تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رواني ناروغیو (۷) فزيکي نښې
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 25, 2018
  0

(۷) فزيکي نښې چې ستاسو د رواني ناروغیو سبب ګرځي


 ژباړڼ: حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

لیدلي به مو وي چې ځینې خلک د فزیکي ناروغېو لکه د سینې درد، ستوماني، د معدې درد، د سر درد او داسې نور ناروغېو سره مخ کیږي او بیا د درملنې لپاره یو مسلکي ډاکټر ته ورځي او هلته بیا د بېلابېلو معایناتو وروسته جوتیږي چې دغه ستونزه او رنځ اصلاً پېدا شوی له کوم ځای نه دی؟ او آیا دا فزیکي ستونزه ده که دماغي؟


  دا ښايي د تعجب وړ وي، مګر د انسان دماغ او بدن سره نږدې اړیکې لري، ځکه خو هر ډول  فشار په فزيکي روغتيا منفي اغيزه کولای شي، او انسان دغه وخت ناڅاپه دغه درد جدي ناروغي بولي. فشار او ذهني اندیښنې په بدن کې ډیرې ناروغۍ رامېنځته کوي چې موږ یې دلته ځینې نښې نښانې روښانه کوو.

 

لومړی: زړه نا زړه کېدل
که تاسې پرلپسې زړه وهئ او د یو کار په پېل کېدو نه پوهیږئ نو دا امریکا د متخصیصونو د بورډ یو غړی (جنی سی ییپ) دا ‌ډول چاره یوه اندېښنه بولي او زیاتوي چې خپله اندېښنه ستاسو زړه شکمنولای شي او کار ته مو نه پریږدي. کله چې تاسو اندیښنه لرئ، ستاسو دماغ هورمونونه پټوي چې دا کار ستاسو د زړه د ځورنې لامل ګرځي.

 

دوهم: په بدن خوله راتلل
که تاسې د معتدل یا ګرم موسم کې د کار پرمهال خوله شئ، نو لامل یې معلوم دی، چې موسم ګرم دی او د کار پر مهال د لمر د تودوخې له کبله ستاسو بدن خولې شوی دی، خو که کار هم نه کوئ او په ښه موسم کې مو په لاسونو او یا مخ خوله راتلله، لامل یې دا دی چې تاسې خورا اندېښمن یاست، او دا د ذهني فشار یوه عمومي نښه ده.

 

دریم: په معده بوج راتلل
که ستاسو معده خفه کیږي او په دوامداره ډول پرې بوج راځي، دا چاره ستاسو د هضم بهیر له ځنډ سره مخ کوي او ددې خطر سره ستاسو د بدن ټوله انرژي شېبه په شېبه را کمېدلی شي. که تاسې د معدې تکلیف لرئ، معده مو سوځي او جوش کوي نو لطفاً له هغو خوړو ډډه وکړئ چې د معدې تکلیف مو زیاتوي.

 

 څلورم: هر وخت سردردي لرل
که تاسې په غم او خواخوږې کې هر وخت د فشار سره مخ یاست، لامل یې دا دی چې تاسو به ډېر اندېښمن شوي یاست، ځکه خو مو سر درد پېدا کوي او دا سردردونه معمولاً د ورځې په نیمايي کې پېل کیږي او ښايي د څو میاشتو لپاره دوام وکړي. د امریکې د اندیښنې او ډیپلوماسۍ ټولنې په وینا: (بیلابیلو څیړنو ښودلې چې اندیښنې او خپګان د سر درد سره تړاو لري او په دې وخت کې په خپل ځان فشار را کم کړئ.)

 

پینځم: هر وخت ستوماني
د امریکايي متخصیصيونو د بورډ غړی (جنی سی ییپ) وايي: کله چې ستاسو ذهن ډېر بوخت وي، نو خپلې چارې تر هغه وخته ښې مخته وړلی شئ؛ څو مو چې ذهن نه وي ستومانه شوی، که حافظه پرلپسې بوخته وساتئ او په ذهن مو د ډېر تمرکز کولو ترڅنګ ورځنۍ ناخوالې او فشارونه ګډ کړئ، نو چارې به مو د هېڅ ګټور پلان پای ونه مومي. که تاسو تل ستومانه او د ستړتیا احساس کوئ، دا د ذهني ناروغېو یوه نښه بلل کیږي.

 

شپږم: په یو کار تمرکز نه کول
(یپ) وایي: ستاسو حیرانتیا کولای شي چې د حیاتیژیکي یا بیولوژيکي توب غبرګون په حقیقت کې په تحلیل توان راکم کړي، همداراز نوموړی ټینګار کوي، که تاسې اندېښمن او خفه یاست، نو په پیچلې یا حتی په ساده پروژو هم په بشپړ ډول ښه تمرکز نه شئ کولای.

 

اووم: ټوله شپه شبګیري (بې خوبي)
خپل منفي فکرونه کولای شي ستاسې ذهن ستړی، بد او یا هم خراب کړي، که تاسې په سمه توګه خپل خوب منظم نه کړئ، نو د “هایپټیکټیک” پایله لرلی شي. کله چې هر څه پرسکون وي، په داسې حال کې چې تاسو پوهیږئ چې ستاسو فکر د اندیښنې او ځورونکي فکرونو سره ښکیل دی، دا په دې معنا ده چې ستاسو ذهني روغتیا داوطلبانه ده او تاسو باید ددې حل لاره سمدلاسه پېدا کړئ.

 

که تاسو له پورته ستونزو سره مخ یاست، نو پورته لارښوونې عملي کړئ؛ څو مو ذهني او رواني ستونزې پای ومومي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته