تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قران لوستونکي مسلمان او د منافق مثال
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 1, 2021
  0

د قران لوستونکي مسلمان او د منافق مثال

 

لیکنه : مولانا محمدزکريا نور الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عن ابي موسى (رضي الله عنه) قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) مثل المؤمن الذى يقرء القرآن مثل الاترجة ريحهاطيب و طعمها طيب  ومثل المؤمن الذى لا يقرء القرآن مثل التمرة لاريح لها و طعمها حلو و مثل المنافق الذى لا يقرء القرآن کمثل الحنظلة ليس لها ريح و طعمها مر ومثل المنافق الذي يقرء القرآن مثل الريحانة ريحها طيب و طعمها مر : رواه البخارى و مسلم و النسآئى و ابن ماجة:


ژباړه : د حضرت ابى موسى (رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي نبي (عليه السلام) فرمايي: هغه مؤمن چي د قرآن تلاوت کوي د نارنج په څېر دئ، چي بوى او خوند دواړه يې ښه دي. د هغه مؤمن مثال چي د قرآن تلاوت نه کوي د خرما په څېر دئ چي بوى نه لري او خوند يې ښه دئ. د هغه منافق مثال چي د قرآن تلاوت نه کوي د حنظل (مړغوني) په څېر دئ چي بوى نه لري او خوند يې بد دئ او د هغه منافق مثال چي د قرآن تلاوت کوي د ريحان په څېر دئ چي بوى يې ښه دئ او خوند يې تريخ دئ.


په دې حديث کي مقصد د ناليدلو شيانو مثال په ليدلو شيانو سره ورکول سوى دئ د دې لپاره چي په ذهن کي د قرآن د تلاوت او نه تلاوت توپير په اسانۍ سره راسي که نه نو د نارنج يا خرما د قرآنکريم د خوشبويي او خوږوالي سره څه نسبت دئ که څه هم د دغو شيانو په مثال کي خامخا باريکي سته (ځکه دا د سپېڅلى نبي (عليه السلام) وينا ده هغه داسي باريکي ده) چي د نبوت د علومو سره اړه لري او د نبي (عليه السلام) د علومو و پراخوالي ته اشاره کوي د مثال په ډول که څوک نارنج وخوري خوله خوشبويه کوي، معده پاکوي او هاضمې ته قوت ورکوي او داسى نوري ګټي هم پکښې دي دغه ګټي د قرآن د لوستلو سره ځانګړى مناسبت لري ځکه قرآن لوستل د خولې خوشبويي کېدل کوي، د باطن صفا کېدل کوي او روحانيت تقويه کوي د قرآن دغه ګټي د پورتنيو ګټو سره ورته والى لري . 


بله خبره دا ده:  چي په کوم کور کي چي نارنج موجود وي و هغه کور ته پيرانان نه راځي که دا خبره صحيح وي نو بيا خو يې د قرآن سره خاص مناسبت دئ. د ځينو طبيبانو څخه ما اورېدلي دي چي نارنج حافظه قوي کوي. د حضرت على (رضي الله عنه) څخه په احيا نومي کتاب کي نقل سوى دئ چي درې شيان حافظه قوي کوي: مسواک، روژه او د قرآن شريف تلاوت. (که څوک د طيبيانو خبره او د علي (رضي الله عنه) ويناسره پرتله کړو په ښکاره د قرآنکريم او نارنج مناسبت معلومېږي). ابوداود د دغه حديث په پاى کى يو بل ګټور مضمون په دې ډول ليکلى دئ: د غوره  ملګرى مثال د مشکو والا په څېر دئ که د دغه ملګري څخه مشک په لاس در نه سي نو خوشبويي يې خامخا درته رسېږي  او د بد ملګري مثال د اور د  کورې په څېر دئ که توروالى درته ونه رسېږي نو د دود څخه يې نه سې خلاصېداى. (د دغو خبرو په نظر کي نيولو سره) ضروري خبره ده چي په ناسته ولاړه کي د مجلس  د ملګرو فکر وسي (يعني دا چي د بد ملګري څخه ځان وساتل سي او ښه ملګرى د ځان لپاره وټاکل سي).


ماخذ : دقرآن فضائل


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته