تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تکریت فتحه کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 12, 2021
  0

د تکریت فتحه کېدل


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په دغه وخت کي د فارسيانو او فارسي عربو او روميانو يوه لويه مجموعه په عراق کي د (تکريت) په منطقه کي سره يو ځاى سوه، تکريت د بغداد په شمال کي د نهرِ دَجله پر غاړه واقع دى، سعد(رضي الله عنه)  ته چي دغه خبر را و رسېدى عبد الله بن مُعَتّم(رضي الله عنه)  يې د يوه لښکره سره ور ولېږى، مسلمانانو تکريت محاصره کړى، دغي محاصرې څلوېښت ورځي دوام وکړی، عبدالله(رضي الله عنه)  وليده چي خبره نوره هم اوږديږي نو يې د فارسي عربو سره ارتباط ونيوى او ويل: تاسي عرب ياست، تاسي ولي د روميانو او فارسيانو ملګري ياست؟

 

که کاميابي او غنيمتونه غواړى بايد د فاتح او قوي لښکر ملګري سى چي هغه موږ يو، کسرْی ولاړى پسله ننه څخه بيا کسرْی نسته، تښتېدلى کسرْی تاسي ته فايده نه سي در رسولاى او د روم او روميانو نوبت هم راتلونکى دى نو راسى زموږ ملګري سى، په عربو کي هم طمعه پيدا سوه او ويل: هو موږ ستاسي ملګري يو، عبد الله بن معتم(رضي الله عنه)  نور هم و عربو ته نفر ور ليږي چي مسلمانان سى، که تاسي اسلام قبول کړى په غنيمتو کي لويه او ډيره حصه در کوو او نور امتيازات هم لرى، فارسي عرب هم قانع سوه او د هغه نورو فارسیانو په پټه یې اسلام قبول کړى.


 عبد الله(رضي الله عنه)  د حملې ورځ معلومه کړه او دغه فارسي عربو ته چي نوي مسلمانان سوي وه و ويل: په فلانۍ ورځ زه حمله کوم او تاسي هم هلته د داخله څخه پر روميانو او فارسيانو حمله وکى، هر وخت چي مو زما تکبير واورېدى تاسي هم تکبير و واياست او حمله شروع کړى.  


اوس نو په هغه معلومه سوې ورځ ابن معتم(رضي الله عنه)  حمله شروع کړه او تکبير يې و وايه، هلته دننه په قلا کي هغه مسلمان سوو عربو هم تکبيرونه و ویل، فارسيان او روميان وارخطا سوه چي دننه په قلا کي تکبيرونه ويل کيږي، يو دم جنګ شروع سو او ډير فارسيان او روميان و وژل سوه، تکريت هم فتحه سو، دغه خبر و هغه نژدې شا و خوا ښارو ته لکه د نينوا ښار او د موصل ښار او داسي نور ورسېدى، چي تکريت فتحه سو، نو د هغو ښارو خلک هم بېله جنګه تسليم سوه، اوس په ټوله فارس کي بېله جنګه بېله مقاومته فتوحات روان دي.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته