکړئ.


۲- پرهېز : د نس د وازګي د کمولو لپاره پرهېز ډېر سخت نه دی. مګر هر هغه پرهېز چي وزن کموي لومړی پکښي وازګه ختميږي. په کافي اندازه فایبر لرونکي خواړه مو مرسته کولای سي. څېړني ښيي چي هغه کسان چي په ورځ کي ۱۰ ګرامه محلول سوي فایبر خواړه وخوري تر نورو کسانو به لږ وازګه لري. دا کار صرف د دوو سېبونو په خوړلو سره هم کېدلای سي. یا د یو ګیلاس مټر یا د نیم ګیلاس سره لوبیا په خوړلو سره ترلاسه کېدلای سي. که څه هم ټول عادات مو پخوانی شکل ولري خو د فایبر غذاوو په خوړلو به مو د وخت په تېرېدو سره وزن برابر وساتل سي.


۳- خوب: په کافي اندازه خوب کول هم په دې باره کي مرسته کوي. د یوې څېړني له پلوه هغه کسان چي هره شپه لږ تر لږه د ۶ څخه تر اوو ساعتونو پوري بیديږي د بدن داخلي وازګه یې لږ وي نسبت هغو کسانو ته چي تر پنځو کمو او یا تر اتو زیاتو ساعتونو پوري بیدېږي . خو خوب هم یوازینی شی نه دی بلکي یوه برخه یې ده .


۴- ذهني فشار: هر انسان ذهني فشار لري. مګر مهمه داده چي څنګه یې کنټرول کړو. د ذهني فشار د اداره کولو ترټولو ښه وسیله له ملګرو او کورنۍ سره خوشحاله اوسېدل، روحاني او معنوي کړني، تمرین کول او د اهل کسانو سره مشوره کول دي.


دغه کړني ستاسي سره په ښه روغتیا او بالاخره د ژوند په چارو کي په ښه تصمیم نیولو او غوراوي کي مرسته کوي.
د وازګي په کمښت کي مهم د تمرین کول دي چي شاید بدن ته مو ژر ګټه پرې ورسيږي ځکه تمرین چاغوالی او ذهني فشار دواړه له منځه وړي.
سرچینه: ویب امی ډي

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته