تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په قران کي د جنین مراحل او د ولادت اسانتیا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 18, 2018
  0

لیکنه: سید حبیب الله سمسور / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مور په رحم کښې د جنين مختلفې مرحلې


(يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ) [سورة الحج: ٥]
اى (له بعث څخه منکرو) خلقو! که يئ تاسې په شک کښې له بعث څخه (چې خلق بيا ژوندي پورته کېږي له قبرو څخه اول خپل حال ته وګورئ!) پس بيشکه چې مونږ پيداکړى دى (نيکه د) تاسې له خاورې بيا (مو پيدا کړه اولاده د آدم) له يو څاڅکي (مني) څخه بيا له (يوې ټوټې) کلکې پرنډې وينې بيا له يوې بوټئ غوښې تام الخلقة (چې پوره شکل يې پيدا کړى شوى وي) او ناقص الخلقة (چې پوره شکل يې پيداکړى شوى نه وي).


د نن ورځې پوهان دې ته رسيدلي دي چې د جنين د تکامل دوره د قرآن کريم له نظره او د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم د حديثو له مخې يو صحيح او د منلو وړ حقيقت دى، د نبي کریم عليه السلام ارشاد مبارک دى :


 (إن أحدكم يجمع خلقه في بطن أمه أربعين يوما ثم يكون علقة مثل ذلك ثم يكون مضغة مثل ذلك) بخاري
يعنې په دې مفهوم چې: د تاسې خلقت د مور په رحم کښې پر څلويښتو ورځو د نطفې شکل نيسي، او مثل د هغې ورڅخه وروسته علقه (ټوله شوي وينه) ګرځي او د هغې په مثل ورڅخه وروسته مضغه (د غوښې ټوټه) کېږي .

 

د جنین د حمل کمه مده
د قرآن کريم په رڼا کښې د جنين د حمل کمه موده چې د هغې نه مخکښې ولادت د سقط (زيان) په نوم ياديږي شپږ (٦) مياشتې (١٥٤-١٧٠ ورځې) ده ددې وخت طب هم دغه موده ثابتوي .


(وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ)  [سورة البقرة].
(
وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ) [سورة لقمان]

(وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلاَثُونَ شَهْرًا) [سورة الأحقاف]


 ددغو مبارکو اياتو د استنباط څخه هم د حمل کمه موده شپږ (٦) مياشتې ده، يعنى کله چې د شيدو ورکولو کامله موده چې (٢٤ مياشتې) ده، د (٣٠ مياشتو) څخه چې د حمل او شېدو ورکولو موده ده حذف (تفريق) شي همغه شپږ (٦) مياشتې باقى پاتې کېږي .


د حمل د زياتې مودې په اړه په قرآن کريم کښې په ښکاره ډول يادونه نه ده شوې ، د حنفي فقه له مخې د حمل زياته موده دوه کاله ده، نظر په خبر او قول د عائشي رضى الله عنها:

(مَا تَزِيدُ الْمَرْأَةُ فِي الْحَمْلِ عَلَى سَنَتَيْنِ قَدْرَ مَا يَتَحَوَّلُ ظِلُّ عُودِ الْمِغْزَلِ) [رواه الدارقطنى والبيهقى].


د ولادت اسانتیا او د خرما ګټي
قرآن کريم د ولادت د اسانتيا په مورد هم وضاحت کړى دى د بي بي مريم رضی الله عنها په اړه فرمايي چې:

(وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا . فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا) [سورة مريم]
 او وخوځوه (وڅنډه) خپل ځان ته بيخ د خرما چې راتوى کاندي پرتا خرما يخي لوندې تازه، پس خوره (دا خرما) او څښه (دا اوبه) او (رڼې) يخې کړه سترګى خپلي (په عيسى او خوشحاله شه).


په دغه مبارک ايات کښې د يو طبي موضوع په اړه بحث کېږي او دا يو معجزه ده چې د ټولو ميوو څخه د خرما (کهجورې) په خوړلو امر کېږي، د پښو خرماو په هکله علمي تحقيق دا دى چې خرما د رحم عضلات د حمل په اخر کښې قوي کوي او له بلې خوا ولادت اسانوي او د ولادت څخه بعد د زياتې خونريزى مخه نيسي ، د وينې فشار نورمال حالت ته وړي چې دا کار هم پخپله د خونريزى په بندولو کښې مرسته کوي، پردې برسېره خرما قندي مواد، د (A,B,C) ويټامينونه او اوسپنه لري.،همدارنګه ډيرې معدني مالګې لري ، لکه ګوګړ ، فاسفورس، کلسيم او مګنيزيم.


حکيمان وايي ، چې د کجورو په خوړولو سره د نفاس وينه (چې له بدنه داخلي ککړتياوې باسي) ښه وځي ، د ښځې په بدن کې ګرمي پيدا کوي او ځواک منځ ته راځي. کجورې رګونه نرموي او د زيږون له امله چې په رګونو کې کوم سختوالى راځي هغه لري کوي.


که خرما يا کجورې د پيويا کوچو سره يو ځاى وخوړل شي نو جنسي قوت (ځواک) ډېر زياتوي ، بدن غټوي او غږ صفا کوي.
مفسرين ليکي خرما او اوبه بي بي مريمې ته ډېر مفيد ؤ او ضرورت يې هم ورته لرلو نو ځکه د الله عزوجل په حکم په همدغه خوراک او څښاک سره بيرته روغه جوړه شوه. نبي کريم صلی الله علیه وسلم د
عجوه خرماو د فضيلت او ګټو په هکله فرمائلي دي:


(مَنْ تَصَبَّحَ كُلَّ يَوْمٍ سَبْعَ تَمَرَاتٍ عَجْوَةً لَمْ يَضُرُّهُ فِى ذَلِكَ الْيَوْمِ سُمٌّ وَلاَ سِحْرٌ)  [متفق عليه]
چا چې هره ورځ د ٧ خرماو په خوړلو سهار کړو نو هغه ته به دغه ورځ کښې زهر او سحر ضرر ونه رسوي .

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته