تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تيتانوس ( Tetanus )
 
  September 3, 2015
  0
راليږونکې:  قابله  بي بي اسيه سحر،  کندهار
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تشريح
تيتانوس د تيتانو سپازمين چې يو نيوروتوکسين دى او د Clostridium Tetani  په واسطه توليديږي ، منځ ته راځي . په يو کس کې چې واکسين سوى نه وي د پو ستکي او مخاطې غشا هر ټپ ( ټکر، پرې سوى ، جراحي ، چيچل سوى ، د ماشوم د زيږون پر مهال ، سنتيدل، ټپونه  )  له  Clostridiu
m Tetani د ککړيدو په صورت کې د منتن کيدو د خطر احتمال لري.



 Clostridium Tetaniپه خاوره ، فاضله موادو کې پيدا کيږي او Spores يې د ډيرو عفوني ضد موادو پر وړاندې مقاومت لري . ناروغي د واکسين د تطبيق په وسيله په بشپړه توګه د مخنيوي وړ ده چې دا واکسين د کتلوي معافيت د پروګرام په معياري برنامه او له زيږون څخه په مخکې واکسينشن کې شامل وي.
تشخيص

o په دې ډول پيښو کې کيداى سي د جلدي ناپاکو ټپونو يوه مخينه شتون ولري، مګر ناروغ غالبا دا پيښي هيرې کړي دي.
 
o ناروغي په لاندې توګه پر مختيا کوي:

o د تيتانوس لومړنۍ نښه د ژامې د عضلو شخيدل دي چې په ژولو کې له ستونزو سره پيليږي اود ژامې له تړلو سره تعقيبيږي ( د مثال په توګه چې ناروغ خپله خوله نسي خلاصولى ).
 
o بيا د مخ د نورو عضلو کرمپ چې د حلق او ستوني د عضلاتو له اخته کيدو سره يو ځاى ده چې دا خپله د تيريدو ستونزې ته لاره برابروي.
 
o د ناروغۍ پرمختيا له دوه ورځو څخه تر درې او نيو وي . ناروغ له يو عضلي سپزم څخه په دوامداره او درد لرونکي بڼه د شا د شخ والي او منحني کيدو ، د موټو قيضيدل او غځيدلو پښو څخه شکايت کوي: په ډيره کمه توګه حسى تنبهات د دوهم ځلي شديد سپزم د رامنځ ته کيدو زمينه برابروي په داسي حال کي چه ناروغ په مکمله توګه شعوري حالت لري. ناروغ په دې حالت کې د اونيو لپاره پاتې کيږي.(په متوسط توګه درې اونۍ).

o له يوکاله په کوچنيو ماشومانو کې ، دا کوچنيان نسي کولاى چي شيدې وروي او نوم يې منتن وي .د ماشوم بدن شخ پاتې وي ، نا ارامه وي ، تشنج ، د قبضيت او د سيانوز حملې پرې راځي . د نوي پيدا سوي ماشومتوب تيتانوس د نامه د پرې کولو له لارې د ناتعقيم سويو توکو يا ککړ پانسمان په وسيله د نامه د لارې ليږدي.

مړيني ته د اختلاطاتو په وسيله زمينه برابريږي : اسفکسي د حنجرې يا د صدر تشنج يا د کانګو د انشاق په وسيله د اسپاريشن نومونيا له امله پيښيږي. نوى پيداسوى ماشوم د نه تغذيې له امله خپل ژوند  له لاسه ورکوي.

درملنه
ټول ناروغان د تيتانوس ضد ايمونو ګلوبولين د تطبيقولو (د ولسوالۍ په روغتون کې شتون لري) او د ملاتړ لپاره ژر تر ژره روغتون ته وليږئ.

