تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
متوازن وزن
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 26, 2019
  0

ژباړه: جمعه ګل همدرد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د متوازن وزن (یعني هغه وزن چي ستاسو روغتیا تضمینوي) لرل یو له هغو چارو ده چي ستاسو ښه روغتیا او سالم وجود تضمینوي. 


د خپل وزن په اړه د ډاکټر، روغتیا پوه او یا اړوند منل سوي متخصص سره خبري وکړئ.


که تاسو اړ یاست چي وزن مو کم کړی نو په سمه توګه یې پېل کړئ. خپل د خوراک عادتونه مو بدل کړئ، نور بدني کارونه وکړئ او ناست اوسېدل مو لږ کړئ. 


زه څنګه وپوهیږم چي زما وزن متوازن دی؟
د بي ایم اي په نامه آله چي تاسو ته ستاسو د وزن او قامت په اړه معلومات درکوي ډېره ګټوره ده. دا آله په خاصه توګه تر ۱۸ کالو لوړ عمر لروونکو ته ښه کار کوي. خو نوموړې آله یوازي یو تخمیني معلومات درکولای سي، چي ستاسو جنسیت، عمر، اصلیت او ستاسو د وجود په جوړښت نه پوهیږي. که تاسو د خپل وزن په اړه اندېښمن یاست نو غوره دا ده چي د ډاکټر سره مشوره وکړی.   


روغ زړه، روغ وجود:
د متوازن وزن و لرولو ته ژمن پاته کېدل یوه له هغو چارو ده چي تاسو د روغ زړه او روغ وجود څښتنان ګرځوي.


د متوازن وزن لرل ستاسو د زړه د ناروغیو، د ویني د فشار او د کولیسټرولو په متوازن ساتلو کي مرسته کوي.


څنګه باید متوازن وزن ولرم؟


خپل وزن په سمه توګه لږول یوه له هغو چارو ده چي ستاسو سره ستاسو د روغتیا په تضمین کي مرسته کوي. خو دا کار وخت او ژمنتیا دواړه غواړي. 


د وزن د کمولو په اړه ډېر کتابونه او نور څه تاسو ته د وزن د بېړني کمولو لاري چاري ښيي، خو دا په اوږده راتلونکې کي مرسته نه کوي. 


تاسو بس دا ذهني امادګي ولری او فکر مه کوئ چي تاسو په پرهېز کي یاست، ځکه دا د لنډ وخت د پاره دی. په خپله خوښه داسي یو ژوند وکړئ چي روغتیا مو پکښي تضمین وي. 


خپل وجود مو په تازه خوراک باندي تغذیه کړئ، د ډېرو سره کړو (پروسس سوو) شیانو خوړل کم کړئ او چي څومره مو توان وي ځان فعال وساتئ تر څو د یو متوازن وزن څښتنان وګرځی.


د روغ زړه غذا


د روغ زړه په غذا کي شامل دي:


۱: ډېره ترکاري، تازه میوه او حبوبات


۲: و روغتیا ته ګټوري پروټین لرونکي سرچینې لکه ماهي، سپیني غوښي لکه د چرګ او د لوبیا د کورنۍ اړوند حبوبات.


۳: غوړ لرونکي لبنیات کم کړئ لکه شيدې، مستې او پنېر.


۴: روغتیایي تېل و کاروئ لکه د زیتون او لمر ګردان.


۵: د خوراک د خوند د سمولو د پاره د مالګي پر ځاي د طبعي بوټو څخه جوړه سوې مساله وکاروئ.


۶: د چښاک د پاره اوبه وکاروئ.


په پوره احتیاط سره خو مناسب خوراک وکړئ. تر حد زیات خوراک کول په څرګنده د وزن د زیاتوالی سبب ګرځي.

 

څنګه باید فعال اوسم؟


خپلي جسماني کړني مو داسي زیاتي کړئ، لکه: 


د خپلي ناستي وخت مو لږ کړئ.


د خپل کور او کارځای پر شاو خوا مو ډېر ډېر وګرځئ.


چيري چي شونتیا وي هلته مو جسماني کارونه وکړئ ـ که څه د ورځي په منځ کي وي.


د رېل ګاډۍ، بس، ټکسي څخه لږ د کوره لیري کښته سئ او کورته مو څو ګامه پر پښو ولاړ سئ، د لفټ پر ځای مو اپارتمان ته په زینو کي وخیژئ. 


پر قدم وهلو خوند واخلئ ځکه چي دا د ټولو خلکو د پاره په هر ځای کي د ژوند د هر عمر لرونکو د پاره وړیا روغتیايي مرسته ده. 


که تاسو هره ورځ ۳۰ دقیقې بدني فعالیت تر سره کوی او بیا هم د نور وزن و کمولو ته اړتیا لری نو د ډاکټر سره مشوره وکړئ. 


د وزن د کمولو د پاره مو منظم پلان 
که تاسو او ستاسو ډاکټر ستاسو د وزن پر کمولو باندي متفق سی نو د کمولو د پاره یې په ګډه پلان جوړ کړئ. تاسو د خپل ژوند په اډانه کي خپله پرېکړه ونیسئ چي کوم بدلونونه ستاسو سره ستاسو د وزن په کمولو کي مرسته کولای سي. 


د وزن د کمولو د پاره: 


۱: د وزن کمولو یا د ژوندانه د طرز سمولو ټینګ عزم وکړئ.
۲: د خپل خوراک ډول مو بدل کړئ (یعني د عادي خوراکونو پر ځاي تازه خوراکونه وکړئ).
۳: هغه کړني مو زیاتي کړئ چي د هغه په ترسره کولو سره تاسو خوند اخلی.
۴: هڅه وکړئ چي لږ کښېنی او خپله اوږده ناسته مو په بیا بیا قدم وهلو سره ماته کړئ. 
۵: شاته کیږی مه! وزن کمول اسانه نه دي، هڅه وکړه چي کورنۍ یا دوستان دي در سره شریک کړی تر څو یو بل تشویق کړئ.


د خارجي سرچینو څخه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته