تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابوبکر الصّدِّیق(رض) اوصاف
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 26, 2020
  0

د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  اوصاف


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ابوبكر الصّدِّیق(رض)  د مشهورو صفتو څخه یو دا دی چي ده هیڅکله و بت ته سجده نه ده کړې، په یوه روایت کي راغلي دي چي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  پلار ابو قحافه یوه ورځ د ابوبکر د کوچنيوالي په وخت کي ابوبکر د ځان سره د بتانو د عبادت دپاره بوتلی او هلته یې ورته و ویل ته دلته د دغو بتانو عبادت کوه او پلار یې په خپل کار پسي ولاړی، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دغو بتانو ته کتل او ورته ویل یې: ما ته خواړه راکړی، ما ته اوبه راکړی، ما ته کالي راکړی، کله چي یې د هغو له طرفه جواب نه اورېدی نو یې دغه بتان په ډبرو ویشتل تر څو چي مات یې کړل او د دغې ورځی څخه یې هیڅکله بت ته سجده نه ده کړې.  


یو وخت د مکې مکرمې قریشو ور ته ویل: یا ابابکر! ته و لات او عُزْی ته سجده نه کوې؟ ده ویل: لات او عُزْی څوک دي؟ هغو ویل: د الله لوڼي دي، ده ویل: مور یې څوک ده؟ قریش لا جابه او پټه خوله سوه.


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د مخه تر اسلام د جاهلیت په زمانه کي اته دېرش کاله ژوند کړی دی خو په دغو ټولو کلو کي یې د شرابو څکه نه ده کړې، یو وخت د اصحاب کرامو په مجلس کي یو چا پوښتنه ځني وکړه چي تا په جاهلیت کي شراب چښلي دي؟ ده (رض)  و ویل: أعوذ بالله! په الله(ج)  سره پناه غواړم، یو چا ورته و ویل ولي؟ ده(رض)  و ویل: ما خپل عزت، شرف او  مړانه ساتل، ځکه هر هغه څوک چي شراب وچښي هغه د خپل شرف او مړاني ضایع کوونکی دی، د دغه مجلس خبري و رسول الله(ص)  ته و رسېدې، رسول الله(ص)  دوه واره و فرمایل: صدقَ ابوبکر، صدقَ ابوبکر. 


ویل کیږي چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  یو سړﺉ ولیدی چي شراب یې چښل او د مځکي څخه یې ناپاک او کچره شیان را اخستل په خپله خوله کي یې ایښوول، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  چي دغه حال ولیدی قسم یې یاد کړی چي هیڅکله به خپل ځان و دغه ذلت ته ور نه کړم. 
دغه ذلیل کیفیت او حالت باید د ټولو شراب چښونکو له پاره عبرت سي.


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  تر اسلام د مخه ټولو هغو کسانو خوښ درلودی چي د مړاني او وقار خاوندان وه.


د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  مهم صفت دا ؤ چي دﺉ (رض)  تر بعثت د مخه د رسول الله(ص)  اشنای ؤ د دوی په منځ کي تر بعثت د مخه اُلفت او محبت موجود ؤ، داسي لا هم ویل کیږي چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د رسول الله(ص)  په هغه سفر کی هم ملګری ؤ چي د ابوطالب سره شام ته تلی او په هغه سفر کي یې د بُحیرا راهب سره ولیدل.


علماء کرام وايي: د کومي ورځي څخه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) په اسلام مشرفه سوی دی بیا هیڅکله د رسول الله(ص)  څخه نه په سفر کي او نه په اقامت کي جلا سوی دی، بېله هغه وخته څخه چي د رسول الله(ص)  په امر یا اجازه سره د حج یا غزاء دپاره لېږل سوی وي، یواځی دا نه چي د رسول الله(ص)  سره په ټولو غزاوو کي ملګری ؤ بلکه په هجرت کي یې هم ملګری ؤ، خپله کورنۍ او اولاد یې په مکه مکرمه کي د کافر قریشو په منځ کي پرېښوول او دﺉ د الله او رسول الله د رضاء دپاره د رسول الله(ص)  ملګری سو.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء  راشدين


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته