تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دغاښو او نورو ناروغیو دعلاج پر مهال څو ضروري نقطې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 28, 2023
  0

لیکنه: ډاکټر اسدالله بشارت/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دغاښو او نورو ناروغیو دعلاج پر مهال څو ضروري نقطې


۱: - کوښښ وکړﺉ چي په هرو شپږو میاشتو کي دخپلو غاښو او دخولې داخلي غشا عمومي چیک اپ وکړﺉ.


۲:- که دعمومي چیک پر مهال دمزید تشخیص لپاره مو ډاکټر درته دنورو معایناتو او ایکسرې کولو وویل حتما یې وکړﺉ. ځکه دغه مهال چي دکومي ستونزي شکمن حالت تشخیص سي ممکن دامهال یې لومړنی سټیج او مرحله وي چي تداوی یی اسانه ارزانه او په لنډ وخت کي کیږي.


۳- ځیني وختونه مو ډاکټر ستاسي دوخت په خاطر دمزید تحقیق لپاره نور اقدام نکوي تاسی ورته ووایاست چي دخپل صحت لپاره کافی وخت لرم او په تحقیق کولو نه خفه کیږم. 


۴- که ستاسي ډاکټر تاسي وکوم بل ډاکټر ته دښه تشخیص په موخه استوي تاسي باید دهغه دیاد کار قدرداني وکړﺉ نه دا چي په سپکه ورته وګورﺉ، دیاد کار کول په پرمختللې دنیا کي معمول دئ، مګر زموږ په ټولنه کي ځکه شرم بلل کیږي چی زموږ خلګ بیا خبري ورپسي کوي، چي خپله نه پوهیدی نوځکه یې بل ډاکټر ته واستولم چي مطلقا داسي نه ده هیڅ انسان جامع الکمالات نه دی بغیر له الله، ممکن یو ډاکټر په یوه ساحه کي ماهر وي او بل ډاکټر په بله ساحه کي ماهر وي.


۵:- که تر علاج کولو وروسته مو مریضی دوباره درباندي راوګرځي تاسي مه پریشانه کیږی او ډاکټر مو مه ملامتوﺉ ځیني مریضیاني دځانګړو فکــــــــــــــــټورو له امله دوباره راګرځیدلای سي چي دا دهر انسان په جسماني جوړښت پوري اړه لري ممکن دیوه انسان له جسمه یو مریضی په یوه میاشت کي او دبل دجسم څخه په دوې درې میاشتي ووځي. تاسي دبل چا سره ځان مه مقایسه کوﺉ.


د پورته خبرو یو مثال به دلاندي تصویر څخه ښه وارزولای سي دلته وینی دیو ځوان تر ورﺉ لاندي یو غاښ پاته سویدئ تر اوسه راوتلی هم نه دی ډاکتر ممکن بې پروایی کړې وی او مریض ته یی ایکسرې نه وي کړې او مریض هم دایکسرې کولو غوښتنه نه ده کړې تر درو میاشتو وروسته یی غاښو درد شروع کړیدی ځکه هغه بند غاښ دراوتلو کوښښ کوي خو دپوښو له امله یې لار بنده ده. نو دلته که لوړي خبري په نظر کي نیول سوي وای دغه ستونزه نه رامنځ ته کېدله .

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته