تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ګل افغانستان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 18, 2023
  0

جبیر احمد مشهود/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

ګل افغانستان 

 

ګران افغانستان مي لکه زړه او لکه ځان دی
خوښ یمه چي ځي د پرمختګ پر لور روان دی

 

لر او بر خپره یې طالبي ښکلا په غیږه کي
امن دی د جنګ له بدبختیو په امان دی

 

بیا د پرمختګ او ابادۍ څپو اخیستی دی
یا پر خپلو پښو ولاړ سر لوړی دی ودان دی 

 

څوک چي د قوت نشې راوړي تر دې خاوري دي
کړی زموږ پر وړاندي یې د سر او مال تاوان دی

 

زموږ د غلامۍ فکر دي نه وهي د وخت رقیب 
دا د زمرو خاوره د پردیو قبریستان دی

 

دلته ټوله یو دي هزاره که پښتانه ، تاجک
یو موټی او یو اواز د لر او بر افغان دی

 

ولي به یې نه ستايي مشهود خپلو شعرونو کي
دا د مشهود زړه دی او مشهود ترې نه قربان دی


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته