تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:د نجاشي په دربار کي د صحابه کرامو مناظره
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  June 13, 2020
  0

نبوي سیرت (۸۳ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د نجاشي په دربار کي د صحابه کرامو مناظره

 

نجاشي پردې ټينګار وکړی چي تر هغو (د مکې د قریشو په حق کي) حکم نه سم کولاى څو د هغه بل طرف (مسلمانانو) خبري وا نه ورم او په یوه روایت کي راغلي دي: که يو سړئ په داسي حال کي درته راغلى چي يوه سترګه يې د لاسه ورکړې وه او د يوه نفر څخه يې شکايت کاوه چي هغه دغسي را سره وکړه، ته به د ده په فايده حکم نه کوې ترڅو چه هغه بل مقابل نفر و نه وينې، ښايي چي د هغه دواړي سترګي د بينه تللي وي، بيا نو څوک ظالم دى؟ د دې حديث شريف مقصد دا دى چي پرحکم کولو تلوار مه کوه او ځان صحي او پوره په موضوع خبرَوه.

 

نو نجاشي هم پر خپله خبره ټينګ سو او ويل: زه بايد د هغو خبري هم واورم، درباريانو هر څه کوښښ وکړى چي نجاشي د دغو دوو نفرو د غوښتني سره سم حکم وکړي، مګر نجاشي وايي: تر هغو چي زه د مسلمانانو خبري وانه ورم دا امکان نه لري چي حکم وکړم، نجاشي امر وکړی چي مسلمانان راولى، مسلمانانو ته و ويل سوه چي نجاشي غوښتي ياست، نو يې په خپل منځ کي سره و ويل: هرڅه چي پيښيږي خو موږ بايد رشتيا ووايو او د خبرو کولو د پاره يې د رسول اللهﷺ د اکا زوى جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه  خپل مشر وټاکى.

 

اوس چي مسلمانان د نجاشي دربارته ورغله نجاشي ورته و ويل: دا څنګه دين دى چي تاسي په هغه کي د خپل قوم څخه جلاسوي ياست؟ نه زما په دين کي داخل سوي ياست او نه په بل داسي دين کي چي هغه دي د مځکي پرمخ موجود وي.

 

جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه  چي د مسلمانانو د طرفه خبري کونکى ؤ و ويل: ايها الملک! موږ يو جاهل قوم ؤ چي د بتانو عبادت مو کاوه، د مړه سوي حيوان غوښي مو خوړلې، بد او فاحش کارونه مو کول، صلۀ رحمي مو قطعه کول، يعني: پر دوستانو مو رحم او شفقت نه کاوه د همسايه سره مو بد کول، په موږ کي قوي ضعيفه خوړى، زموږ دغه حال ؤ چي الله جل جلاله و موږ ته زموږ د قوم څخه يو رسول را ولېږى چي موږ ته د هغه نسب، صداقت، امانت او پاکي را معلوم وه، دغه رسول موږ و يوه الله او د هغه و عبادت ته وبللو او ويل: هغه شيان چي تاسي او ستاسي پلرو يې عبادت کاوه بېله الله عزوجل  څخه هغه نور پرېږدى ، چي هغه د ډبرو بتان وه.

 

او دغه رسول موږ په رشتيا ويلو، د امانت په بيرته ورکولو، په صلۀ رحمي، په ښه همسايتوب امرکړو، د آزار او وينو بهولو، د فواحش او درواغ ويلو، د يتيم د مال د خوړلو څخه يې منعه کړو او موږ يې امر کړو چي يواځي د يوه الله عبادت وکړو، هيڅ شريک ورته و نه نيسو، موږ يې د لمانځه په آداء کولو، صدقه وركولو، او په روژه نيولو امر کړو، جعفر رضی الله عنه هغه کارونه چي اسلام په امر کړي وه يو يو ورته بيان کړه او ويل: موږ د ده تصديق وکړی او پر دهﷺ مو ايمان را وړى، د ده او د هغو شيانو متابعت مو وکړی چي د الله عزوجل  د طرفه يې را ته را وړي وه، نو يواځي د يوه الله عبادت کوو او هيڅ شئ د الله شريک نه بولو، هغه شيان حرام بولو چي پرموږ حرام کړه سوي دي او هغه شيان حلال بولو چي راته حلال سوي دي، زموږ قوم پر موږ تېرى او تجاوز وکړی، عذابونه يې را کړل، په خپل دين کي يې په تکليف کړو، غواړي چي موږ بيرته د الله جل جلاله  د عبادته څخه د ډبرو د بتانو عبادت ته ورکش کړي او هغه خبيث شيان چي موږ حلال بلل بيا حلال وبولو، نوکوم وخت چي يې ظلمونه راباندي وکړه، عذابونه يې راکړه، مځکه يې راباندي تنګه کړه او کوښښ کوي چي زموږ او زموږ د دين په منځ کي جلا والى را ولي نو موږ ستا و مملکت ته راغلو، ته مو تر نورو خوښ او اختيار کړې، ستا جِوار مو زړه وغوښتى او دا مو اميد دى چي ستا په مَلک کي ظلم را باندي و نه سي.

 

نجاشي پوښتنه وکړه ويل: آيا ستا سره د هغه څه څخه يو شئ سته چي دغه رسول د الله عزوجل  د طرفه څخه را وړى دى؟ جعفر  رضی الله عنه  و ويل: هو، نجاشي ويل: را ته ويې وايه، جعفر رضی الله عنه د سورة مريم څخه هغه آياتونه ورته تلاوت کړه چي د زکريا او يحيْى علیهما السلام قصه پکښي بيان سوې ده، نجاشي دومره و ژړل چي ږيره يې په اوښکو لنده سوه او د نصاراوو علماوو چي اساقفه ورته ويل کيږي هم د قرآن مجيد په اورېدلو  سره وژړل، بيا نو نجاشي و دوى ته و ويل: والله دغه کلام او هغه کلام چي عيسْى علیه السلام را وړى دى دواړه د يوه طاقه يا کلکين څخه را وتلي دي.

 

دغه د زکريا او يحيْى علیهما السلام قصه د نصاراوو سره موجوده وه مګر د قرآن مجيد الفاظ او د بيان طريقه معجزه ده پر نجاشي يې ډير تاثير وکړی.

 

نجاشي د عمرو بن العاص او عبدالله بن ربيعه و طرف ته مخ ور واړاوه او ويل: يا! والله هيڅکله به دوى و تاسي ته در تسليم نه کړم، نجاشي و مسلمانانو ته و ويل: ورځى بېغمه کښېنى والله و قريشو ته مو هيڅکله نه ور تسليموم، وروسته عمرو بن العاص او عبدالله بن ربيعه د نجاشي د دربار څخه ناکامه و وتل، مګر عمرو بن العاص چي ذکي او هوښيار سړئ ؤ په دغه يو وار ورتګ نه ؤ قانع او فکر وهي چي يوه حيله او چم جوړ کړي، پسله فکره يې دا فيصله وکړه چي دوهم وار بيا نجاشي ته ورسي، که څه هم عبدالله بن ربيعه ورته و ويل: دا کار مه کوه دغه مسلمانان که څه هم زموږ مخالفه دي خو زموږ قوم او أقرباء دي، مګر عمرو بن العاص بيا هم پر هغه خپل فکر ټينګ دى.

 

عمرو بن العاص سبا سهار بيا د نجاشي و دربارته ورغلى او ويل: ايها الملک! دغه کسان چي تا په خپله مځکه کي د سکونت اجازه ورکړې ده دوى د عيسْى علیه السلام په باره کي ډيري لويي خبري کوي، نجاشي ويل: د هغه په باره کي څه وايي؟ عمرو و ويل: په خپله دوى را وغواړه پوښتنه ځني وکړه چي دوى د عيسْى علیه السلام په باره کي څه وايي.

 

نجاشي دوهم وار بيا مسلمانان را وغوښتل، مسلمانان پوه سوه چي قريشو بيا چم او حيله جوړ کړي دي، مسلمانانو په خپل منځ کي مشوره سره وكړه او پر دې یې فيصله وکړه چي د نجاشي د هري پوښتني جواب به په رشتيا او حق ويلو سره ورکوو، ځکه: حق هميشه کاميابه کيږي.

 

کوم وخت چي مسلمانان د نجاشي و دربار ته ورغله نجاشي پوښتنه ځني وکړه چي تاسي د عيسْى علیه السلام په باره کي څه واياست؟ جعفر رضی الله عنه  و ويل: موږ د عيسْى علیه السلام په باره کي هغه څه وايو چي زموږ نبيﷺ را ته را وړي دي چي هغه عبدالله، رسول الله، روح الله، کلمة الله دى هغه چي د مريم العذراء البتول په نس کي يې بېله پلاره اچولى دى او بيا يې د سورة المريم د (۱۶) نمبر آيات څخه تر (۳۴) نمبر آياته پوري ورته تلاوت کړل چي په دغو آياتو سره جعفر رضی الله عنه  د عيسْى علیه السلام  قصه پاى ته ورسول.

 

 او په دغو آياتو کي دا واضحه او ښکاره ده چي د عيسْى علیه السلام پيدا کېدل فقط يوه الْهي معجزه ده چي بېله پلاره د مور څخه پيداسو او عيسْى علیه السلام په خپله الله نه دى او کوم اختلاف چي نصارا د ده په باره کي کوي چي څوک يې په خپله الله يا د الله زوى بولي (العياذ بالله) دا ټول بشري او د انسانانو اختلاف دى خو په حقيقت کي عيسْى علیه السلام هغه انسان او بشر دى چي الله عزوجل  په خپل کتاب کي ذکر کړى دى چي عبدالله او رسول الله دى او د مور څخه بېله پلاره پيدا سوى دى، کوم وخت چي جعفر رضی الله عنه د آياتو د ويلو څخه فارغه سو نجاشي د مځکي څخه يې يوه خاشه را پورته کړه ويل: والله عيسْى علیه السلام تر دغه چي تا و ويل، دغه يوه خاشه فرق نه درلودى، يعني: عيسْی علیه السلام بنده او د الله رسول دى او پيدايښت يې په دغه مُعجِز ډول سره ؤ.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

 

سرته