تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وریو درنګ تغیر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 29, 2023
  0

د وریو درنګ تغیر


لیکنه: ډاکټر اسدالله بشارت (ستوماتوګ، دعامي روغتیا ماسټر)
تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

پېژندنه 


ورۍ یو داخل دخولې نسج دئ چي دغاښو پر شاوخوا را ګرځېدلی دئ او دغاښو دټینګښت او دانساني ښکلا یو مهم جز دئ رنګ یې خام ګلابي دئ. 


دوریو درنګ اوښتل


که چيري ورۍ تر خپل عادي حالت ور هاخوا کوم بل رنګ واخیستی دغه حالت ته د وریو درنګ تغیر وایی او دغه تغیر باید بابېبزه ونه ګڼل سي.


دوریو د رنګ دتغیر سببونه


۱ -  ژیړبخن رنګ: دا حالت دیو بالغ شخص په جسم کي دویني دکمښت ستونزه ښیي او یا هم که چيري کوم کس خپل غاښونه دشعاوو په ماشین سپین کړی وي او ډاکټر په سمه توکه ورته ورۍ دشعاع ژغورونکی پوښ په مرسته ورته پټي کړي نه وي نو تر یادي پروسې وروسته ورۍ رنګ تغیروي چي یاده ستونزه زیات وخت پخپله له منځه ځي او یا هم دایمي پاته کیږي.


۲ - تېز سور رنګ: دا حالت د وریو په مکروبي حالت داخته کېدني له امله رامنځ ته کیږي، چي په یاد حالت کي ورۍ پاړسوب هم لري.


۳ - خاکي نصواري رنګ او شنه ټکي: دا دځینو دوا ګانو داستعمال له امله رامنځ ته کیږي خصوصا هغه دوا ګاني چي تر ضرورت زیاتي وخوړل سي لکه په ځینو کورنیو کي د نسخې تکرارول یو معمول وي که مریض جوړ هم سي دوی هغه دوا تکرار کړي، چي نتیجه کي نوري بدي پایلي هم له ځان سره لري.


۴ - سپین ټکي: دا په خوله کي دداخلي التهاب مانا لري او کله کله دفنګسي مریضی مانا لري او کم وختونه تر کینسر مخکي یو حالت دی چي ډېر خطرناکه حالت ښیي. 


۵ - نصواري رنګ او یا تور والی: د دود لرونکی تنباکوو استعمالول لکه سګريټ، چلم (خصوصا دمېوې چلم) او داسي نور... همدارنګه دغه تور رنګ دغاښو دبې کیفیته پوښونو له امله هم رامنځ ته کیږي.


په بازار کي دغاښو دډاکټرانو دمنفي رقابت او مشتري جلبوني لپاره راډیو اعلانونه چي دغاښو پوښونه صرف په په دونده ... درته او دشلو کلنو ضمانت یې درته کوو پورتنۍ ستونزه نن سبا زیاته کړې ده او دغاښو دمصنوعي پوښونو لابراتوار لرونکي ددغه منفي رقابت له امله مجبور دي چي دغاښو په مصنوعي پوښو کي له داسي بې کیفیته او غیر طبي فلزاتو استفاده وکړي چي دوی ته تر بازار ارزانه تمام سي او مشتري ته په کم قیمت دغاښو پوښونه جوړ کړي، چي په نتیجه کي ومریض ته دښکلا پر ځای بد رنګه څهره او بې خونده خندا لاس ته ورسي.


او د ښکلا تر خرابېدلو ورها خوا مشتري بیچاره په دا خبره هم اګاه نه وي، چي په غاښو باندي غیر طبي او غیر معیاري فلزات کارول څومره روغتیایی او جدي ستونزي ورته پېښولای سي.


نور سببونه


addison's disease: دا یوه کمه پېښېدونکې مریضي ده چي دانسان دجسم دفوق الکلیی غدواتو دفعالیت دکمښت له امله رامنځ ته کیږي او په دغه وخت کي دانسان دجسم معافیتي سیستم کمزوری کیږي، چي دیادي مریضی نښه داده چي ورۍ، شونډان او مخاظي غشا تور رنګ اخلي، چي پورته ستونزه دداخله مریضیو متخصص ته راجع کیږي


acute necrotizing ulcerative gingivitis: دا هم د وریو یوه حاده التهابي مریضي ده چي مریض تبه او دوریو شدید دردونه لري او دوریو رنګ یې تغیر کوي، دغه مریضي دخولې پاکوالي ته دنه پاملرني، بې خوبي، غیر منظم خوراک او ژور خفګان له امله را منځ ته کیږي.


Drugs : ځیني دوا ګاني د یو ځل استعمال سره د وریو رنک توریږي، لکه: Minocycline چي جلدی متخصصین یې خپلو مریضانو ته ورکوي او یا هم لکه دجنسې تقویې دوا ګاني پورتني ستونزه رامنځ ته کوي. 


علاج او تداوي


تدواي یې هغه وخت ممکنه ده، چي دوریو درنګ دتغیر سبب وپېژندل سي او دخپل کورني متخصص دغاښو ډاکټر سره تر مشورې ورسته کېدای سي په خپل کور کي تداوي وسي؛ نه داچي خپل سرې تدواي وسي. 


مسلکي تداوي 


په اوسني وخت کي دغاښو متخصصینو یو خاص لیزر دهغه مریضانو لپاره اختراع کړیدی چي په وریو کي یې دمیلانین تولیدونکي حجراتو فعالیت محدود کړي او یاده ستونزه دتل لپاره له منځه وړي.


ددې لپاره چي لیکنه اوږده نسي همدومره مالومات باندي اکتفا کوو نور مالومات په نورو لیکنو کي درکوو. 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته