تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په زړه د آمني کي نن مسکا نه ځایده
 
  April 8, 2013
  0

 رالېږونکی: احمد

تر عرشه تله پر شونډو يې دعا نه ځایده

په زړه د آمني کي نن مسکا نه ځایده


د ستورو يې دیدن سترګي سپيني تښتېدې
سپوږمۍ هم په جامو کي د رڼا نه ځایده

ګلونه له درانه خوب نه بلبلو ويښول
وزرونو د بلبلو کي نڅا نه ځایده

ډالۍ مي درته اوښکي کړې د ټول افغانستان
په سترګو د کاروان کي نور ژړا نه ځاېده

تر عرشه تله پر شونډو يې دعا نه ځایده
په زړه د آمني کي نن مسکا نه ځایده

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته