تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خولې د مخاطې غشا سره او سپین ټپونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 21, 2023
  0

د خولې د مخاطې غشا سره او سپین ټپونه

 

لیکنه: ډاکټر اسدالله بشارت (ستوماتوګ، دعامي روغتیا ماسټر)

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

که چيری دخولې دننه مخاطی غشا او یا هم دژبی سطحه مو سپین ټپونه ولري دا دمخاطی غشا دبشروی انساجو یا epithelial cells په داخل کي دکيراټین په نامه مادی زیاتوالی شتون علامه ده لکه په تصویر کي اول شکل چي تاسو وینی داسي به ښکاري او یا به هم سپین ټاکي د بشروی انساجو دپنډوالي له امله رامنځ ته سوی وي، چي دلته دبشروي انساجو یوه داخلي طبقه چي stratum spunosum نومیږي تر عادي حالت پنډه سوی وي د تصویر په دوهم شکل کي ئې لیدلای سئ او درېیم حالت داسي دئ، چي کيدای سي د خولې دمخاطې غشا د بشروی انساجو په داخل کي تر عادي حالت زیات مایعات جمع سوی وي چي دتصویر په دریم شکل کي یې لیدلای سئ او څلورم حالت د سپینو ټاکو دا کيدلای سي چي دخولې دمخاطې غشا بشروي انساج نکروز (مړه) سوی وي او پر پری سوې سطحه باندي دغذایی موادو دتجمع له امله فنګسي میکروبونه وده وکړي او دیو سست نسج په شکل پر مخاطې غشا مښتی وي چي دا هم په سپین شکل مالومیږي د تصویر څلورم شکل کي یی لیدلای سئ.


سره ټپونه


عموما د خولې په داخل کي سره ټپونه د بشروي انساجو د پنډوالی دکمېدو له امله رامنځ ته کيږي یعني د سپینو ټاکو خلاف دلته انساجو حجم کم سوی وي، یعنی حجراتو شمیر یې کم سوی وي او دویني رګونه رابرسیره سوي وي؛ نو ځکه تیز سره مالومیږی لکه دتصویر په پنځم شکل کي او هم په شپږم شکل کي. 


نو د پورته وضاحت څخه مالومه سول، چي په خوله کي دسرو او سپینو ټپو موجودیت مختلفي سرچينې لرلای سي، نه باید د دواخانې څخه پر خپل سر دوا راواخلو او تداوي وکړو او نه هم باید دغاښو یو عادي ډاکټر بدون له تشخیصه د خولې د زخمونو تداوي وکړي که چيري د خولې زخم مکروبي منشا ونلري او موږ مکروب ضد دوا توصیه کړو دلته دوا دخولې ګټوري بکتریاوي او مکروبونه له منځه وړي او د مریض ستونزه یو په دوه ریاتوي چي نتیجه یی آن د خولې د مخلفو سرطانونو سبب ګرځیدلای سی، تاسو پورته ولوستل چي د خولې سپین ټپونه کي یو حالت داسي چي د څیري سوو انساجو پر سطحه د فنګس شتون هم سپین مالومیدلای سي نه داچي هر سپین ټپ فنګسي منشا لري، چي دلته anti fungal دوا په موضوعي شکل باید په ډیر دقت ورکول سي.


یادونه:  
زه په میرویس روغتون کي روزانه دداسي مریضانو سره مخامخ کيږم، چي هغوی د خولی د زخمونو لپاره په صحراوو کي خپل سری درمل اخیستی وي او ستونزي یې زیاتي سوي وي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته