تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خلافت د پاره د حضرت عُمر(رض) انتخابول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 9, 2020
  0

د خلافت د پاره  د حضرت عُمر(رض)  انتخابول

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

کله چي د رسول الله(ص)  تر رحلت وروسته ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د خلیفه په صفت سره و ټاکل سو په دغه کار سره په مسلمانانو کی د خلافت نظام جاري او مقرره سو، مګر موږ ولیدل چي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  سره هغه وخت بیعت وسو چي مسلمانان د اختلاف او تفرقې په دروازو کي ولاړ وه، که فرضاً په دغه وخت کي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته د اعصابو کنټرول نه وای ورکړه سوی، که هلته سقیفې ته نه وای ورغلی او انصارو ته یې د قریشو سیادت او د آمریت حقداري نه وای بیان کړې، که عُمر فاروق(رض)  د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  فضیلتونه نه وای بیان کړي او د خلکو څخه یې دا پوښتنه نه وای کړې چي څوک کولای سي چي په لمانځه کي دي د ابوبکر امام سي؟

 

او بیا یې و ویل چي رسول الله(ص)  ابوبکر زموږ د دین دپاره امام مقرره کړی آیا موږ یې د دنیا دپاره امام نه کړو مقرره؟ که دغه ټول کارونه نه وای سوي هلته به د مسلمانانو په منځ کي داسي یو اختلاف او فتنه جوړ سوي وای چي د هیچا په وسه به نه وای پوره چي دغه فتنه او تفرقه دي خاموشه کړي یا دي یې په کنټرول کي راولي، خو د الله(ج)  په فضل او احسان د مسلمانانو په منځ کي هیڅ داسي یو کار نه سو پېښ چي هغه دي د دوی د اختلاف او تفرقې یا داخلي جنګو او فتنو سبب وګرځي.


کله چي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  مریضي سخته او شدیده سوه او د خپل اجل په نژدې والي پوه سو نو په دې کي هیڅ شک نسته چي دغه مسائل ټول د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په دماغ کی ور ګرځېدل او په دې پوهېدی که زه د دنیا څخه ولاړ سم او د خلیفه انتخابول و مسلمانانو ته پرېږدم آیا څوک د دې ضمانت کولای سي چي مسلمانان دي تر ده وروسته په اتفاق سره خلیفه و ټاکي؟ او دغه خلیفه به څوک وي چي خلک دي بېله اختلافه پر را ټول سي؟ نو واقعاً هم په دغسي نامعلومه حالت کي د خلکو پرېښوول د تشویش وړ خبره وه، نو ځکه ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دا ښه او بهتره و بلل چي د اصحاب کرامو د مشرانو رأیه او نظر ځان ته معلوم کړي او پسله مشورو څخه پر خلکو هغه کار لازم وګرځوي چي د اصحاب کرامو مشرانو هغه کار مصلحت بللی وي.


د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دا یقین ؤ چي د اصحاب کرامو مشران به د حضرت عُمر(رض)  پر خلافت مشوره ورکړي که څه هم هلته به ځيني نیوکي یا اعتراضونه موجودي وي خو زه کولای سم چي دوی په دې سره قانع کړم چي تر هغو اعتراضو تېر سي، مګر که چيري زه د مخه تر هغه مړ سم چي د دوی په رأیو او نظریو ځان نه کړم خبر او د دوی پر هغو اعتراضو قناعت ور نه کړم کوم چي دوی به یې پر حضرت عمر(رض)  ولري نو دوی به هیڅکله پر یوه نفر اتفاق و نه کړي او دا کار به د مسلمانانو په منځ کي همېشنۍ فتنه پاته سي.   


نو ځکه حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  عبدالرحمْن بن عوف(رض)  را وغوښتی او د هغه څخه یې د حضرت عُمر(رض)  په باره کي پوښتنه وکړه، عبدالرّحمْن بن عوف(رض)  ورته و ویل: یا خلیفةَ رسولَ الله! څومره چي ستا د عُمر په باره کي فکر او ګمان دی عُمر تر هغه ښه او بهتر دی مګر په ده کي څه غلظت او شدت پروت دی، ابوبکر(رض)  ورته و ویل: د ده دغه شدت او غلظت په دې سبب دی چي دﺉ ما نرم او حلیم ویني نو شدت کوي، که امر او خلافت ده ته ور پاته سي د دغه شدته څخه چي دﺉ یې اوس کوي ډیر به پریږدي او ویل: یا ابا محمد! ما دﺉ تجربه کړی دی که زه پر یوه چا په قهر سوم دﺉ مي د هغه څخه راضي کوي، که چا ته نرم سوم دﺉ شدت را ښکاره کړي، او بیا یې عبد الرحمْن بن عوف(رض)  ته و ویل: دغه حال پټ در سره وساته چا ته څه مه وایه، هغه ویل ښه دی.


بیا یې عثمان بن عفان(رض)  را وغوښتی او هغه ته یې و ویل: یا ابا عبدَالله! عُمر بن الخطاب څنګه سړﺉ دی د هغه حال راته و وایه، حضرت عثمان(رض)  و ویل: ته تر ما ډیر په خبر یې یا خلیفةَ رسولِ الله! ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل: بیا هم د هغه په باره کي ستا رایه څه ده؟ حضرت عثمان(رض)  و ویل: زما په پوهه څومره ښه والی چي د عُمر په دباندني او ظاهري حالت کي دی دننه تر دغه حال نور هم ښه او بهتر دی او په موږ کی د ده په مثل څوک نسته.


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ورته و ویل: رحمکَ الله یا ابا عبدِالله! دغه زما خبري د چا سره مه بیانوه، عثمان(رض)  ویل ښه دی داسي به وکړم، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دا هم ورته و ویل: که ده خلافت نه کړی قبول او پرې یې ښاوه تر تا به نه سم تېر او زه نه یم خبر ښايي هغه یې پرېږدي او د ده دپاره خیر هم دا دی چي ستاسي د کارو څخه د هیڅ شي ذمه وانخلي، حتّْی زما د خپل ځان دپاره دا خوښه وه چي ستاسي د کارو څخه فارغه وای او زه د هغو کسانو څخه وای چي پخوا لا تېر سوي یا وفات سوي دي.


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د حضرت عُمر(رض)  په باره کي د دغو دوو جلیل القدره اصحاب کرامو په مشوره کفایت ونه کړی بلکه په دغه موضوع کي یې نور هم د هر هغه چا سره مشوره کول چي هغه یې د فکر او عقل خاوند بلی، سعید بن زید(رض)  یې را وغوښتی، اُسید بن حُضیر(رض)  یې را وغوښتی نور یې هم د مهاجرینو او انصارو سره د دې دپاره مشورې کولې چي د مسلمانانو پر هغه چا اتفاق سي چي تر ده وروسته به د دوی آمر وي، دا د دې دپاره چي هغه د سقیفې د اختلاف ورځ بیا تکرار نه سي.


د دغي موضوع خبر د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  تر کور دباندي و وتی، په خلکو کي هغه خبري بیانېدلې چي د حضرت عُمر(رض)  د خلافت په باره کي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  او نورو مشوره کوونکو په منځ کي سوي وې، نو ځکه ځيني مسلمانان د حضرت عُمر(رض)  د شدت او تُندۍ په سبب په دې بېره کي سوه چي خلک به پر ده راټول نه سي، نو دا یې قصد وکړی چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته ورسي او د خلافت دپاره د حضرت عُمر د نه انتخابولو غوښتنه ځني وکړي.


د دغي ډلي مشر د رسول الله(ص)  مشهوره صحابي طلحه بن عبیدالله(رض)  ؤ او د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  کور ته یې د ورتللو اجازه وغوښتل، اجازه ورکول سوه او کورته ورغله، طلحه(رض)  و ویل: یا خلیفةَ رسولِ الله!  که ستا رب دا پوښتنه در څخه وکړه چي ولي دي عُمر د مسلمانانو خلیفه و ګرځاوه ته به څه ورته وايي؟ او ته یې وینې چي دﺉ ستا په وجود کي د خلکو سره څومره شدت کوي دا که دﺉ ستا تر مرګ وروسته د خلکو سره یواځي پاته سي څه حال به یې وي؟ 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  چي د طلحه(رض)  څخه یې د دغه دریز توقع نه درلودل په قهر سو او پر خپله کورنۍ یې ږغ وکړی ما کښېنوی،او بیا یې و ویل: زه به و الله(ج)  ته و وایم ستا پر بندګانو مي ستا د بندګانو ښه بنده والي وګرځاوه او بیا یې و طلحه(رض)  ته و ویل: زما دغه خبره و هغو کسانو ته ورسوه چي په دغه رأیه کي ستا ملګري دي. 


بیا یې عثمان بن عفان(رض)  را وغوښتی او هغه یې امر کړی چي وليکه:دا هغه څه دي چي په هغه سره ابوبکر بن ابي قحافه په هغه وخت کي امر کړی دی چي د دنیا څخه یې د وتلو آخري وخت ؤ او آخرت ته یې د ورتللو اول وخت ؤ، دا داسي وخت دی چي درواغجن  صادق ګرځي، د فاجر یقین حاصلیږي او کافر مسلمانیږي، ما .... په دغه وخت کي بېهوښي پر راغله (د شخص یا سړي نوم یې د هغي بېهوښۍ په سبب نه کړی یاد چي پر ده راغله) خو عثمان(رض)  و لیکل: ما عُمر بن الخطاب خلیفه وګرځاوه،(حضرت عثمان(رض)  دغه د عُمر بن الخطاب نوم د هغي بیري په سبب ولیکی چي ابوبکر (رض)  به د نامه تر یادولو دمخه وفات سي او بیا به مسلمانان تر ده وروسته د خلیفه په انتخابولو کي په اختلاف او بې اتفاقي کي ولوېږي، او دغه نوم یې هم د خپله ځانه څخه نه ولیکی بلکه ده ته دا ور معلومه وه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  څوک د خلافت دپاره اختیاروي ځکه ابوبکر الصدیق(رض)  تر دغه وخت دمخه د نورو اصحاب کرامو او په خپله د عثمان(رض)  سره هم د حضرت عُمر(رض)  د خلافت په باره کي مشورې کړي وې):


کله چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  پر هوښ سو نو یې عثمان(رض)  ته و ویل هغه څه چي لیکلي دي دي راته ویې وایه، عثمان(رض)  و ویل: ما پر تاسي عُمر بن الخطاب خلیف وګرځاوه، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل: الله اکبر! داسي را معلومیږي چي ته پر دې و بېرېدې چي د نامه تر یادولو دمخه به زما روح ووزي او خلک به سره مختلف سي او د دغه اختلاف په سبب به په فتنه کي ولویږي، الله(ج)  دي د اسلام او مسلمانانو له طرفه د خیر بدله او جزاء درکړي.


پسله هغه څخه چي دا یې ولیکل ما عمر بن الخطاب خلیفه وګرځاوه نور یې هم پسي ولیکل: د هغه امر اوری او اطاعت یې کوی، او ما د ده په انتخابولو سره د الله او رسول الله او د هغه د دین، د ځان او ستاسي د خیر په باره کي قصور او کوتاهي نه ده کړې، که ده عدل کاوه دا زما علم او هغه زما ګُمان دی چي د ده په باره کي یې لرم او که په ده کي تغیر راغلی یعني بېله عدله یې بله لار اختیار کړه هر چا ته د خپل عمل جزاء ورکول کیږي، زما إراده د خیر ده او په غیبو نه یم خبر، د لیک په آخر کي یې دغه آیات شریف ولیکی: 


وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ ﴿٢٢٧﴾ 
یعني: ژر به پوه سي هغه کسان چي ظلم یې کړی دی چي کوم ځای ته به بیرته ولاړ سي. یعني پسله مرګه به ډیر بد ځای ته ولاړ سي.
او بیا یې ولیکل: والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.     


بیا د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په امر خلک په مسجد نبوي کي سره راټول سوه او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د خوني د کلکین څخه ورته و ویل: اې خلکو: زه د دنیا څخه وتونکی او آخرت ته ور تلونکی یم او ما ستاسي د کارو د إداره کولو دپاره هغه څوک اختیار کړی دی چي په دغه ورقه کي یې نوم لیکلی دی، د هغه خبرو ته غوږ نیسی او اطاعت یې کوی، آیا تاسي په هغه چا راضي یاست چي ما د هغه په باره کي د خلکو سره مشوره کړې ده او ما ستاسي دپاره اختیار کړی دی؟ خلکو ویل: هو، موږ راضي یو یا خلیفةَ رسولِ الله! خو حضرت علي بن ابي طالب(رض)  ولاړ سو او ویل: بېله عُمره په بل چا نه یو راضي، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  تبسم وکړی او ویل: هغه عُمر بن الخطاب دی خبري ته یې غوږ نیسی او اطاعت یې کوی په والله ما بېله خیره بل څه نه دي ځني لیدلي.


ټولو مسلمانانو د حضرت علي بن ابي طالب(رض)  په شمول د دغه امر اطاعت او فرمانبرداري وکړه او دغه امر يې په پراخه سينه قبول کړى.
بیا ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د خلکو څخه پوښتنه وکړه: نن کومه ورځ ده؟ 


خلکو و ویل: دوشنبه. 
بیا یې و ویل: رسول الله(ص)  په کومه ورځ رحلت وکړی؟ 
خلکو ویل: په دوشنبه. 
نو یې و ویل: الْهي! په نن شپه کي مي مړ کړې.
بیا یې و ویل: رسول الله(ص)  په څه شي کي کفن کړل سو؟
خلکو ویل: په درو کفنو کي.
نو ویل: زما دپاره هم درې کفنه تیار کړی او غسل به زما ښځه أسماء بنت عُمیس(رض) راکوي.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

سرته