له درملو پرته درملنه 
د هوايې لارو پاک ساتل
د کافې اندازې مايعاتو او خوراک برابرول ددې لپاره چې د تيتانوس سپازمونه استقلاب ته اړتيا لري او ډير تخريب لري. خوراکي ملا تړ د ژوندي پاته کيدو چانس زياتوي.
د ټپ ارزونه وکړئ
له ټيټ خطر سره ټپونه ډير سطحي وي چې محدود نسجونه ضايع کوي او له سپږو ساعتونو څخه زيات دوام نه کوي.
د لوړ خطر سره ټپونو کې د جګړې ټپونه ، ژور څري سوي ټپونه ، د نسجونو د کتنې وړ ضايع کيدو سره ټپونه ، پراخې سوزيدنې ، پر دي جسمونه ا و نکروز چې له شپږو ساعتونو څخه زيات وخت له هغو څخه تير سوى وي.
د ټپونو ښى پاملرنه او د تيتانوس مخنيوي ته پاملرنه وکړئ.
ټول پر دي جسمونه د ټپ له داخل څخه لرې کړئ.
ټپ د عفوني ضد مادې په وسيله پاک او پانسمان کړئ.

د درملو په وسيله درملنه

د انتي بيوتک لومړى دوز د وريد د داخل د زرق له لارې روغتون ته له ليږلو مخکې تطبيق کړئ.
 Penicillin G ) penicillin Benzyl)
ماشومان : ٥٠٠٠٠ واحده د بدن د وزن پر هر کيلو ګرام هر دوز هر شپږ ساعته وروسته د لس ورځو لپاره .
لويان : له  ٢-٤  ميليونه واحده هر دوز د وريد د داخل له لارې هر شپږ ساعته وروسته د لس ورځو لپاره يا 
يا هغه ناروغان چي Penicillin پر وړاندې حساسيت لري کولاى سي لهMetronidazole   څخه کار واخلي .
ماشومان : ٧.٥   ميلى ګرامه  په کيلو هر دوز هر اته ساعته وروسته د لس ورځو لپاره.
لويان: ٥٠٠ ميلي ګرامه د وريد له لاري هر اته ساعته وروسته د لس ورځو لپاره .
د اړتيا په صورت کي د ليږد پر مهال د اختلاج د ارامولو لپاره Diazepam سپارښتنه وکړى.
ماشومان : ٠،٥ ميلي ګرام د بدن په وزن د مقعد له لاري، د اړتيا په صورت کي د هر شپږساعته وروسته تکرار سي.
لويان: ٥ ميلي ګرامه د خولي يا مقعد له لاري ، د اړتيا په صورت کي هر شپږساعته وروسته تکرار سي.

___ احتياط:  د تنفسي اضطراب څارنه وکړئ.
 
  مخنيوى
 
د فعال واکسينولو په وسيله تيتانوس په بشپړه توګه د مخنيوي وړ ده.
د ټولو ماشومانو واکسينول د هغو په شمول چې ناروغ يا کمزوري دي وهڅوئ.
درې واکسينونه  له يو کلنۍ څخه مخکې.
له دريم دوز څخه يو کال وروسته يو تقويتي دوز.
له تقويتي دوز څخه وروسته پنځه کاله وروسته دويم دوز.
هر لس کاله وروسته يو تقويتي دوز.
لږ تر لږه د اميدوارۍ د دورې د ميرمنو د تيتانوس واکسين د پنځو دوزونو د يوې بشپړې دورې له تطبيق څخه ډاډ  تر لاسه کړئ.
زيږون  په روغتيا يي مرکز کې د يو روزل سوي ماهر څارونکي تر څارنې لاندې دود کړي.
د ټپونو ښې پاملرني او د تيتانوس مخنيوي ته پاملرنه وکړي.

ماخذ:  د درملنې ملي معياري لارښود د لومړنيو روغتيايي خدمتونو مرکزونو لپاره .

یادونه: یادونه: دا لیکنه د طبي ډاکټرانو لپاره لارښووني دي.
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
---------------------------------
د تیتانوس په اړه بله لیکنه: تیتانوس
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته